په دغه دولسو کارونو کولو سره مو ورځ په مثبت فکر سره پیل کړئ

ژباړه: نظیف الله شينواری

طبعاً دا به یؤ څه سخته وي چې ورځ مو پهٔ مثبت ډؤل پیل کړئ، خصوصاً دهغه چا لپاره چې د سهار وختي پاڅیدلو عادت نلري. یؤڅو ساده غځونې او د چټکې منډې ترسره کؤل کؤلای شي ستاسو د انډورپین اندازه لوړه او ورځ مو پهٔ خوښۍ سره پیل کړي.

همدارنګه دا لیکنه درسره مرسته کوي چې خپل ورځيني کارونه مو لهٔ وړاندې منظم کړئ، خپل افکار مو د کاغذ پهٔ یؤه ټوټه باندې ولیکئ، د ترسره کولو لپاره يې پلان جوړکړئ او ورځ مو پهٔ مثبت فکر سره پیل کړئ.

کله چې لهٔ خوبه ويښ شئ له دې دوو کارونو يؤ يې کؤلای شئ یا خو له کټ څخه ښکته کیږئ او د خپلې ورځې د مثبت پیل لپاره لاس په کار کیږۍ او یا بیرته د الارم بټن په وهلوسره کمپله کش کوۍ او ویده کیږۍ او ورځ مو بده پیل کوۍ.

مونږ په دې ټول پوهېږو چې سهار وختي پاڅېدل د ټولې ورځې د ښه والي لپاره مهم ګڼل کیږي خو دغه کار زمونږ ډېرو لپاره اسانه ندی؛ سهار وختي پاڅېدل ګڼې ګټې لري

له همدې امله څېړنو ښودلې هغه خلک چې سهار وختي پاڅيږي مثبت فکره او بریالي خلک دي. نو مونږ وس تاسو ته ښایو چې سهار وختي پاڅېدل ستاسو رواني خالت ته څومره ګته لري

دا لاندې څو شیان درسره د ښې ورځې په پیل کې مرسته کولای شي.

۱- د شپې پر وخت ويده شئ

ایا کله چې له خوبه ويښ شۍ له هغه هم ‌ډېر د ستړیا احساس کوئ کله چې ویده کیږۍ؟ که ستاسو جواب هو وي نو علت یې د خوب کموالی دی ددې پرځای چې د سریال یا د ‌ډرامې بله برخه وګورۍ نو خپل تلویزیون مو بند کړئ او د خوب کوټې ته تشریف یوسئ په عادي ډؤل کوښښ وکړئ چې د لسو بجو وړاندې ویده شئ ترڅو اته ساعته خوب مو پوره شي. که چېرته خوب نه درځي نو کتاب مطالعه کړئ چې د خوب په راتللو کښې درسره مرسته وکړي.

۲- غځؤنې وکړئ

دا هغه څه دي چې تاسو يې پخپل کټ کې ترسره کولای شئ، خپل د بدن غړي دومره وغځوئ څومره چې کولای شئ

دا کړنې مو پر ځان باور، لهٔ ځانه مننه، وضعیت یا موډ او د انرژۍ کچه لوړوي ددې ترڅنګ يؤ څو تنفسی تمرینونه هم اړین بلل کیږي.

۳- د خپل ځان ستاینه وکړئ

که تاسو د ورځې په اوږدو کې مختلف کارونه ترسره کوۍ نو حتماً به د ستړیا او ستومانۍ احساس کوئ، د ځان په اړه نیمګړتیاوې او عیبونه لټول یؤازې ستاسو ورځ خرابولی شي او بس. ددې لپاره چې خپل ځان وهڅوئ او تشویق يې کړئ نو د ورځې یوه لحظه خپلې وړتیاوې وستايئ فرض کړه تاسو به يو مهرباته شخص يې، تاسو به ښه پخلی کولای شئ همدارنګه ښايي تاسو به خپله دنده او مسولیت په ښه شان ترسره کوۍ نو خپل ذهن دې ته متوجې کول او خپلې وړتیاوې ستایل ستاسو فکر نور هم مثبت او پیاوړی کولای شي

۴- اړيکې وپالئ او له نورو مننه وکړئ

لکه څنګه چې د ځان ستاینه اړینه ده همداسې له هغو خلکو چې مرسته درسره کوي او مینه درسره لري مننه هم اړینه ده؛ څېړنو ثابته کړې هغه خلک چې د خپل ژوند څخه راضي او منندوي دي عموماً د خپل راتلونکي په هکله ډېر خوشبین دي، ددوي په اړه يو بل جالب حقیقت دادی چې دوي ډېر کم ډاکټر ته ځي؛ دا د دوي فزيکي فعالیت او مثبت ذهنیت په ډاګه کوي.

همدارنګه موبایل مو راواخلئ اود کورنۍ غړو او یا نږدې ملګرو سره زنګ ووهئ او د یو د بل حال احوال واخلئ، اړيکې پالل د ټولنیز ژوند اصل دی.

۵- په کافي اندازه اوبه وڅښئ.

