په ژمي کې دغو ویټامینونو ته بدن اړتیا لرئ

ژباړه: مریم محمدي

په ژمي کې د ډیری ناروغیو علتونه په بدن کې د ویټاممینونو د کمښت له امله انسان ته پیدا کېږي، چې تاسو کولای شي د خوړو په مرسته هغه ویټامینونه ترلاسه کړئ، کوم چې بدن ورته اړتیا لري.

ويټامين بي (Vitamin B)
ویتامین B ۱۲ په ژمي کې د ورځو د لنډوالي له امله کوم خپګان چې انسان ته پیدا کیږي د هغه مخنیوی کوي.

دغه راز ويټامين B د بدن رگونه اواعصاب پياوړي کوي، زړه او مغزو ته ډير گټور دي، د ژوند په لومړي سر کې د A ويټامين په څير بدن ته وده ورکوي رنگ تر و تازه، پوستکی غوړ، پوست او شفاف ساتي.

تاسو کولای شئ چې له غنم، دال، جوار چې پوستکي ولري، له ترکاريو، شیدو، ماستو، پنېر، بادام، پسته، ينه، غوښه او د هگۍ له ژيړو ويټامين B تر لاسه کړئ.

ويټامين B کمپلکس
د ويټامين ب د ډلې ټول ويټامينونه په ژمي کې په کافي اندازې سره استعمال کړئ. دغه ويټامينونه کاربوهاردرايډ په انرژۍ بدلوي تر څو د سون لپاره غوړ او پروتينونه مصرف کړي.

په همدې دليل ويټامين ب کمپلکس په ځانګړې توګه ويټامين ب ۱۲ له هغې وېرې او اضطراب څخه هم مخنيوی کوي، چې د ژمي په موسم کې د لنډ ورځو له امله خلکو ته پيدا کيږي.

ويټامين ډي (Vitamin D)
ویټامین ډي؛ د زوکام، والګي او نورو سختو تنفسي ساري ناروغیو ضد وسله ده.

ډاکتران وايي چې ویټامین ډي د زوکام، والګي او نورو سختو تنفسي ساري ناروغو خطر کموي. دغه ویټامین د روغو هډونو لپاره اړین دي او د ناروغیو په مخنیوي کې د بدن د دفاعي ځواک په وده کې هم مهم رول لري.

د انسان بدن چې لمر ته مخامخ وي، نو ویټامین ډي جوړوي او دا ویټامین په بدن کې ګرمي پیدا کوي.

خو په یخني کې د کمزوري یا کم لمر له امله دا ویټامین هم په بدن کې کمېدلی شي.

همدا وجه ده چې په ډېرو هېوادونو کې د ژمي موسم کې چې لمر نه وي، د اوسېدونکو په بدن کې ویټامین ډي هم کمېږي.

ویټامین سي ((Vitamin C
دا چې په ژمي کې عفونت، یخ وهل، ټوخی، تبه ورځ تر بلې ډيریږي، دې حالات نه د خلاصون لپاره ویټامین سي وکاروئ.

د بدن دفاعي نظام په ویټامین سي سره بکتریا او وایروس له منځه وړي.

تاسو د ویټامین د ترلاسه کولو لپاره دا خواړه وخورئ سبزیجات، تازه میوې نارنج، مڼه، انګور، لیمو، کیوي، مالتې، کینو په کَرمّ ، اینه اوغټ مرچک (دولمه) په زیاته اندازه شته دی.

ویټامین ای: (Vitamin A)
د ویټامین ای مصرف په ژمي کې د روغتیا لپاره ضروري خبره ده، دا ویټامین په یخ موسم کې د پوستي له وچوالي مخنیوی کوي.

همدارنګه ویټامین A له مکروبونو د بدن په خوندیتوب او ساتلو کې کلیدي رول لري. دغه ویټامین په ځکر، کبانو، غوړو شیدو، پنیر، کوچو او د چرګو په هګیو کې ډېر لیدل کیږي. دغه راز په نارنج او ګازرو کې هم ښه ډېر شته.

امګا ۳:
دغه ويټامين د ژمي په موسم کې ستاسو په روغتيا کې مهم رول لوبوي. امګا۳ غوړ اسيدونه د وينې د غوړو کچه برابروي. ډېری کسان د ژمي په موسم کې د عضلو په ناروغيو باندې اخته کيږي او دې خلکو لپاره ښه خبره دا ده چې د امګا۳ مصرف د عضلو د درد مخنیوی کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button