په افغانستان کې لومړنۍ جراحه

اصف معروف

د فرانس پرس خبري آژانس د انځور اخیستونکي په وینا دغه انځور چې دری نجونې پکې ښکاري په ۱۹۶۲ کال کابل پوهنتون کې اخسیتل شوی دی. دغه عکس اوس د هغې دورې له لسو غوره انځورونو دی چې ډير افغانان او هغه کسان چې افغانستان یې په دغو کلونو کې له نږدې لیدلی، په خواشینۍ او خپګان ورته ګوري. افغانستان هغه مهال هم شتمن نه و خو امن او خوشاله هېواد و چې د موډرنیزم د پرمختیا لپاره یې له نړۍ سره موازي ګامونه پورته کول.

دا انځور د هغو کلونو د یادونو او خاطرو په اړه دی چې افغانستان هڅه کوله، له دودیز وضعیت څخه موډرنیزم ته ولاړ شي او د پېړۍ پیل کې د شاه امان الله خان لخوا پیل شوي او نیمګړي پاتې اصلاحات بشپړ کړي.

ښځو د هېواد د چارو پر مخ وړلو کې برخه اخیسته او خپل رول یې په تدریجي ډول زباداوه.

آلمانۍ شترن مجلې ۲۰۱۴ کال دغه انځورونه د “کله چې جګړه نه وه” تر سرلیک لاندې خپاره کړل. د ډېرو لپاره دغه انځورونه له خاطرو ډک او ډېرو نورو ته د دوی د ښو هیلو د نیمګړي پاتېدو له امله ډير دردوونکي شول، آن تر دې چې ځینو ورته اوښکې هم تویې کړې.

د یو کوچني هېواد له پلازمینې څخه په لوړه کچه بدلون غوښتنه او په لوړه کچه اصلاحي پروګرامونه پيل شول. هغه وخت خلکو هوډ کړی و چې په ډيره چټکۍ کابل له پاریس، نیویارک او لندن سره په یو کتار کې ودروي او شا ته ترې پاتې نشي.

دغه انځورونه ښايي د هغه نسل د ورکې شوې حافظې تر لاسه کول وي چې د جګړې په ترڅ کې یې د خپلې آرامتیا او سکون ډيری یادونه له یاده وتلي وو، او له دې اړخه هم ارزښتناک دي چې افغانستان کې پرمختګ غوښتنه، موډرنیزم او په ټولنیز او سیاسي ژوند کې د ښځو رول د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر څخه نه دی پيل شوی بلکې اوږده تاریخچه لري.

نجیبه شریفي (د انځور په منځ کې) له خپلو دوو ټولګیوالو معصومې کاظمي او فیروزې کاظمي سره د کابل د طب پوهنځي زده کړیالانې وې چې “پالندویي” جامې یې پر تن دي. پالندویان د رضاکاره ځوانانو د سازمان غړي وو چې د زده کړو تر څنګ یې ټولنیز خدمتونه هم کول. ډاکترې نجیبې شریفي ډير کلونه د کابل په وزیر اکبرخان روغتون کې خدمت وکړ او د افغانستان د تاریخ لومړنۍ ښځینه جراحه وه.

د خیابان د کوڅې یوه نجلۍ

نجیبه شریفي د انجنیر نیاز محمد شریفي کورنۍ کې چې د اماني لیسې ښوونکی او د لومړنیو کسانو له ډلې څخه و چې په المان کې یې زده کړې وې، وزیږېدله.

پلار یې د شاه امان الله خان په امر له یو شمېر نورو افغان ځوانانو سره د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته واستول شو او هلته یې د الوتکې د تخنیک برخه کې زده کړې وکړې. امان الله خان داسې طرحې درلودې چې افغانستان د صنعتي اروپا په څېر او د پرمختګ برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.

د استوګنې ځای یې د “خیابان” په نامه یادېده. دا سیمه د کابل سیند او مشهور پل خشتي جومات ته څېرمه پرته او د کابل د پخواني ښار یوه برخه وه.

نجیبه شریفي هغه مهال چې نجونو ښوونځي ته د تګ حق تر لاسه کړ، پیغله وه او کله چې یې لوړو زده کړو لپاره کابل پوهنتون ته لاره پیدا کړه، د رفع حجاب وخت ‎پيل شوی و چې د “مخ لوڅونې” په وخت هم مشهور شو.

