په نړیواله بې ساري کچه افغان ـ هند ورورګلویزه دوستي

په نړیواله بې ساري کچه افغان ـ هند ورورګلویزه دوستي
دا یو مسلم او منلی حقیقت د ی چې په ټوله نړۍ کې داسې دوه هیوادونه نه شوموندلی لکه افغانستان اوهندوستان چې یوتربله ورته والی اوتاریخي دوستي سره لري . دا اړیکي خورا لرغوني او د اوږدو پیړیوپه بیلا بیلو پیړیو کې رامنځته شوي . زرګونه کلونه پخوا د تاریخي اریانا او اوسني افغانستان د شمال څخه د جنوب په لوري بیلابیل دراویدي او اریایي قومونه د سیند ، جمنا، ګنګا ،برهمیترا او د هند سهیل رودونوشنو سیمواوښیرازه وادیګانو ته کوچیدلي اومیشته شوي . د دواړو هیوادونو د ګډ فرهنګ تاریخي بنسټونه رامنځته شوي .
د بودا مذهب له هندوستان څخه د افغانستان ختيځ اوشمال ته لاره ومونده چې د هغه د بډای فرهنګ نښې او لاسته راوړنې زموږ د تاریخ ویاړلی میراث دی . همداراز داسلام دین هم له افغانستان څخه هند ته خپوراو په هغه هیواد کې اسلامي لوی پوهان ، صوفیان اوشاعران رامنځته شول چې د هند دلوی تاریخ یوه مطرح برخه ده .
په دواړو هیوادونو کې ګډ مزارونه تر دې مهاله شتون لري .
د حضرت ابوالمعاني بیدل ،خواجه معین الدین چشتي ، امیرخسرو بلخي ، شیرشاه سوري ، د لودي شاهانو قبرونه په هند او بیا د هندي امپراتور ظهیر الدین محمد بابرزیارت په کابل او د جلال الدین محمد اکبر له خواد جلال اباد د ښارجوړښت ، د کندهار چهل زینه او د آشوکا په فرمان د چهل زیني په لمنه کې ډبر لیک او په نورو بې شمیره برخو کې زموږ د وروڼو هیوادونو ترمنځ تاریخي اړیکي له نیکه مرغه تردې مهاله شتون لري .
دادی د هند دوست دولت په نړیواله کچه لومړنی هیواد دی چې د جګړه ځپلي افغان ولس مرستې ته یې راودانګل او د بې شایبه دوستی په نوم د کویید ۱۹ کورونا وبا ضد پنځه لکه دوزه واکسینه د افغانستان دولت ته ورکړل شول . دا داسې ورځ ده چې د پاکستان لوی رسوا شيطان اوابلیس دولت د پوځیانوله خوا په کونړونو او لوی نـنګرهار توغندي وویشتل شول . لعنتي پاکستان ځانمرګي تور لیوني سپي د افغان وژنې لپاره رالیږي خو لوی هند تردې مهاله درې میلیارده ډالروپه کچه له افغانستان سره مرسته ترسره کړي اوزموږ هیواد د ودانولو او سمسورتیا په هیله په زرګونو،زرګونو افغان روزي . د سلما لوی تاریخي بند دافغان ـ هند د دوستی نښه ده . دافغان ماشومانو د درملنې په موخه کلونه ،کلونه د اندرا ګاندي روغتون د هندي متخصصینو خدمتونه او افغاني ډاکترانو روزنه د هیرولو وړ نه ده . په کندهار کې د کرنې د علومو او تکنا لوژۍ پوهنتون او دسړوخونو جوړول د هند دوستي په ډاګه کوي . د کابل د ځمک تل اوبو د بډاینې اوښیرازی لپاره یې د شاه توت بند جوړول او د کابل د سید د اوبوزیرمه کول یوه بله ښیګڼه ده . د هیواد د پارلمان عصري وداني او لوی کتابتون جوړیدل د یادولو وړدي . لوی اودافغانانو دوست هند د افغانستان وسله وال پوځ او پولیسو په روزنه کې کارنده رول لوبولی دی . د دوښمن د ټکولو په موخه یې مي ۲۵ اومي ۳۵ هیلیکوپترونوډالۍ کول او د مساپرو د لیږد رالیږد اسانتیا لپاره د ایربس الوتکې وړیا ورکړه اوسلګونوملي بسونومرسته د هند حسن نیت په ډاکه کوي . هند دوست دولت د کریکټ افغان لوبغاړو د تمرین او روزنې لپاره د هندوستان ټول کریکټ لوبغالي د هغو په واک کې ورکړي او په کندهار کې یې دکریکټ یوعصري لوبغالی جوړ کړی دی . د افغانستان د بهرنی سوداګری د انکشاف لپاره یې د چابهار بندر، د زرنج دلارام دلوی لارې او سړک جوړونه زموږ د هیواد داقتصادي مټو د پیاوړتیا په مانا دی.
د هند دوست او ورور هیواد د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو ژورڅاګان ایستلي او افغانانو ته يې د کرکیلي تر څنګ د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي . روغتیایې کلینیکونه او د ناروغانولپاره صحي امبولانسونه د خوارځواکو ماشومانو د پیاوړتیا لپاره پروتین لرونکي بیسکیټونه خوراکي توکي او دارو درمل د هند د دوست هیواد ورور ګلوي په ډاګه کوي . په سلګونو نورو برخو کې د لوی هندوستان مرستې شتون لري چې د لیکنې د اوږدوالي له کبله د هغه یادونه به په بله لیکنه کې ترسره کړم .
ژوندی دې وي د افغانستان ـ هندوستان ورورګلویزه دوستي
مړاونابود دی وي نامرده لوی ابلیس د افغانستان په پټه اوښکاره لوی رسوا دوښمن پاکستان.
۷/۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button