په سوداګرۍ کې د مارکېټ موندنې رول

 

ژباړن: انبيا ژمن

مارکېټ موندنه په ټولنيزو علومو کې د نورو کليدي اصطلاحاتو په شان بېلابېلې پېژندنې او تعريفونه لري. آند پوهانو له خپل ليد سره سم د مارکېټ موندنې په اړه  بېلابېل تعريفونه وړاندې کړي چې د وخت په اوږدو کې بشپړ او منل شوي دي. مارکېټ موندنه د راکړې ورکړې د چاپېريال او د توکو او خدمتونو د زېږد (توليد)، وېش، پرمختګ او بيې ټاکنې لړۍ ده. د امريکا د کلرمونټ پوهنتون ښوونکي او د شرکتونو د مديريتي چارو سلاکار پيټر ډراکر سره له دې چې مارکېټ موندنه د مديريت له اصلي دندو څخه ګڼي، د مارکېټ موندنې اصلي موخه په لاندې توګه بيانوي: له مارکېټ موندنې څخه موخه د پلور ډېرښت دى. د پېرودونکو د پېژندنې او د هغه د موخو په اړه پوهاوي بايد په داسې توګه وي چې پېرودل شوي توکي د هغه له غوښتنې سره سم وي او ځان په خپله وپلوري.

په لنډه توګه ويلاى شو چې مارکېټ موندنه عبارت له داسې انساني کړنې او فعاليت څخه ده چې له لارې يې موخې او اړتياوې ترلاسه کېږي.

مارکېټ بېلابېل اړخونه لري چې په لاندې ډول څرګندېږي.

مارکېټ څېړنه: د پېرودونکو اړتياوو او مارکېټ ته کتنه د عصرې مارکېټ موندنې له لومړيو ځانګړتياوو څخه ګڼل کېږي. بريالي مديران هغه کسان دي چې خپله اداره د ورځې له حالاتو سره ګام مله کړي. دا ګام ملي هغه وخت کېدونكې ده چې کارکوونکي او مديران مارکېټ ته کتنه د کلتور او ليد په سرليک ومني او څارنه يې وکړي.

مارکېټ پېژندنه: پېژندنه په هر هوښيارانه خوځښت او پرېکړه کې لومړيتوب لري. د مارکېټ پېژندل يوه ښه هڅه ده او د مارکېټي نظام اړوند ټول جزيات  لکه د مالوماتو ټولول او ثبتول، د پېرودونکو او پلورونکو پېژندل، بېلابېلې اړيکې، سيالان، د اړتيا وړ محصولات او خدمتونه، د خدمتونو او آسانتياوو برابروونکې ادارې لکه (بانکي نظام، بيمه، لېږد رالېږد، او ګودام)، څېړنيزې ادارې او هغه عوامل چې په مارکېټي نظام اغېزه کوي لکه قوانين، مقررات، سياسي عوامل لکه ټولنيز، اقتصادي، ټګنالوجيکي، او اقليمي جزيات بايد وپېژندل شي او څېړنه يې وشي.

مديران سره له دې چې په اداري ستونزو او د هغه په عواملو کې ګير دي، د بهرنيو عواملو د بدلون په اړه هم اندېښمن دي. له همدې امله بايد خپل مارکېټ تر هر وخت څخه ډېر تر پلټنې او څېړنې لاندې راولي او په اړه يې مطالعه وکړي ترڅو د وېرې موکې او ځايونه راټيټ کړي.

مارکېټ موندنه: مارکېټ موندنه د يوه داسې مارکېټ يا ځاى د تر لاسه کولو هڅه ده، چې سازمان هلته وکولاى شي په ګټوره او اغېزناکه توګه شتون ولري او د خلکو غوښتنو او اړتياوو ته ځواب ووايي. د مارکېټ موندنې بنسټ د بېلابېلو امکاناتو او سرچينو د بې ځايه لګولو مخنيوى او په مارکېټ کې د يوه ښه ځاى پيدا کول دي. مارکېټ موندنه يعنې د محصولاتو طبقه بندي يا وېش د وړ مارکېټ لپاره.

مارکېټ جوړونه: د سازمان امکاناتو او موقعيت ته په پاملرنې سره له مارکېټ څخه پوهه، د مهمو برخو پېژندل، او د سهمونو رامنځ ته کول، ډېرول او ساتل د مارکېټ موندونكو او مديرانو له مهمو دندو څخه ګڼل کېږي.

مارکېټ جوړونه يعنې د مارکېټ موندنې د کنټرول وړ عواملو لکه (محصول، بيه، وېش، او د پلور ډېرښت) چې د مارکېټ موندنې جوړښت بلل کېږي په استفادې سره په مارکېټ کې نفوذ او خلکو ته د سازمان د محصولاتو او خدمتونو ورپېژندل دي. مارکېټ جوړونه يعنې په وخت سره په وړ بيه پېرودونکو ته  د اړتيا وړ محصولاتو برابرول.

