پښتانه

لیکوال: ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

پښتانه
سور اور راباندې بل شي چې افغان ووینم خوار

ژوندون نه مې زړه تور شي

څه و راباندې چل شي جهان وینم نا قرار

را وران مې د زړه کور شي
***
اسمان دی رانه لرې ځمکه کلکه زه کمزوری یم

په چا وکړم عرضونه

د پلار پګړۍ مې ولوېده نیولی مې خپل ورور یم

دښمن جوړ کړل چلونه

سیالۍ نه یم وتلی چې بې واکه په خپل کور یم

جوړ شوي پېغورونه

پېغور به مې اجل شي زه په ځان کوم اقرار

نړی راته سور اور شي
***
دا ځنیې پښتانه چې یو بل وژني خوشالېږي

دنیا نه خبر نه دي

د څو روپو لپاره په دښمن باندې خرڅېږي

له ځانه خبر نه دي

په غټو غټو ګوري د بابا کور یې ورانېږي

حیا نه خبر نه دي

دښمن به څه معطل شي را روان وي وار په وار

د لر او بر پېغور شي
***
لونګۍ ټولو تړلي د غیرت سورې نارې دي

د لاپو وار یې نشته

قولي دي ښکلي ښکلي د عزت سورې نارې دي

خپل واک اختیار یې نشته

جامې یې اغوستلې سپينې سپینې ښې درنې دي

د ځان اتبار یې نشته

د قام چې ورک کېدل شي ژبه ملک شي استثمار

د هیلو مخ یې تور شي
***
پښتون له باجوړ کونړه واخله تر بولدکه

د زړه په سر کې نیم دی

ویده دی راويښ نه شو نه راووت له تلتکه

د پلار کور یې تقسیم دی

دا ځینې پښتو وايي خو پښتو ده ورنه ورکه

بې شمېره بې زعیم دي

دښمن په خوله چې بېل شي څه امید څه انتظار

خپل کور لکه د ګور شي
***
که ووایو رښتیا نو د خوشال هډونه خرڅ شول

مُغل زمونږ واکدار دی

شوکت د هوتکیانو او ابدال ننګونه خرڅ شول

دا لوی افغان چې خوار دی

غوریان او سوریانو د تاریخ فصلونه خرڅ شول

چې جوړ په مونږ ناتار دی

نفاق چې د چا مل شي تل لړزان وي نا قرار

کمزوری شي مخ تور شي
***
راویښ شئ افغانانو د غفلت خوبونه پرېږدئ

ځانونه رابیدار کړئ

سیالان شئ د سیالانو د ذلت خویونه پرېږدئ

ننګونه رابیدار کړئ

د لوی افغان بچیانو د نفرت چلونه پرېږدئ

اولاد ورونه هوښیار کړئ

په یوه مرکز راټول شئ د بري ونیسئ لار

وطن به مو سمسور شي
***
را ویښ شئ افغانانو نړۍ وګورئ چې څه کړي

او مونږ په څه اخته یو

سیالان شئ د سیالانو له سیالانو نه یې زده کړئ

غفلت په خوب پراته یو

په مینه او یووالي دا سړه خونه توده کړئ

چې خوښ او اراسته یو

واک اختیار چې خپل شي، شي خوشحال به خدمتګار

ودان به مو خپل کور شي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button