په هند کې د لودیانو بری او د ماتې لاملونه

استادشهسوار سنګروال

(په تېرپسې)

سلطان بهلول دوه مېرمنې درلودې، چې يوه يې د تره لور (اسلام خان) شمسه بي بي وه چې پلار يې شمسو بلله .دويمه مېرمن يې د سرهند د يوه زرګر لور وه چې زيبا نومېده خو په بي بي ستارې يادېده.

د سلطان يو زوی چې د شمسي بي بي له نسه وه خواجه بايزيد نومېده. هغه مهال چې بهلول له ډيلي نه سرهند ته لاړ، د ډيلي د سلطنت نايب يې وټاکه ،چې ۰په پای کې د خپل نوکر لخوا ووژل شو.

بل زوی يې اعظم همايون ياد شوی دی، چې د لودي سکندر په مهال د «لکنوتی» حکمران وه.

د سلطان بل نامتو زوی نظام خان وه چې وروسته په سلطان سکندر ياد شو. دی د بي بي ستارې زوی وه چې په ۸۵۷ هـ کال زېږېدلی دی.

د پلار د واکمنی په مهال له سلطان شرقي او ناتار خان سره سخته جګړه وکړه ۸۱۰ هـ کال په شاوخوا کې د سرهند او پاني پت حکمران وټاکل شو.

کله چې په ۸۹۴ هـ کال بهلول ومړ. دی د سلطان سکندر په نوم په تخت کېناست. مبارک خان د بهلول بل زوی دی چې د شمسۍ بي بي له نسه و. ور پسې عالم خان وه، چې په سلطان علاوالدين يادېده. شهزاده جلال خان د ده يو بل نامتو زوی وه، چې له سلطان محمود شرقي سره يې ډغرې وهلې دي.شهزاده فتح خان، جمال خان، ميا محبوب خان او موسی خان د ده نور زامن دي. چې د ټولو شمېر يې ۹ تنو ته رسېده. په تاريخ کې د سلطان بهلول لودي د دوه لوڼو يادونه هم شوې ده، چې يوه يې د شيخ صدر جهان سرواڼي مېرمن وه او بله يې د شاه عبدالله قريشي.

همداراز موږ په تاريخ کې د خان جهان لودي په نوم څو نوميالي پېژنو، چې لومړی يې د سلطان بهلول لودي وزير وه. هغه مهال چې سلطان پنجاب ته روان شو دی يې د ډيلي چارو ته وګماره.

دويم خان جهان د ده زوی وه چې اصلي نوم يې احمد خان وه. ولې کله چې خان جهان لودي ومړ (۸۸۴ هـ). سلطان، د ده زوی احمد خان ته د خان جهان لقب ورکړ او د ډيلي چارو مرستيال يې وټاکه.

موږ پدې نوم نور پياوړي او وياړلي هم لرو چې پخپل ځای به يې يادونه وکړو. د مخه مود سلطان سکندر يادونه وکړه، چې نوموړي د پلار له مړينې وروسته د پلار ځای ناستی وټاکل شو.د لودي سکندر (۸۹۴ – ۹۲۳) مور زيبا يا هيما نومېده چې د بې بې ستارې پنوم يادېده. دا د بهلول دويمه مېرمن وه. دغه نامتو ټولواک هندوستان ته په سياسي، اقتصادي، نظامي او حقوقي برخو کې ډېر خدمتونه کړي دي.

تاريخ پوهان د ده دکړنو په اړه په دې اند دي، چې دی دهند له ډېرو مهمو ټولواکو څخه ګڼل کېږي .ان تر دې چې دغه پېر، د هند په تاريخ کې طلايي دوره ګڼل کېږي. د دې ټولواک په وخت کې د سنبل او اګري ښارونه دومره ښکلي جوړ شول، چې د هند وګړي يې له ډېرو لرې ځايونو نه نندارې ته راتلل.