مارکېټ ګرځونه: د نن ورځې اوښتونکې نړۍ درېدنه او زړښت نه مني. له همدې امله د نننۍ مارکېټ موندنې يو له مهمو اړخونو څخه په نړيوال مارکېټ کې د محصولات ګرځول بلل کېږي. مارکېټ ګرځونه داسې يوه دنده ده چې مارکېټ موندونکي اړ باسي چې له هر چا څخه ډېر د مارکېټونو د بدلونونو په اړه خبر ولري. دا باخبري په سياليز ډګر کې د شتون او د مارکېټونو په کتنې او څېړنې سره کېدونكې ده. په نندارتونونو کې ګډون او د بېلابېلو مارکېټونو کتنه د مديرانو ليد ډېروي او پراختيا ورکوي.

مارکېټ سنجونه: مارکېټ سنجونه په دې مانا ده چې دې ته په پاملرنې سره چې موږ څه وو او څه مو لرل، څه يو او څه لرو او هغه څه چې بايد ويې لرو، د مارکېټ د ځاى څېړل دي. مارکېټ سنجونه په راتلونکي مارکېټ کې د ادارې تګلوري ټاکي. ټول سازمانونه، خدمتونه او محصولات د عمر ځانګړې کړۍ لري چې دا کړۍ د پېژندنې، پرمختګ، بلوغ، او بشپړونې څخه عبارت ده او هره کړۍ ځانګړي شرايط لري چې مارکېټ موندونکي بايد د دې ځانګړتياوو په وړاندې وړ غبرګون وښيي. مارکېټ سنجونه د ادارې د کمزورۍ او پياوړتيا ټکي په ښه توګه په نښه کوي. په شته امکاناتو او د ورځې په پوهې سره کولاى شو په ښه توګه خپلې راتلونکې موخې، تګلوري او غوښتنې وټاکو او څرګندې يې کړو. مارکېټ سنجونه د تېروتنو د کمولو او ادارې ته د برياليتوب لپاره د پياوړتياوو او مهارتونو د ترلاسه کولو وسيله ده.

مارکېټ لرنه: د پېرودونکو خوښ ساتل او ځان ته د هغوى را اړول يوه ډېره پايېدونکې او حساسه دنده ده چې ځانګړو تکنيکونو او وسايلو ته اړتيا لري. د مارکېټ موندونکو لپاره د مارکېټ موندې له مهمو وسايلو څخه له خلکو سره د ټينګو اړيکو درلودل، د وړ خدمتونو وړاندې کول، او د سيالو له خوځښتونو څخه خبرتيا مهمه وسيله ګڼل کېږي.

مارکېټ لرنه يعنې د اوسنيو پېرودونکو ساتل، ډېرو پېرودنو ته د هغوى هڅول او په پرلپسې توګه د پېرودلو لپاره د هغوى خوښ ساتل، د پېردونکو له خوى او چلند څخه خبرتيا، له هغوى سره د اړيکو ټينګول، د اروا پوهنې او ټولنيزو علومو په اړه پوهاوي او همدارنګه د خپلو سيالو د امکاناتو او خوځښتونو په اړه مالومات لرل د پلورونکي په ساتلو کې رغنده رول لري. پلورونکي يوازې خدمتونه او محصولات نه پېري بلکې د ګټې، ارزښت، درناوي او نورو عواملو غوښتونکي هم دي چې بايد تر لاسه يې کړي.

مارکېټ ګرمي: د مارکېټ لرنې لپاره اړينه ده چې مارکېټ ګرمي له لاسه ور نه کړو. مارکېټ ګرمي يعنې په وخت سره د سوداګريزو خبرتياوو له لارې د خلکو خبرول، له ادارې سره د ښو اړيکو درلودلو په اړه د پېرودونکو راضي کول او له سيالو سره سيالي کول. نوښت، پنځونې او ابتکار څخه استفاده د مارکېټ ګرمۍ يو له مهمو وسايلو څخه ګڼل کېږي.

د نن ورځې نړۍ يعنې د خوځښتونو، بدلونونو او او ګړنديتوب نړۍ د پېرودونکو د ساتلو لپاره ځانګړې مارکېټ ګرمۍ ته اړتيا لري.

مارکېټ چلونه: د مارکېټ موندنې ټولې کړنې او فعاليتونه کولاى شو په مارکېټ چلونه يا مارکېټ ګرځونه کې لنډ کړو. مارکېټ چلونه يعنې د مارکېټ مديريت چې په هغه کې پلان جوړونه، کنټرول، او د مارکېټ بېلابېلې چارې او دمارکېټ موندنې بېلابېل اړخونه شامل دي. مارکېټ چلونه يعنې له تجربې، پوهې، ځواک او بېلابېلو مهارتونو څخه ګټه اخيستل.

په مارکېټ موندنه کې د پلان جوړونې او سټراټيژيو تنظيم او ټاکل، د شرکت ټولو محصولاتو او خدمتونو اړوند د ټولو چارو ترسره کول او همدا رنګه د ادارې موخو ته د رسېدو لپاره د ټولو کړنو کنټرول او د پېرودونکو خوښي شامله ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button