په يو ټيم کې په شريکه د کار کولو ګټې

فرهاد زهیر
ګډ کار يا په يو ټيم کې په شريکه کار ډېرې ګټې لري، مګر بدبختانه دا بايد په تاسف سره ووايم، چې دلته یوه لویه بدبختي دا ده، چې ځوانان په ګډه یا یو ټیم کې کار نه ترسره کوي. هر يو ځان ځاني خوښوي، هر یو ځان ته بېله، بیله جنډه پورته کوي، او کوښښ کوي د یو کار ترسره کولو کریډټ ټول پخپله ځان ته واخلي.!

د نورې نړۍ خيريه بنسټونه چې وګورئ، يو به رئيس لري، سل نور به يې غړي وي او د رضاکار په صفت به هر يو کس خيريه بنسټ سره کار کوي٠ کله چې بنسټ يو خير کار کوي، نو ټول يې په ګډه کار کوي، او کريدټ هم ټول په ګډه اخلي.

زموږ وطن کې يو کس ټول خيريه بنسټ چلوي٠ کار په يو ګروپ، يو ټيم او په ګډه خوند کوي٠ هر ګډ کار او فعاليت اغيز د انفرادي کار څخه سل چنده بهتر وي٠ دا چې هر يو کس بيله بيله جنډه پورته کړي وي، دا د ځان ځانې نښه ده٠ نوره دنيا کې که کوم بنسټ غړي و نه لري او ګډ فعاليت و نه لري، هغه کس او د هغه بنسټ ورته د باور او منلو وړ نه دي. نور به مو څه سر خوږوم. په پښتو کې یو مشهور متل دې، چې په یو ګل نه پسرلې کېږي.

دا چې زموږ خلک په ګډه یا په یو ګروپ کې کار نه شي ترسره کولای، د دې ډېر سببونه او ډېر علتونه دي. د بېلګې په توګه، کله چې یوه کورنۍ کې ماشوم وي، هغه کورنۍ دا ماشوم د نورو همزولو سره پرتله کوي، چې پلانکې د تا نه ښه دی، هغه ډېر درس وايي، او ته درس نه وایې. دا پرتله کول پخپله د ګټې په ځای ډېر تاوانونه لري. ماشوم بخيل او منفي فکر سره را لويږي. که ماشوم لوی هم شي، نو چې هر ځای ته ځي ځان د نورو سره پرتله کوي، او هیڅ نه غواړي چا ته ځان کم راولي یا چا ته ووايي، زه په دې کار نه پوهیږم.

تاسو مختلفو ښوونځيو یا پوهنتونونو ته لاړ شئ، یوه اداره کې به ډېر ښوونکي کار کوي، خو یو د بل سره به جوړ نه وي. یو به یو سره خبرې نه کوي، او همداسې د یو بل شخصيت وژنه کې به خپله انرژي مصرفوي. اصل کې باچاه خان بابا وايي: په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلافات خودغرضې څخه پېدا کېږي. یوه لويه ستونزه زموږ ټولنه کې دا هم ده، چې هر یو کس خودغرضه دې.

د نړۍ مشهوره بشرپاله مېرمن، مور ترسا وايي: تاسو هغه څه کولای شئ، هغه زه یې نشم کولای. زه چې هغه څه کولای شم، هغه تاسو نه شې کولائ؛ خو په ګډه موږ کولای شو لوی کارونه ترسره کړو.

اوس که یو کس وايي، زه ټول کارونه پخپله ترسره کوم. بلکل ټول کارونه به مخ په وړاندې بوځي، خو که يو ځای کې وړې ستونزې سره مخ شي، نو بیا یې ټول هغه فعالیتونه د ځنډ سره مخ کېږي ؛ مګر ګډ کار کې د یوې ستونزې حل د یو همکار لخوا ضرور منیځ ته راځي.

هر انسان یوې نېکې مشورې، همکاري او اصلاح ته اړتیا لري، نو دا هغه وخت مینځ ته راځي، چې کله یو ښه ټیم موجود وي ، او ټول همکاران په ګډه کار کولو څخه خوند اخلي.

د ګډ کار لپاره مهم ټکي کوم یو دي؟

لومړی د ګډ کار لپاره متقابل احترام، او فیډ بیک ډېر مهم دی. دوهم د ګډ کار لپاره باور همېش موجود وي. دریم مسئولیت د هر چا معلوم وي، او هر یو باید خپل کار په ټاکلي وخت ترسره کړي. څلورم د همکارانو په مینځ کې اتفاق پکار دې. پنځم مهم ټکې صداقت او تشویق دې.

د ګډ کار ګټې کومې دي؟

لومړی، د حل لاره هرې ستونزې ته ډېر ژر پېدا کېږي. دوهم، ډېر ژر نوي او ګړندي نوښتونه مینځ ته راځي. دریم، ستونزې ډېر ژر په ګوته کېږي. څلورم، د تولید وده ډېر ژر لاس ته راځي. پنځم، سالم رقابت د ټولو همکارانو لخوا مینځ ته راځي.

همدارنګه د ګډ کار په اړه ډېرې ویناوې دي لکه، وړتیا لوبه ګټلې شي، مګر د یو ټیم په ګډه کار او زیرکتیا اتلولي همېش لاس ته راوړي. په هر حال، په لنډیو الفاظو کې به ووایو، چې په ګډ کار کولو سره هر څوک ډېر څه تر لاسه کولای شي.

په دې هیله چې په ګده خپل ګران افغانستان ته خدمت وکړو، او د ټولو بدبختیو څخه يې لرې وساتو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button