نجیبه او څو نورې پیغلې لومړنۍ نجونې وې چې د صدراعظم محمد داود خان په سپارښتنه یې ځانګړې جامې اغوستې او د افغانستان د محصولاتو په ملي نندارتونونو او د جشن مراسمو کې د میلمنو د ښه راغلاست او هرکلي لپاره کتار کې درېدې.

هغه وايي یوه ورځ د کابل د بي بي مهرو په کارته ولي سینما کې چې اوس نړېدلې ده، د فلم تر لیدو وروسته د کروندو منځ کې چې اوس د کابل د شیرپور سیمه ده، د نوي ښار پر لور روانې وې، چې ناڅاپه یو ښکلي او با وقاره سړي چې پر سپین آس سپور و، دوی ته وویل تاسو ډير ژر خپلو هیلو ته رسیږئ.

نجیبه وايي موږ شپږو پیغلو له دې امله چې شاوخوا مو څوک نه وو خپلې څادرۍ ایستلې او په لاسونو کې نیولې وې. څنګه چې پوه شو دغه کس د هېواد له صدراعظم پرته بل څوک نه دی، نو سختې وډار شوو او هڅه مو وکړه چې څادري ګانې مو بېرته واغوندو. خو هغه وویل ویریږئ مه، تاسو ډېر ژر د حجاب لرې کولو هیلې ته رسیږئ.

هغه د پادشاه د کاکا زوی و چې څو کاله وروسته یې سلطنت وپرځاوه او په ۱۹۷۳ کال کې یې جمهوریت جوړ کړ.

نجیبه وايي د هغې ورځې په سبا د کابل د طب پوهنځي رییس پروفیسور عثمان انوري یو شمېر زده کړیالانې ور وغوښتې او ورته ویې ویل تاسو ته صدراعظم دنده درکړې چې د ملي صنایعو په نندارتون کې د خپلواکۍ جشن د لمانځلو په مراسمو کې میلمنو ته د ښه راغلاست لپاره ودرېږئ.

نجیبه وايي موږ د افغانستان د ملي صنایعو او تولیداتو د نندارتون په سالون کې ودرېدو، سپینې جامې، جرابې او دستکشونه مو اغوستي و او تورې لمریزې عینکې مو په سترګو کړې وې، مېلمنو ته مو چې ډيری یې نارینه وو، ښه راغلاست وایه او په لاس مو ورسره ستړي مشي کول.

ځینې نارینه وو په تعجب راته کتل، ځکه دا لومړی ځل و چې دوی ښځې له څادری پرته او په یو ټولنیز ماموریت کې لیدلې.

ځینو خو آن داسې انګیرله چې موږ بې روحه او پلاستیکي انسانان یو. کله چې به مو لاس ورکاوه، هغوی به بې حرکته کېدل او موږ ته به یې کتل خو له موږ سره سترګې په سترګو کېدای نشول ځکه چې موږ تورې لمریزې عینکې پر سترګو کړې وې. دا د رفع حجاب یا مخ لوڅونې لومړنۍ تجربه وه.

وروسته ښځو په سپورتي پروګرامونو او د خپلواکۍ جشن د لمانځلو په مراسمو کې د معارف په کتارونو کې ګډون کاوه.

زرغونه لیسه

زرغونه پیل کې په کابل ښار کې د نجونو یو متوسطه وه، له هغې وړاندې د ملالۍ او رابعه بلخي لیسې د نجونو لپاره فعالې شوې وې. نجیبې شریفي زرغونه ښوونځي کې له پنځه کلنۍ څخه زدکړې پیل کړې.

وايي دغه ښوونځي لوی انګړ درلود او د چنار لوړې ونې پکې وې چې په اوړي کې به یې زدکوونکي سیوري ته کیناستل او هلته به یې درسونه لوستل. یو وخت دغه ښوونځی په لیسه بدل شو او هغه یې له لومړنیو فارغانو وه.

هغه مهال د ښوونځي یونیفورم سپین کمیس او توره لمن وه.

د نجیبې شریفي په یاد دي چې د ښوونځي د شوخو نجونو له ډلې څخه وه خو په ورته وخت کې پوهه او لایقه هم وه او اوس یې هم خپلې او د ټولګیوالو شوخۍ په یاد دي چې ځیني وخت به یې له امله د ښوونځي د مدیر زرین جان لخوا تنبیه کېدلې.

محمد ظاهر شاه زدکړې په فرانسه کې کړې وې له لویدیزې ډېموکراسۍ سره بلد و او د پرمختګ غوښتنې اصلاحي پروګرامونه یې په ورو ورو او تدریجي ډول د ښوونې او روزنې په پراختیا او لوړو زدکړو ته د ښځو په رابللو سره پیل کړل.

