په پیښور کې څلور اړخیزه غوڼده

عبدالمنان توحیدیار

تازه راپورنه دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مشاورین او نظامي کسانو یې پيښور ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو او حقاني شبکې له مشرانو سره د ای ایس ای په منګړتوب لیدلي دي.

د دې لیدنې اصلي هدف دا ښودل شوی چې طالبان او حقاني شبکه به روسيې ته تضمین خط ورکوي چې له افغانستان څخه به روسیې ته هیڅ ډول ګواښ نه پيښيږي، دا ګواښ به نه د طالبانو له لوري وي او نه د حقاني شبکې له لوري.

دغه راز روسیه به طالبانو او حقاني شبکې ته پيسې او تجهیزات ورکوي چې د روسیې په استازیتوب باندې افغانستان کې له داعش ډلې سره جګړه وکړي او دې جګړه کې به یواځې د روسیې هدفونه ترلاسه کوي.

دا ناسته چې تازه د پيښور ښار کې د طالبانو او حقاني شبکې له مشرانو سره شوې، پایله دا شوې چې تضمین خط اخیستل شوی او د پاکستان استخباراتو د طالبانو او حقاني شبکې ضمانت روسيې ته کړی دی.

د پاکستان استخباراتو ګټه په دې ناسته او دې تضمین کې دا ده چې روسیه به ځینې جنګی وسایل پاکستان ته ورکوي او نظامي ټکنالوجۍ کې به همکاري ورسره کوي.

طالب چې هر ځای په توان پوره وي، د افغانستان او افغانانو په سر سودا کوي، دا یو مورد دی چې ډاګیز شوی دی، تر دې وړاندې طالب له هر چا سره د افغانانو پر سر سودا کړې چې د طالب ګټه پکې وي.

طالب چې د افغانستان د جګړې امکانات له بې دینه هېوادونو څخه اخلي، بیا دې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي او د اشغال پرضد جګړه یې بولي او خلکو ته ښيي چې دوی د اسلامي حاکمیت لپاره جګړه کوي.

طالبانو کلونه دا ډول معاملې کړي او بیا یې په مقابل کې خپل افغانان قرباني کړي او خپل وطن یې وران کړی دی.

طالب د جګړې کرايي قاتلین دي چې هر چا ډیرې پيسې ورکړې، له هم هغوی سره کار کوي او که چا پيسې ور نه کړې، هیڅ کار ورته نه کوی.

طالب ته نه خپل هېواد، نه خلک او نه خپله کورنۍ اهمیت لري، طالب ته یواځې شخصي ګټې مهمې دي، او که د دې ګټو په بدل کې هر څومره ویجاړی کیده او هر څومره افغانان قربانی کیدل، طالب یې کیسه کې نه دی.

خو ای کاش

چې طالب خو دا هر څه د اسلام په نوم نه کولی، څنګه کیدلی شي چې له بې دینه هېوادونو امکانات او پيسې واخله او بیا پرې خپل افغان وژنه، ایا دا انسانیت دی، ایا دا اسلامیت دی، ایا دا افغانیت دی؟

ای کاش

چې یو شمېر جاهله افغانان د طالبانو په دې پروژو باندې خبر وی او نور یې له طالب سره وسله ایښی وی او خپل عادي ژوند یې کړی وی.

طالب معامله ګر و، معامله ګر دی او معامله ګر به وي، تر هغې چې جګړه کې د طالب ګټې وي، تر هغې به سوله نه وي او جګړه به دوام پيدا کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button