نوموړي که له يوې خوا د هند د بيا رغونې هغه چارې او ورانې ويجاړې و رغولې، کوم چې د ګوډ تېمور له خوا دغه هېواد ته اوښتې وې .خو له بلې خوايې په ملک کې د عدل او انصاف نظام هم پلې کړ، سلطان سکندر که له نظام نه دفاع هم کوله ولې د هېواد مدني او ښونيزو ارزښتونو ته يې هم وده ورکړه .د لودي سکندر په مهال د پوځ روزل، د اګري د ښار بنسټ، د ياغيانو ځپل، په هېواد کې د امنيت ټينګښت، د بيت المال ساتنه، د هيواد د شتمنيو رغونه، د علماوو روزنه او پالنه، د شرعي اوامرو اطاعت، د خلکو عرايضو ته لاس رسی، له خپلو حکمرانانو سره د ورورګلوی سلوک، د قوم مشرانو ته درناوی، د شورا جوړول چې شمېر يې «۷۰» اويا تنو ته رسېده، د علما وو د پرېکړو درنښت، د قضايي فيصلي عملي کول، د قضايي شورا تاسيس چې له دوولس ۱۲ مفتيانو او له سترو علماوو څخه جوړه وه.

په هېواد کې د مدرسو جوړول، د ادبياتو پرمختيا او پراختيا ته پاملرنه، د اسلام له مذهب نه سربېره د نورو مذهبونو درناوی، برهمنيانو او هندوانو له مسلمانانو سره يو ځای د ملک په ابادۍ کې مساوي ونډه درلوده. په هند کې د کرهنې پراختيا، د زده کړې د ښوونيز نظام پرمختيا، د زده کړې او لوست اسانتياوې، لومړنۍ طبي ښودنې، د دوديزو علومو د ودې او پرمختګ لپاره د ښوونځيو جوړول، د ماشومانو روزنه، د هند له بېلابېلو سيمو نه د علما وو را ټولول، د کتابونو چاپول، د علمي مناظرو جوړول او د هند د ودې او پرمختګ په لاره په سلګونه نور کړه وړه يادولی شو.

همدارنګه د لودي سکندر په مهال د ښارونو جوړولو ته هم پاملرنه وشوه، بندونه او ويالې هم جوړې شوې، د پادشاهۍ فرمانونو اعلانول، د پوستي مرکزونو جوړول، د مالياتو د ټولولو سيستم، د توکو نرخونو څارنه، د لاسي صنايعو وده او پرمختګ او نور د يادولو وړ دي.

د سلطان سکندر د واکمنۍ د مهال يوه ډېره مهمه پېښه د هندوستان د نوې پلازمېنې جوړول وه او په دې هيله چې د هندوستان د سهيل لوېديځو پولو، د ټينګولو لپاره د هېواد پلازمېنه «اګره» وټاکي. نو په دې بنسټ يې د اميرانو يوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د جمنا سين دواړه غاړې وګوري.

ګمارل شوي پلاوي همدغه ځای د اګرې د ښار لپاره وټاکه، چې بيا وروسته سلطان هم راغی او د اګرې د ښار ډبره يې په همدغه ځای کېښوده.

هماغه وه چې سلطان د هيواد نوې پلازمېنه اګره وټاکله. او پخوانۍ پلازمېنه چې د ډيلي په «سيرۍ» کلا کې وه اګرې ته ولېږدول شوه.

امير په هندوستان کې د يوه با ثباته مرکزي حکومت د ټينګښت لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، ډېر کړاوونه يې وګالل او په بېلابېلو جګړو کې برخه واخسته چې موږ د تاتار خان جګړه، د بيانی بريد، د جونپور جګړې، د بهار نيول، د بنګال جنګ، د «پټني» بريد، د مندرايل جنګ، ګواليار بريد او په لسګونونور واړه واړه جنګونه د بېلګې په توګه يادولی شو.

سلطان سکندر غوښت چې د ګواليا رياغيان اېل کړي، ولې د هغې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه شوه دا ارمان يې ترسره نشو.

هغه مهال چې نور يې خواړه له ستوني نه تېرېدل نو بيا يې د دربار ملازم را وغوښت او ورته وې ويل: «زما د قضا لمونځو او روژو کفاره وشمېره .شيخ لاوڼ حساب وکړ او بيا سلطان حکم وکړ زما له خپلې خزانې څخه… دې ورکړشي… درباريان هيښ پاتې شول، چې سلطان خزانه له کومه کړه؟ خزانه دار وويل: سلطان ته چې نورو هېوادونو سوغاتونه را لېږل ماته به يې حکم کاوه دا ګوښه ږده… د سلطان ځانته خزانه دغه خزانه ده.»()

سلطان د ورپېښې ناروغۍ له کبله په ۹۲۳ هجري کال د ۲۸ کالو پاچاهۍ وروسته د ۶۶ شپږشپېتو کالو په عمر په اګره کې ومړ، چې جنازه يې د هغه زوی سلطان ابراهيم ډيلي ته يوړه او په هغه ځای کې يې خاورو ته وسپاره چې اوس د نوې ډهلي د لودي هديرې يالودي ګارډن په نوم يادېږي.

