په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

ریاض مقامزی
د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي.
په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو کې صورت نیسي. باید ووایو چې د ويښتانو سپينېدل د سر له دواړو اړخونو څخه پيل او بیا وروسته نورو برخه ته رسېږي.

د جینټيکي عواملو له کبله د ويښتانو سپينېدل
په دې شرایطو کې سپين پوستي له شل کلنۍ وړاندې او د نورو نژادونو خلک بیا له دېرش کلنۍ وړاندې له دې ستونزې سره مخ کېږي. اکثره خلک فکر کوي دا سپينوالی د سټریس (فشار) له کبله دی، خو زموږ د ګومان خلاف ددې سپينوالي اصلي علت جينيټکي دی، چې له بده مرغه هېڅ درملنه هم نه لري.

د ويښتانو د سپينېدو علتونه

۱. طبیعي
ـ د عمر ډېروالی
ـ وراثت

۲. د ويښتانو غیر طبیعي سپينېدل
– د جسمي قوت کموالی
– دوامداره فشار
– د خشکۍ ډېرښت
– ناسم خواړه
– د ويښتانو د ښه والي لپاره د بې کیفيته توکو کارول
ـ سیګرت څکل

آيا د ويښتانو د سپينېدو مخه نيولی شو؟
ددې کار شونتيا په علت پورې اړه لري. که سپين والی د عمر د زیاتوالي او جینيټکي عواملو له کبله وي، پرته له رنګ کولو نور هېڅ هم نه شو کولای. خو که نور فکټورنه دخېل وي علاج یې شونی دی.
له هر څه وړاندې کوښښ وکړئ منظم او مناسب غذايي رژيم ولرئ، داسې خواړه وخورئ چې ستاسو د بدن د اړتيا وړ توکي پوره کړي. ددې ترڅنګ که تاسو سیګرټ څکوئ باید ژر تر ژره یې پرېږدئ تر څو د بدن د نورو غړو د روغتيا ترڅنګ د ويښتانو د صحت تضمین مو هم وشي.
که تاسو له خپلو ويښتانو سره مینه لرئ او له هر ډول توکو ګټه اخلئ تر څو ويښتان مو لا ښايسته شي دا کار ډېر خطرناک دی. ځکه چې بازار له بې کيفیته توکو ډک دی، نو کوښښ وکړئ با کیفیته توکي وکاروئ.
همدارنګه د فشار د کمولو طریقې زده کړئ. هڅه وکړئ خپل فشار مدیریت کړئ او ذهني سکون ته لاره پيدا کړئ. همدارنګه ځينې نورې لارې هم شته، چې په لنډ ډول ورته اشاره کوو:

پياز او د لیمو اوبه
د پيازو په اوبو کې داسې انزایم شته، چې هايدروجن پروکسید بې اغېزې کوي، نو ځکه د ويښتانو د سپينېدو مخه نیسي.
ددې نسخې د چمتو کولو لپاره تاسو کولای شئ د یوه غوټه پيازو او لیمو څخه ګټه پورته کړئ. د دواړو اوبه سره ګډ کړئ او هره شپه پرې خپل ويښتان لانده کړئ. ډېر ژر به یې پایله ووينئ.

د بادامو تېل
لومړی مو باید ويښتان په شامپو پرېمينځئ او بیا په بشپړ ډول وچ کړئ. له هغه وروسته د بادامو په تېل یې غوړ کړئ. کوښښ وکړئ تېل د سر ټولو برخو ته په مناسبه اندازه ورسېږي. همدارنګه تاسو باید دا کار په اونۍ کې درې يا څلور ځلې تکرار کړئ. په لنډ وخت کې به یې ښې پايلې ووينئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button