هغه د سلطنتي کورنۍ ښځو ته امر وکړ چې زدکړې وکړي او له هغوی یې وغوښتل چې د ښځو لپاره بېلګه شي او په دې توګه د منځنۍ کچې او هغه کورنۍ چې لږ عاید لري، د دوی پر پله پل کېږدي.

حبیبه سراج له ښځینه فعالانو او سلطنتي کورنۍ څخه وه، وايي پاچا دولتي چارواکو ته ویل، زه نه شم کولای خلکو ته ووایم چې لوڼې مو زدکړو ته واستوئ په داسې حال کې چې خپلې ښځې او لوڼې مو په حصار خونه او ارګ کې وي.

د کابل د نجونو لومړني ښوونځي، د ملالۍ او رابعه بلخي لیسې د ښځو د زدکړو لپاره پیاوړي مرکزونه شول. د لومړني نسل ډيرې مېرمنې چې له۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ پورې یې حکومتونو او د پارلمان لومړۍ دورې ته لار پیدا کړه، له همدغو ښوونځیو فارغې شوې وې.

ددغو ښوونځیو درسي کچه ډيره لوړه وه او آن د نجونو د ښوونځیو ځینې مضامین به د پوهنتون ښوونکو تدریس کول. ډاکتره اناهیتا راتبزاد د افغانستان د خلق دیموکرات ګوند د مشرتابه له غړو، کبرا نورزايي د روغتیا وزیره، او معصومه عصمتي وردګ د پارلمان د لومړۍ دورې له غړو څخه شمیرل کېدلې.

کابل د شنو باغونو ښار

کابل هغه مهال یو کوچنی ښار و خو ډیر زرغون او امن و، د نړیوالو سیلانیانو په خبره ډير ښکلی ښار و. زرګونه سیلانیان به یې له اروپا، هند او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه لیدو ته راتلل. د دغه ښار شنو باغونو او خوندورو خوړو نړیوال شهرت موندلی و. د کورونو پر دیوالونو راځوړند ګلاب، د اکاسي خوشبویه ونې، د ښار لوړ چنارونه او پاک له ګڼې ګوڼې تش سړکونه اوس یوازې د کابل په پخوانیو انځورونو کې په یاد پاتې دي.
په ۱۹۶۱ کال کې د کابل زاړه ښار کې د ښځو او ماشومانو لپاره د مستورات په نامه یو روغتون جوړ شوی و. هغه مهال په افغانستان کې ښځینه ډاکټره نه وه. له همدې امله ډيرې ښځې د درملنې لپاره روغتون ته هم نه وړل کېدلې. د کابل طب پوهنځي رییس پروفیسور عثمان انوري دغه روغتون کې د ښځو لپاره د زدکړې یوه څانګه جوړه کړه.

نجیبه او د هغې د ټولګیوالو پنځلس کسیزه ډله نیکمرغه وه چې دغه پوهنځي ته لاره ومومي.

د هغې په یاد دي چې درسونو یې په مستورات روغتون کې دوام درلود او دوی به یوازې د تسلیخ (د مړي جسد د تشریح) لپاره د کابل پوهنتون ساحه کې علي آباد روغتون ته تلل.

هلته به یې له هلکانو سره پر جسدونو عملي کار کاوه. خو لږ موده وروسته په رسمي ډول د حجاب له لرې کېدو سره نجونو دا موقع تر لاسه کړه چې د طبي زده کړو لپاره له هلکانو سره یو ځای درسونه ولولي او ټولې د هلکانو د طب پوهنځي ته ولیږدول شوې.
هلکانو سره تر یو چت لاندې د زدکړو دوام ستونزمن او ننګونکی کار و. له یوې خوا د کورنیو لخوا محدودیتونه او له بلې خوا ټولنیزو مناسباتو ته د ټولنې نارینه کاته، کله هم له ستونزو تش نه وو. نجیبه وايي موږ پیلوونکی نسل وو خو موږ مصممې او پیاوړې نجونې وو، د سختیو سره مبارزې ته چمتو وو. غوښتل مو سرسختې و اوسو او پوستکی مو زیږ کړو.

د نجیبې په یاد دي چې په لومړیو کې هلکانو کله ناکله نجونې ځورولې، خو دې ځورونې د شوخۍ اړخ درلود او په هغه اندازه نه وې چې د دوی د زدکړو مخه ونیسي.

