پوره خوب وکړئ چې ښکلي او ځوان پاتې شئ

لیکوال: ډاکټر حنیف حیران

خوب مو ښکلي کوي، خوب د صورت پڼه یا اوبه خور دی. که کښت ته پر مناسب وخت اوبه ونه رسیږي، فصل او مېوه نه کوي. همداسې د بدن او روغتیا لپاره خوب کول هم اړین دي. د غټانو لپاره له اوو تر نهو ساعتونو خوب پکار دی. که دوامدار مو تر دې خوب کم و، له بېلابېلو رواني، عصبي او نورو ناروغیو سره به مخ شئ.
خوب د ښه صحت ضامن دی. که خوب نه درته، دوامداره ورزش او لوبې وکړئ یا هم پلی تګ وکړئ. د شپې ډوډۍ کمه وخورئ. غوره ده چې خوږې مستې یا توروې (شړومبې) وڅکئ. له خوب کولو وړاندې قهوه او چای مه څکئ، ځکه چې دا شی مو خوب تښتوي. د شپې له خوبه وړاندې موبایل او تیلویزیون ته ډېر مه کېنئ. ماسخوتن د کتاب مطالعه هم د خوب راتلو ښه دوا ده. که بیا مو هم خوب کم و، په خپل سر د خوب ګولۍ مه خورئ، ځکه چې ممکن د ګولیو معتاد شئ او دا معتادي نورو نشو ته لاره کوي. هڅه وکړئ له ډاکټر سره مشوره وکړئ او د اړتیا په وخت کې تر دریو اونیو زیاتې د خوب ګولۍ مه خورئ.
هڅه وکړئ چې په ښي اړخ ویده شئ، پړمخې هیڅکله مه ویدېږئ، سروېږدۍ یا بالښت سر ته ډېر جګ مه ږدئ. تر وسه مو د خوب کوټه تیاره یا کمه رڼا وساتئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button