په کابل کې د نظام په ملاتړ غنډه

په کابل کې د نظام په ملاتړ غنډه

عبدالمنان توحیدیار

د جمعې په ورځ کابل ښار غازي ستیدیوم د کابلیانو کوربه و او دومره خلکو ته یې غیږ کې ځای ورکړی و چې چا یې فکر هم نه شو کولی.

هغه ستیدیوم چې طالبانو به پکې خلک اعدام کول او په دورو به یې وهل، همغه سټیدیوم نن د جمهوریت کوربه و او د طالبانو خلاف یې کابلیانو ته د جمهوریت غیږ پرانیسته وه.

دوی ښکاره پيغام دا درلوده چې که حکومتونه هر ډول وي، خو جمهوریت چوکآټ به نه ماتیږي، ځکه همدا جمهوریت دی چې دومره خلک پکې راټولیدلی شي او خپل غږ پورته کولی شي.

په دې سره طالبانو ته ښکاره پيغام دا و چې غازي ستیدیوم به بیا ستاسو قصاب خانه نه وي، بلکې دلته به د یووالي غږ پورته کیږي.

د کابل د خلکو د جمعې ورځې غونډې ته نر او ښځې ملا او امي ټول راغلي و او ټولو د سولې غوښتنه کوله خو د جمهوریت په چوکاټ کې.

طالب که اوس هم د طالبانیزم او امارت خیال ګوري، نو خوشې لوده توب کوي، ځکه چې خلکو شل کاله د جمهوریت مزل کړی، د جمهوریت خوند یې کتلی، قربانۍ یې ورکړي او لا هم تیار دي چې د جمهوریت د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړي.

طالبانیزم ته خلک د پنجاب د حکمرانۍ په نظر ګوري او حق یې هم دی، ځکه د طالبانو حکومت کې د پنجاب حکمونه له کابل چلیدل.

دا یواځې کابل نه و، بلکې نورو ولایتونو کې هم خلکو ورته سترې غونډې کړي چې د سولې او جمهوریت غوښتنه یې کوله.

طالب چې د جګړې لپاره راپورته شوې پروژه ده، ځکه جمهوریت نه غواړي، چې طالب له ملت سره دښمني ده او هر هغه څه چې ملت یې غواړي، طالب یې نه غواړي.

طالب غواړي چې ټول افغانان باید د پاکستان حکومت او پاکستاني ملایانو په خوښه ژوند وکړي، خو داسې هیڅکله نه کیږي.

اوس د شل کاله وړاندې افغانستان نه دی، اوس فکرونه روزل شوي، اوس خلک پوه شوی دي، که طالب ته شل کال مخکې ځینو مواردو کې ښه راغلاست ویل شوی، لامل یې دا و چې د پخوانیو مجاهدینو له پاټکونو په تنګ و.

اوس چې خلکو جمهوریت او ولسواکي ولیدله، هيڅکله د طالب دورو او ډانګو ته نه ستنیږي چې د طالب په خوښه به ټول خلک ژوند کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button