د سلطان سکندر له مړيني وروسته د هند د طلايي تاريخ کمبله ټوله شوه او په ځای سلطان ابراهيم لودي د سلطنت په تخت کېناست. لودي سکندر که څه هم شپږ زامن لرل خو د درباريانو او سردارانو په سلا لودي ابراهيم په ډيلي کې پاچا شو.

په ټوله کې او په ځانګړي ډول د هند په نيمه وچه کې د پښتنو د واکمنۍ د زوال لامل خپل مينځي اخ و ډب وه. نو دلته چې لومړی اړدوړ پېښ شو، هغه هم د دوه سکنيو وروڼو يانې سلطان ابراهيم او شهزاده جلال خان ترمنځ وه.

د تاريخ په اوږدو کې د دا ډول لانجو تر شا ډېر ځله د درباريانو او جا ګير دارانو لاس وه. دلته هم همداسې وشول. جلال خان د اعظم همايون زوی فتح خان خپل وزير وټاکه او په «جونپور» کې خپلواک حکومت جوړ کړ.

ابراهيم لودي بيا د پنجاب حکمران يو نامتو جاګيردار لودي دولت خان خپل وزير وټاکه، ـچې دواړو وروڼو پدې ناوړه کار سره د سلطان سکندر پدې واکمنۍ د وېش دوره پيل کړه.

د لودي ابراهيم يوه لويه تېروتنه په دې کې وه چې نوموړي په ډېره بيړه او په ډېر ناوړه چلند خپل درباريان له ځانه خپه او خوابدي کړل چې سلطان پدې کار سره د خپل پلار او نيکه دود او دستور ته د پای ټکی کېښود. اميران يې دې ته اړ کړل، چې کله سلطان دربار ته را ننوځي بايد دوی ټول ورته لاس په نامه ودرېږي. ټول خپلوان يې له ځانه پردي کړل، هغه پدې مانا چې سلطان قوم او خپلوان نه پېژني. حال دا چې پلار او نيکه يې له جاګيردارو، د نورو مشرانو او درباريانو سره يوځای په ځمکه کېناستل او کله په دربار کې لاس په نامه سلطان ته نه درېدل.

سره د دې ټولو خبرو بيا هم يو شمېر سرداران او مشران پدې خوښ نه وه چې د هند ټولواکمني دې ووېشلی شي. پدې لړ کې خان جهان د بېلګې په توګه يادوو چې د سلطان حضور ته ورغی او د هندوستان د وېش په وړاندې ودرېد او هغه سردارن يې وګواښل چې لودي ابراهيم ته په دې اړه سلا ورکړې ده.

په سلطان ابراهيم باندې د خان جهان خبرې ډېره اغېزه وکړه، بيا يې څو ليکونه او مخور کسان جلال خان ته ولېږل خو په نوموړي شهزاده يې کومه اغېزه ونکړه.

بيا نوسلطان د بهار حکمران لواڼی دريا خان، د غازي پور حکمران لواڼی نصيرخان او يو شمېر نورو ته ليکونه او سوغاتونه، واستول چې د جلال خان واک او ځواک ته غاړه کېنږدي.

هغه مهال چې شهزاده لدې نه خبر شو چې سلطان غواړي د «جونپور» د شاوخوا سيمو جاګيرداران او سرداران د ده په وړاندې لمسوي نو بيا يې په جونپور او يا «کالپي» کې د پاچاهۍ اعلان وکړ او ځان يې د سلطان جلال الدين په نوم ياد کړ، خطبه او سکه يې هم په خپل نوم کړه.

