په ښي که چپ اړخ خوب زړه ته ګټه لري؟

ژباړه: شمشاد افغان

د خوب په اړه به مو کلیوالې او عامې خبرې زیاتې اوریدلي وي، چې څنګه یې کول ښه او څنګه ښه نه دي.

روغتیا پوهان وایي، چې د خوب بڼه پر روغتیا، خاصتاً پر زړه ډېر اغېز لري.

ډاکټران باور لري، چې د خوب بڼه نه یوازې پر زړه؛ بلکې د ملا پر درد او د وجود پر نورو برخو هم اغېزې لري.

دلته به د دوی له نظره در ته ووایو، چې په ښي که کیڼ اړخ څملاستل ښه دي او خاصتاً زړه ته یې کومه بڼه زیاته ګټه لري.

روغتیا پوهان سپارښتنه کوي، چې د زړه ناروغان دې په کیڼ اړخ نه څملي. دوی په دې اړه ډېرې څېړنې هم نه دي کړي، چې د هغو په اساس د داسې ملاستې ګټې وښيي، خو اټکل کوي، چې د ښي اړخ ملاسته به نسبتاً ګټوره وي.

په کیڼ اړخ د زړه د ناروغانو د نه ویدیدو دلیل دا ګڼل کیږي، چې داسې ویدیدل پر زړه فشار زیاتوي.

د زړه د ښځینه ناروغانو په اړه یوه څېړنه ښيي، چې دوی ته د حمل لرلو پر وخت دواړه ډوله ویدیدل یو رقم دي. دوی ته سپارښتنه دا ده، چې د حمل په وروستیو میاشتو کې دې پر ملا نه څملي، ځکه پر رحم یې فشار راوړي او جنین ته یې زیان اړولی شي.

نور خلک څه وکړي؟

د نورو خلکو یا هغوی په اړه چې د زړه ناروغان نه دي، روغتیا پوهان وایي چې د دوی د خوب بڼه مهمه نه ده، د خوب کیفیت یې مهم دی.

په دې مانا، چې دوی څنګه ښه خوب کولای شي، هماغسې دې ویده شي. د خوب کیفیت روغتیا پوهانو ته یوه مهمه موضوع ده، چې ټینګار ورباندې لري او له خلکو غواړي، چې د ښه کیفیت لرونکي خوب د لرلو هڅه وکړي.

په ټوله کې روغتیا پوهان وایي، چې د خوب کمیت او کیفیت دواړه د روغتیا لپاره ډېر ضرور دي.

هغه کسان، چې کافي او مناسب خوب نه لري، د نورو خطرونو ترڅنګ د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر سره مخامخ دي.

دوی هغو کسانو ته، چې کافي او مناسب خوب نه لري، روغتیا پوهانو ته ورتګ ضرور بولي.

Exit mobile version