په خوست کې بیا ویر او ماتم دی

[su_youtube_advanced url=”https://www.youtube.com/watch?v=V0s3BOauScs”] په خوست کې بیا ویر اوماتم دی ــــ چې تورو خاورو ته ودان جنازه وړینه
پيـغلې ځــوانان ټول په ژړا د ي ــــ په واویــلا دي د غم اوښــکي تویـوينه

خدایږود اتل او زړورشاه ځلمي افغان پښتون ضیا ودان شهادت لراوبر پښتانه ولړزول اوپه کلواو بانډواود پښتون ژغورنې د غورځنګ د پلویانو په دیرواوحجرو کې سپین ږیري اوځوانان ،پیغلې او دردیدلي مېندې د ویر په ټغر کیناستل . دا د شهید ارمان لوڼي اوشهید عارف وزیر د سنګرژمن اوهوډمن ملګری چې د وزیرو، مسیدواو ګربزود ستر پښتني نـنګیال او توریال ټبرغیرتي ویني یې په زړه کې اباسیني موجونه وهل له مور اوپلاره یو دنیا ته راغلی خوپخپله پولادي اراده او هیواد پاله مینه یې لښکر،لښکرنـنګونه اوغیرتونه پخپله مبارزه کـکرۍ کې درلودل . په بي ساري شهامت اوتاریخي جسارت یې د وطن او افغان ولس د دوښمنانو په سر کې د تورنامرده پنجاب د ای،اس،ای د جهنمي اوشیطاني ترهګرانواوغلامانو رذيلانه اونامردانه توطیې او وسله والې لاسوهنې په زغرده او رسا انقلابي غږغندلي اود هغو د بې وجدانه اوبې ایمانه تورمخولاسپوڅو بوینې اوکرغیړنې څیرې یې رسوا او په ډاګه کړي دي . هغه د یوه باتور اوجسور افغان شاه ځلمي په توګه په همدغه لاره کې د سرشارې ځوانۍ په منګ بې ویرې زړوره مبارزه وکړه د خوست د روڼ اندو مدنې فعالانو اونـنګیالیوغیرتمنوشاه ځلمیانود مشرتابه اوویاړمنې سرغندویې ویاړ وګاټه او د خپل سنګر ملګروته یې د ملي رزم اوپیکارنه هیریدونکي انقلابي حماسه په یاد ګار پریښوده او ځکه لراوبر د ده په شهادت ساندې بولي اود ده د میړانې یادونه به تل په زړونو کې ساتي.
د ګربزو د شیخا میر په کلي کې د پوهنپال اومعارفپال ښوونکي یواځینی زوی د لروبر پښتنود سوکالۍ او ودانۍ ارمانجن ودان صیب سپيڅلی روح دی خوشاله اوتلیاد اوسي . قدرمن اودرنه معلم صیب د ګربزو د باتور قوم مشرانو ،کشرانو اود خوست ولایت ټولوپه زړوټپي شاه ځلمیانو ،پیغلو درنو مشرانو اودوستانوته د ژورې غمشریکی او ډاډېنې مراتب وړاندې کوم . د افغانیت اوانسانیت ضد پر پلیتو،کرغیړنومتحجروتورو ځنځیري سپیو مرګ،مرګ ،تف لعنت او هزار نفرین وایم .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button