د دومره اوږد ارام ورورسته ستاسو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کیږي چې له خوبه پاڅېدلو سره سم باید وڅښل شي که چېرته له اوبو وړاندې کافي درته راړل شي نو ډډه ترې وکړئ دا سمه ده چې کافي تاسو ته ويښتیا درکوي خو په نهاره خیټه او په ځانګړي ډول د سهار لخوا د کافي څښل په لوي لاس د د ذهني فشار غوښتل دي ځکه کافین د کلسټرولو د لوړولو لامل کيږي ددې پرځای د ليمو شربت وڅښئ دا نه یوازې ستاسو بدن له تندې څخه ساتي بلکې د خوړو په هضم، وزن کمولو اود پوستکي په ښکلا کې هم مرسته کوي

۶- قدم وهل

هر سهار له کوره په وتو یوه شيبه قدم ووهئ دا معلومه خبره ده چې ورزش او تمرین کول د انډروپین اندازه لوړي او وجود ته د غښتلتیا احساس ورکوي سربېره پردې سهار کې د چټکې منډې وهل د پوستکي ښکلا او ويټامین ډي د ترلاسه کولو لامل کيږي چې د هډوکو په قوي کولو او دماغو ته سکون او ارام ورکولو کې مرسته کوي

۷-ذهن ته ارام ورکړئ

کله چې سهار ویښ شۍ نو ستاسو ذهن ته شل و زر هغه کارونه او فکرونه راځي چې تاسو يې باید نن یې ترسره کړئ، کله کله دغه فکرونه او کارونه ددې لامل کيږي چې تاسو بيرته د خوب ته مایل کړي، ددې کار مخنيوي لپاره خپل ټول کارونه د کاغذ پرمخ ولیکئ او بیا يې په مختلفو کټګوریو وویشئ، کوم کارونه چې اړین وي لومړيتوب ورکړئ او پدې سره خپل فکر او ذهن پاک کړئ او ورځ مو په ارام اوسوکاله فکر سر کړئ.

۸- د قران کریم تلاوت وکړئ/واورئ

که څه هم دلته د موسیقۍ یادونه شوې وه خو موسیقۍ اوریدلو نه د قران کریم تلاوت غوره دی هم زړه ته سکون او ارام ورکوي هم اخروي ګټې ترڅتګ انسان له ګناه ژغورل کیږي نو سهار پاڅېدلو او لمانځه ادا کولو ورورسته د قران کریم تلاوت وکړئ او یا یې واورئ.

۹- په یخو اوبو ولامبئ

ممکن تاسو اوږده کاري ورځ په مخ کې ولرۍ، ددې لپاره چې ستاسو بدن او ذهن د کار کولو لپاره ښه اماده شي او تازه شي نو په يخو اوبو ولامبۍ په ژمي کې بیا متغدلې یا تړمې اوبه غوره دي.

هر سهار په یخو اوبو لامبل خپلې ګڼې ګټې لري، ستوماني او خوب له منځه وړي، ذهني حالت او فکر ته پراختیا ورکوي همدارنګه د وینې جریان چټکوي او د پوستکي او ویښتانو په ښکلا کې مرسته کوي.

۱۰- سهارني پرمهال صحي خواړه وخورئ

د سهارني يا صبح ناري کول اړین دي، کوښښ وکړئ د صبح ناري پرمهال صحي خواړه وخورئ او له غوړو او غیرې صحي خوړو لکه د میوو جوس، کیک، حبوبات اوهغه خواړه چې پخپل ترکيب کې په زیاته اندازه خواږه ولري ډډه وکړئ دا خواړه نه يوازې چې پدې وخت کې ګټه ور نه دي بلکې زیانمن دي او صحت ته تاوان رسوي

۱۱- د ورځې په پای کې لوبو او ساعتیري ته وخت ورکړئ

لوبې او ساعتیری د موسکا راوستلو اود ستومانۍ ویستلو يوازينی لار ده څېړنو ښودلې د ېوې پېښې یا يوشي په اړه ښه وړاندوینه کول همدومره خوښي انسان ته ورکوي لکه دی چې د همدغې صحنې ګډون وال وي نو د کارونو خلاصولو وروسته د کورنۍ د غړو او یا ملګرو سره ریسټورانټ ته تلل، لوبو لیدل، په سینما فلم کتل او يا بنډار جوړول ښه ساعتیری دی

۱۲- خواخوږي او مهربانه اوسئ

اکثره وخت مونږ پخپلو ورځنیو کارونه کې ډېر مصروف یو او مونږ دا له یاده باسو چې زمونږ چم ګاونډ کې ډېر غريب او ناچاره خلک اوسیږي له دوي سره خواخوږي او تر خپل وسې پورې مرسته کول زمونږ مسولیت دی، هر وخت د يو نیک کار کولو په فکر کې اوسئ حتی هغه که یو بوډا سړي یا ښځې ته دروازه پرانیستل، يا په بس کې خپل سیټ پريښودل او په لاره کې له لاسه نيول هم وي، ښه کار کول انسان ته يو ډول خوښي ورکوي او الله تعالی يې سړي ته اجر او بدله هم ورکوي هغه که وس وي او که وروسته.

په مثبت فکر ورځ پېلول څه اسانه کار ندی په ځانګړي ډول د هغه چا لپاره چې ډېر تشویش، انديښنه او ذهني ستوماني لري نو مهرباني وکړئ په پورته کړنو باندې عمل وکړئ او دغه لاره تعقیب کړئ ان شاالله په شپږو میاشتو کې به پخپل ځان کې بدلون وګورئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button