پښتانه خپل او پردی نه پیژني!!!

په وروستیو کې د ملا عمر د مرګ اوازې دي. پښتانه په اصطلاح تعلیم یافته ګان ورته خوښ دي. ملا عمر خو د شمال ټلوالې دښمن و، ستاسو خو نه و؟ همدارنګه د امریکا او یرغلګرو هیوادونو دښمن و. د ملت خو نه و.

تاسو ولې فکر نه کوئ چې تاجکان ۶ میلونه دي، خو که ۱۵ زره شورای نظار پکې وسله وال نه وای، نو ښځو هم پرې حکومت کولی شو. د همدغو ۱۵۰۰۰ وسله والو په زور یې له غني څخه ګټلی حکومت واخسیت. په اردو کې ۹۰٪ او په سوداګرۍ کې یې ۸۵٪ برخه د همدغو وسله والو په زور ساتلې ده. ازبک او هزاره هم دوه دوه میلیونه دي، خو دا چې د دوستم، محقق او خلیلي لنډه غرې او ګلم جم ملیشې لري نو هر یوه د ۵٪ نفوس ته یې په حکومت کې ۳۰٪ برخه اخیستې ده. هزاره تر ازبکو لا تکړه دي، ټول تعلیم یافته شول.

خو په تاسو پښتنو کې کوم قوت موجود دی چې کم تر کمه د محقق ځواب ووایي؟ نو چې کوم قوت نلرۍ ولې طالب او ملا عمر دومره ټکوئ. که امریکا ته د خپل بادار!!! یا ملګري !!!یا مشر ورور!!! په توګه ګورئ نو هغه ستاسو نه بلکې د اقلیتونو باداره، ملګرې او مشر ورور دی.

پرویز مشرف په ښکاره ویلي چې بوش دنده ورکړې ده چې بر پښتانه به امریکا قتل عام کړي او کوز دې مشرف تباه کړي.

ملا عمر که پدې ملامتوئ چې پاکستان ته مجبور شوی و نو هغه هم امریکا دغه کار ته مجبور کړی و.تاسو له حامد کرزي وپوښتئ چې څتګه امریکا او فهیم دغسې حالت راوست؟. ملا عمر د امریکا تر راتګ وروسته کرزي او فهیم ته لیک ولیکه چې هغه له مقاومته لاس اخلي خو که تاسو طالبانو او پښتنو ته د سر، مال او ناموس پناه ورکوئ. کرزي وویل چې زور نلري او فهیم وویل چې طالبانو مسعود وژلی دی، دوی یې نه پریږدي، امریکایان یې هم نه پریږدي. امریکایان به په طالبانو پسې کورونو ته ورتلل او د کور د ټولو غړو د توهین او سپکاوي وروسته به عادي طالب او د طالب په نوم عام پښتانه ګوانتانامو ته لیږل. تر دې وروسته چې ټولې لارې بندې شوې، نو ملا  عمر طالبانو ته وویل چې یوازې خودکشه حملې پاتې دي، هغه پیل کړئ.

خو د ډیرې حیرانتیا خبره داده چې کوچنیو باسوادانو ته فهیم، دوستم، محقق، خلیلي، امریکایي بوش او انګریز تونی بلیر ښه شول او پښتانه او طالبان بد شول؟

زه نه طالب یم ، نه یې ملګری یم. خو دومره وایم چې پښتانه سیند اخیستي او ماغزه یې دومره ګډوډ شویدي چې نه خپل پیژني او نه پردی. امریکایان درپسې راغلي دي او غواړي تر عمره مو غلامان کړي خو تاسو ټوله ورځ خپلو ته ښکنځلې کوئ.

ملا عمر هغه څوک و چې مسعود یې تر کولابه وزغلوه او افغانستان یې له خراسان کیدو او ویشه وساته. د امریکا نړیوالې شیطاني نقشې هغه څه دي چې فهم یې عادي باسوادانو ته مشکل دی، که نه د ځان په خلاف به یې داسې احمقانه لیکنې نه کولای. 

البته طالبان بې شمیره ستونزې لري، خو تر سخوندر مارشال فهیم او وحشي بوش بد ندي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button