ځينو به په پرزه ویلو د نجونو مزاحمت کاوه، خو زده کړیالانو نجونو هغوی ته د ورته ځواب ورکول غوره کړل.

نجیبه وايي تر اوسه یې هم په یاد دي چې د “نردبان و نردبان… ” ترانه یې د یو شمېر شوخو هلکانو لپاره جوړه کړې وه، په کړکیو کې به کیناستې، په ډله ییزه توګه به یې هغه بلله او دې مبارزه یې تر دومره اغېز وکړ چې هلکان نور تسلیم شول، له ځورونې یې لاس واخیست او هوکړه یې وکړه چې نور به نجونې نه ځوروي.

ډاکتر نجیبه وايي له بده مرغه ټولنه په ټوله کې دې ته چمتو نه وه چې ښځې په ډاکترۍ، انجینرۍ او هغو دندو کې ومني چې ډيری به پکې نارینه وو، کله یې باور هم نه کېده چې ښځه هم کولای شي ډاکتره شي، د ناروغ نارینه درملنه وکړي او هغه له مرګه وژغوري.

وايي کله چې دوی له طب پوهنځۍ فارغې شوې، په لومړیو کې به په روغتون کې ورته ناروغانو په ارادي یا غېرارادي ډول په کمه کتل، د خور غږ به یې ورته کاوه، غوښتل به یې همدا ډاکترانې تشناب ته د دوی په وړلو کې ورسره مرسته وکړي.

“خورې” دا هغه اصطلاح ده چې د کابل په روغتونونو کې نرسانو یا ناروغ پالو ته کارول کېږي. آن په یو مورد کې خو یې په یاد دي چې یو ځل یې د هغې نوم په وزیر اکبر خان روغتون کې د طحال د یو پېچلي عملیات لپاره د جراحۍ له ډلې له دې امله لرې کړی و چې هغه ښځه ده.

خو هغې سخت غبرګون وښود، او مقاومت یې لامل شو چې بښنه ترې وغوښتل شي، وروسته په جراحۍ کې د هغې پر وړاندې هیڅ خنډ نه و.

نفیسه مجددي، معصومه کاظمي، نجیبه شریفي، نادره افضل او د علي آباد په روغتون کې یو شمیر نور ډاکتران

نجیبه شریفي وايي د کابل طب پوهنځی د فرانسې د طبي پوهنتون غبرګونی و.

خو کتابونه، درسي توکي او لابراتوارونه کافي نه وو. کله چې به ښوونکو او له هغې ډلې د اناتومۍ استاد پروفیسور قادر بها د طبي درسونو پر تشریح ساعتونو وخت تیراوه، هغه به د ټولګي پر درې متره تخته د بدن د غړو انځورونه کاږل او موږ به د شپې تر ناوخته نوټونه اخیستل.

ناچاره وو چې تر ناوخته ټولګي کې پاتې شوو. د هغې په یاد دي چې یو کارکوونکي به د شپې پوهنتون ته له نږدې هدیرې د مړو هډوکي راوړل او زده کړیالانو ته ورکول.

د نارینه ناروغانو درملنه د ښځینه ډاکترې لخوا

ډاکټر نجیبه وايي هغه مهال یو شمېر نارینه ناروغانو د یوې ښځې لخوا له درملنې شرم کاوه آن تر دې چې یو ځل یې یو ناروغ دې ته چمتو شوی و چې هغه ته په دې شرط خپل ټوپک وبښي چې له معاینې یې تیره شي.

د طبي زدکړو یوه برخه عملي کار و. نجیبه شریفي وايي کله چې هغوی علي آباد روغتون ته ولاړل، پروفیسور رحیم لودین چې یو له ښوونکو و، ترې وغوښتل چې د یو سپین ږیري ناروغي تشخیص کړي.

هغې له دغه ناروغ څخه پوښتنې پيل کړې، د هغه ناروغي یې تشخیص کړه او خپل راپور یې پروفیسور ته ورکړ. خو پروفیسور رحیم لودین له هغې څخه د معاینې تر سره کولو غوښتنه وکړه.

ډاکتر نجیبه وايي، پروفیسور مې پوهېدو چې په هغو شرایطو کې د یوې ښځې لپاره ستونزمنه وه چې له یو نارینه ناروغ څخه وغواړي چې خپلې جامې وباسي او اجازه ورکړي چې د هغه ناروغي چې یوه مقعدي کتله وه، په لمسي ډول تشخیص کړي.