سلطان په ډېره بيړه د اعظم همايون په مشرۍ يو لښکر د «کالنجر» کلا د نيولو لپاره ور ولېږه. هغه وه چې شهزاده جلال خان (سلطان جلال الدين) يو ليک اعظم همايون ته ولېږه. په داسې حال کې چې د کالنجر کلا يې محاصره کړې وه، نوموړي چې ليک ولوست چې ده ته يې د تره خطاب کړی وه او بيا يې خپله بې وزلي او د سلطان زور زياتی ور په ګوته کړی وه په اعظم همايون يې اغېزه وکړه. هغسې خو نوموړي هم له سلطان ابراهيم نه ښه زړه نه درلود او د يو شمېر نورو سردارانو په څېر دی هم ترې خوا بدی وه .نو کلا بندي يې ماته له ټول پوځ سره جلال خان ته تسليم شو. له دغې بد مرغۍ وروسته د شهزاده ګانو او په ټوله کې د هندوستان د پښتنو تر مينځ خپل مينځي جګړه پيل شوه.

په ۹۲۶ هـ (۱۵۲۰ ز) کال سلطان ابراهيم د يوه لوی لښکر سره د جونپور په لور وخوځېد. کله چې اعظم همايون او زوی يې فتح خان (د ده وزير) خبر شول دواړه بېرته سلطان ته را واوښتل او د سيمې يو شمېر نورو جاګيرداران هم د قنوج سيمې ته را ورسېدل او د لودي ابراهيم ملا يې وتړله.

سلطان جلال الدين ځان «کالپي» کلا ته ورسوه او ابراهيم لودي د لودي اعظم همايون، شرواڼی اعظم همايون او لواڼی نصير خان په مشرۍ د ۳۰ دېرش زره شاوخوا کې پوځ ور ولېږه.

جلال خان غوره وګڼله چې د کالپي کلا پرېږدي او په اګرې بريد وکړي بيا نو ابراهيم لودي د ملک ادم خان کاکړ په مشرۍ اګرې ته يو لښکر واستوو او جلال خان ته يې وويل که چېرې د پاچاهۍ نېشه له سره لرې کړې نو سلطان به تا وبښي.

شهزاده جلال دا ومنله ولې له بده مرغه سلطان ابراهيم د ملک ادم خان ليک ته کوم باور ور نکړ او شهزاده جلال خان دېته اړ شو چې «ګواليار» راجا «راجه مان سنګ» ته پنا يوسي.

په ښکاره خو سلطان ابراهيم په دېر بري سره اګرې ته ننوت او د خپل پلار ټولواکمني يې تر دغه دمه وژغورله. ولې بيا هم يو شمېر سرداران او واکداران يې غلي نشول په پټو او څرګندو لاسوهنو يې لاس پورې کړ.

سلطان د خپلې ټولواکمنۍ د ټينګښت لپاره يو شمېر باوري کسان په بېلابېلو سيمو کې په دنده وګمارل:

لودي دولت خان يې د ډيلي چارو ته وګماره، د سرهند حکومت يې کريمداد توخي ته وسپاره، هيبت خان يې په دوآبی کې مقرر کړ، چنديري سيمه يې شيخ محمد پرملي ته ورکړه او همداراز سلطان محمد خلجي، عيسی خان او يو شمېر نور يې په بېلابېلو دندو وټاکل.

ولي له بده مرغه چې سلطان يو شمېر منلي او مخور مشران چې د ده د پلار ډېر نږدې دوستان هم وه، نه يوازې له کاره ګوښه کړل بلکې يو شمېر يې بې عزته هم کړل لکه «ميا بهوا» چې ځنځير په غاړه يې د اګرې کوټوال ملک ادم کاکړ ته وسپاره او پس له څه وخته په هغه بند کې پسې ومړ.()

سلطان ابراهيم له يوې خوا د خپل پلار او نيکه دوستان خوابدي کړل او د هغوی دودونو ته يې د پای ټکی کېښود. خو له بلې خوا د خپلې بېباکۍ له پلوه په خپل زور دومره مغرور شو، چې د ده سترګې يې ورپټې کړې وې.

سلطان د جلال خان د نيولو لپاره «ګواليار» ته يو ستر پوځ ولېږه، نوموړی چې پوه شو له هغه ځای نه يې پښې سپکې کړې او د مالوي پاچا دويم خلجي سلطان محمود (۹۱۷ – ۹۳۷ هـ) ته پناه يووړه.

