پياوړي شخصیتونه هغه دي چې باهدفه وي

صدیقه پوپلزۍ

قوي شخصیتونه:
هر څوک خوښوي چې شخصیت یې قوي وي، د قوي شخصیت په هکله د خلکو تصورات بېلابېل دي، ځینې خلک وایي چې قوي او ځواکمن شخصیت هغه دی چې په نورو باندې خپله واکمني ټینګه کړي او هغوی تر خپلې واکمنۍ او ولکې څخه لاندې وساتي.

یو شمېر فکر کوي چې قوي شخصیت هغه دی چې له نورو څخه زیات مال کسب راټول کړي او بیا له همدې لاري په ټولنه کې یو ځانګړی موقعیت د ځان لپاره ترلاسه کړي، یا هم په روا او ناروا، جایزه او ناجایزه وسیله چې ممکن وي خپل موخه او مقصد ته ځان رسول او هغه لاس ته راوړل دي.

ځینې وایي چې قوي شخصیت هغه دی چې پهلوان وي او نور په ځمکه باندې راڅملوي.

په حقیقت کې دا ډول تعریفونه سم نه دي او نه دا د قوي شخصیت مفهوم دی.

په یوه مبارک حدیث کې رسول الله ص په همدې هکله فرمایلي: پهلوان هغه څوک نه دی چې نور په ځمکه باندې راڅملوي، یقینا حقیقي پهلوان او قوي شخصیت هغه دی چې د قهر او غوصې حالت کې خپل نفس په خپل واک او کنټرول کې وساتي.

قوي شخصیتونه خپل نښي نښانې لري:

د قوي شخصیت یوه ستره نښه داده چې د کارونو ترمنځ توازون رامنځ ته کولای شي. د کارونو په هکله یوازې په یوه جانب باندې له حده ډېر ټینګار نه کوي.

له خپلو نورو همفکرو ملګرو سره خپل ځان منسجم کول، او په غوره توګه د ټولنې له افرادو سره ټولنیزې اړیکې په ښه توګه ټینګول، او د هغوی د نقد، مشکلاتو او تکلیفونو څخه نه اغېزمن کېدل.

په ټولنه کې د اصلاحاتو او سمون په رامنځ ته کولو باندې برلاسي کېدل.

کوم کسان چې قوي شخصیتونه لري، په ځان باور لري، او له نورو سره په داسې لهجه خبرې کوي چې هغه دده له شجاعت او قوي شخصیت څخه نمایندګي وکړي.

د ستونزو او مشکلاتو په مقابل کې خپل ځان د صبر په هر اړخیزه ګاڼه او زیور باندې سمبالوي. په اسلامي اصولو ځان برابروي.

موږ کولای شو د الله تعالی نه د مرستې غوښتلو سره قوي شخصیت ترلاسه کړو، مناسب هدف وټاکو، تل مثبت فکر ولرو.

هم خپل د بریا لپاره کار کول هم نورو لپاره کار کول د قوي شخصیت د رامنځ ته کېدو ستر لامل دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button