په درزاب کې د طالبانو فجایع

په درزاب کې د طالبانو فجایع

نوید احمد څرک

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبانو ته منسوب وسله والو څه میاشتې وړاندې یوه پيغله نجلۍ تښتولې او له جنسي تیریو وروسته یې هغه وژلې ده.

د دې پېښې په غبرګون کې ځایي خلکو د جوزجان مرکز او درزاب لویه لار د مسافرو پروړاندې تړلې وه او مرګ پر طالبانو شعارونه یې ورکول.

دا خلک د انصاف غوښتنه کوي چې څنګه یې له سیمې پيغله نجلۍ تښتول کیږي، بیا پرې جنسي تیری کیږي او بیا وژل کیږي.

طالبانو کې اخلاقي فساد ډير لوړ حد ته رسیدلی دی، له هلکانو رانیولې بیا تر نجونو او ښځو پورې سیمو کې جنسي تیري کوي او که چا ورسره زور وغږو ، بیا یې همغه ساعت وژني.

دا نه لومړنۍ پيښه ده او نه به وروستۍ پيښه وي چې طالبان په نجونو جنسي تیري کوي، بلکې زرګونه داسې قضيي شته چې له شواهدو او ثبتونو سره ښيي چې طالبان په سخت بد اخلاقي فساد ککړ دي.

طالبان ځینې سیمو کې ان له خلکو په زوره لورګانې ودوي او که یې ور نه کړي، بیا یې په مرګ ګواښي.

له همدې کبله هغه کسان چې د طالبانو تر فعالیت لاندې سیمو څخه بیرون یې ګوزاره کیږي، خپلې سیمې یې پريښې او امن ځای ته یې پنا وړې ده.

اوس د جوزجان د خلکو د ارامښت لپاره د ولایت یوه کمیټه له خلکو سره کار کوي چې قناعت ورکړي او تظاهرات پای ته ورسوي.

طالبانو ته خپل کسان مالوم دي چې ظلمونه کوي، خو څه ورته ځکه نه وایي چې بیا ورسره د جګړې لیکو ته نه ځي.

طالبانو ځینو قومندانانو او وسله والو ته اجازه ورکړې چې د خپل ځان خوشحاله کولو لپاره سیمو کې ځینې کارونه وکړي، بیا پرې دوی پرده اچوي.

دا هر څه د دې لپاره کوي چې ځینې بد مسته ځوانان د دوی لیکو ته جذب شي چې د دوی لپاره جګړې وکړي، که یې د چا ناموس لوټ کړ، طالبانو ته یې هیڅ پروا نه ورځي.

طالبان د دې ټولنې لپاره سرطان دی او تر هغې چې یا د دې سرطان درملنه نه وي شوي، افغانان به ورسره په عذاب اخته وي.

طالب چې د چا په قتل او ژوند را ایسار نه دی نو بیا به د یو چا د ناموس د څه خیال وساتې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button