د ګواليار د کلا بندۍ د لا سختولو لپاره نور پوځونه هم هلته ورسېدل، چې کله راجا «مان سنګ» ومړ، نو د سلطان ځواکونو هغه سپېڅلی د سرو زرو د غوا بت چې په «باول ګر» کلا کې د هندوانوعبادت لپاره اېښودل شوی و، لودي ابراهيم ته ولېږه، چې سلطان بيا دا په ډيلي کې د خپل بري د نښې په توګه د «بغداددروازې» په سر وځړاوه.

په پای کې جلال خان د سلطان ابراهيم د ځواکونو په لاس کېووت او ووژل شو . له لدې سربېره د سلطان په امر نور ډېر نږدې او منلي سرداران بند ته ټېل وهل شول، چې موږ اعظم همايون او زوی يې فتح خان د ساري په توګه يادولی شو.

د هرې ورځې په تېرېدو سره درباريانو، قومي مشرانو او د بېلابېلو سردارانو باور د سلطان په کړو وړو کمېده. دوی نه يوازې غلي پاتې نشول بلکې د سلطان په وړاندې را پاڅېدل او په اړدوړ يې لاس پورې کړ. ډېرې دا جګړې خپل مينځي وې، دواړو لورو ته پښتانه وژل کېدل. که له يوې خوا پښتانه يو د بل په وړاندې جنګېدل، خو له بلې خوا د افغانانو ستر دښمن بابر دغه پېښې څارلې او ان تر دې چې د سلطان باوري دوست اسلام خان د اعظم همايون زوی سره په جګړه کې لس زره پښتانه ځوانان ووژل شول او اسلام خان هم همدلته مړ شو.

که څه هم بابر په پرلپسې توګه د هند د نيولو هڅې وکړې، ولې هر بريد يې له ماتې سره مل وه. خو بيا هم نهيلی نه وه، دا ځکه چې سلطان ابراهيم د هرې ورځې په تېرېدو خپلې مټې رېبلې .د اعظم همايون او د هغه د زوی وژنه، د ميا حسين له مينځه وړل او د لودي دولت خان پاڅېدل دا ټول هغه څه وه چې بابر ته يې د بري چانس په لاس ورکړ.

لودي دولت خان د سلطان ابراهيم ډېر نږدې وزير، پدې پوه شو چې د سلطان بېباکۍ ټول ملک نا ارامه کړی دی .نو پرېکړه يې وکړه چې د پښتنو ميراثي دښمن بابر ته بلنه ورکړي چې په هند بريد وکړي.

د سلطان تره، سلطان علاوالدين د دربار نږدې وزير او تربور لودي دولت خان، د لودي ابراهيم ملا ماته کړه.

د دولت خان لودي په لومړي او دويم جنګ (۹۳۱ هـ) کې دومره مېړني له دواړو لورو نه مړه شول چې څوک يې په ښخېدو نه رسيدل. د سلطان د پوځونو او د علاوالدين د لښکر تر مينځ هم د ډيلي په جګړه کې ډېر پښتانه ځوانان مړه شول. د بابر په پنځم بريد کې (۹۳۲ هـ) هم ډېر مېړني پښتانه تر خاورو لاندې شول.

له يوې خوا د پښتنو سردارانو خپل مينځي جګړې او له بلې خوا د بابر پرلپسې بريدونو، د دې زمينه برابره کړه چې په پای کې بابر د پاني پټ په جګړه (۹۳۲ هـ) کې د پنځلس زرو پوځونو په مټ په داسې حال کې چې سلطان ابراهيم د سل زرو په شاوخوا کې پوځيان لرل بری ترلاسه کړ.

د دې بري لاملونه دا وو چې د سلطان ابراهيم پوځونه د څومره والي او څرنګوالي له مخې د پرتلې وړ نه وه. له يوې خوا د پوځونو بې باوري، ستړيا، نايوالی، نامنظم توب او له بلې خوا د بابر د ځواکونو نظم، د لوړ مورال درلودل او نور داسې څه چې د جګړې اصول وه او پخپله د بابر لارښوونې… دا ټول هغه څه وه چې د سلطان ابراهيم په ګډون د شپږ زره په شاوخوا کې پښتانه د جنګ په ډګر کې مړه شول او بابر يو تاريخي بری ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button