پښتانه یهودان نه دي!

صفیه حلیم
په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې د هند د مغلو يو لودي سردار خان جهان په امر ليکل شوې تاريخ په لومړي ځل د پښتنو د يهودي کيدو خبره واچوله. دا معلومات ورپسې نورو هم کاپي کړل. ورو ورو پخپله پښتنو هم په دې باوروکړو چې دوي د ” بني اسرايل” هغه لسو ورکو قبيلو نه دي چې د خپلې خاورې نه يې کډه کړې وه.

اوس ساينس دا خبره ثابته کړه چې د پښتنو او د يهودانو پخپلو کې هيڅ نسلي رشته نشته. د دې لپاره لومړۍ د پښتنو او د يهودانو د ډي – اېن – اې – څېړنه د بريطانيې پروفېسر( تیودور پرفیټ) په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کی وکړه.

په ۲۰۱۰ م کی د هندوستان د ممبیً د ایمیونو هیماټولوجی د ملی انسټیټوت د ارثی علومو ماهري شهنازعلی د اترپردیش ایالت په ملیح آباد کی چی پښتانه پکې اوسیږی، د اپريدو د وینو سامپلونه واخیستل. اپريدي د خپل تبر نه بهر واده نه کوي او ځکه د دوي د وينې سامپل مناسب وگڼل شو. دا يې په حیفا کی د اسراییلو د ټېکنالوجی په انستیتوت کی د ساینس پوهانو په مرسته د يهودانو د سامپلونو سره پرتله کړل. د دې دواړو نتيجې منفي وې. د لکهنئو پوهنتون یو استاد نورس اپریدی هم دا ډول څیړنی وکړې خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې.

وروستۍ ساينسي څېړنې د امریکا د حکومت د وراثتی شورا د ادارې لخوا په ۲۰۱۲ م کې وشوې. دوي د افغانستان او پاکستان د څو سوو پښتنو د وینو نمونې واخیستې او هغه یې په ډېرو پرمخ تلليو لېبارټرو کې معاينه کړل.

د ۲۰۱۲ د مارچ پر ۲۸ دې ادارې اعلان وکړو چی اوسني افغانان ( پښتانه) د پينځو زرو کالو راهیسی پخپلې سيمې کې اوسیږی او د بلې سيمې نه نه دي راغلي.

ماخذونه:

۱. د نثار احمد صمد ليکنه. په لرو بر ويبپانې کې. ۱۹ د اگست ۲۰۱۳م

۷ ـ ګارډین اخبار ، ۱۷ جنوري ، ۲۰۱۰ ، لندن ، انګلستان .

۸ ـ ویکی پیډیا ویبپاڼه، د پښتنو منشأ .

۹ ـ د امریکا د وراثتی شورا ( این. سي. بي. آی ) ویب پاڼه ، د ۲۰۱۲ د مارچ ۲۸مه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button