خو د پروفیسور لودین ټینګار د دې لامل شو چې ښځې د نارینه په څېر د ناروغ په معاینه او تشخیص کې له کومي کاري ملاحظې پرته عمل وکړي او څه چې عامه خلک وايي سترګې پرې پټې کړي.

مېرمن شریفي وايي د ځوان ستاژرانو تر فشار او پرزه وینې او د نارینه چاپيریال خندا او ټوکو ډيره سخته اغیزمنه کړې وه، که څه هم د کار پایله یې د پروفیسور لخوا ومنل شوه، خو دا چې ماسک یې نه و اچولی، یوازینی مورد و چې نیوکه پرې وشوه.

په افغانستان کې د لومړنۍ ښځینه جراحې راڅرګندېدل

نجیبې له طبي پوهنځي څخه تر فراغت وروسته وړاندیز تر لاسه کړ چې د کابل طب پوهنځي په علمي کادر کې پاتې او د پوهنتون استاده شي. خو دا چې د ۷ کاله زدکړو پر مهال له پوهنتون څخه د کور لرې والي او هغه وخت د ښاري ترانسپورت د خدمتونو نشتوالي ډيره ستړې کړې وه، دا یې غوره وبلله چې په روغتون کې کار وکړي.

هغه مهال په کابل کې یو څو روغتونونه وو او فارغان به یې د روغتونونو د پچې اوچونې له لارې معرفي کول.

په پچه اچونه کې هغه د وزیر اکبرخان روغتون ته معرفي شوه، هغه روغتون چې تازه د چک سلواک هېواد لخوا جوړ او د ښار له ډيرو مجهزو او عصري روغتونونو څخه و. هلته ډيری ډاکټران او طبي ډله چکي وکړي وو.

د روغتون سرجراح پروفیسور کاربن ډاکتر نجیبه وهڅوله چې د زیږون او ماشوم څانګې پر ځای جراحي وټاکي.

له جاپاني ډاکتر سره چې اورتوپیدي په برخه کې یې د وزیر اکبرخان روغتون سره ډيرې مرستې وکړې

نجیبه وايي: ما د متوسط اندام او ډيرو کوچنیو لاسونو په درلودلو سره چې آن ځینې وخت به دستکش ورته په ستونزو پيدا کېدل، فکر کاوه چې نشم کولای جراحه شم. خو پروفیسور کاربن ډيره وهڅولم او ویې ویل:

“د جراحۍ لپاره نازک لاسونه، د پیشو په څېر چټکې سترګې او د زمري په څېر زړور زړه ته اړتیا ده چې ته دا درې واړه لرې. ” نجیبې دغه ستونزمن وړاندیز او ټاکنه ومنله او نوم یې د افغانستان په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه جراحې په توګه ثبت کړ.

طب د خلکو په خدمت کې

ډاکټر نجیبه وايي، په یاد یې دي ډېر وخت به د وزیر اکبرخان روغتون ناروغان چې د سلطنتي ارګ تر څنګ رغول شوی و، د سلطنتي کورنۍ غړي او دولتي چارواکي وو، چې هلته به یې طبقاتي توپیرونه په ښکاره لیدل.

د افغانستان د لرې پرتو سیمو بې وزله ناروغانو په ډيره سختۍ کولای شو د خپلې درملنې بار ته اوږه ورکړي.

ښځو به لږه مراجعه کوله او لامل یې د ښځینه ډاکټرانو نشتون و. ډاکټر نجیبه وايي یو ځل یو ناروغ ورته یو لوی مسي دیګ او بل د چرګې څلور هګۍ راوړې وې چې درملنه یې وکړي.

دا په دې مانا چې دا د یو ښاري هر څه وو چې درلودل یې، یعنې د بې وزلۍ وروستۍ کچه ښيي، خو په ورته وخت کې یې له سلطنتي کورنۍ داسې ناروغ هم درلود چې د کوټې لپاره یې له بسترې سره د ورته رنګ ګل د آریانا شرکت په یوې الوتکه کې له بهر څخه راوغوښت.

له ولګا ګراد څخه تر کولن پورې

نجیبه شریفي وايي جراحي ستونزمنه څانګه وه او آسانه نه ده چې یو ډاکتر ډير ژر متخصص او وتلی جراح شي. هغې خپلو زدکړو ته د تخصص په کچه په افغانستان او وروسته شوروي اتحاد کې دوام ورکړ. د دوو کلونو لپاره یې د شوروي اتحاد په ولګاګراد ښار کې د جراحي په څانګه کې زدکړې وکړې.

په دغه دوره کې له ډيرو نورو طبي تجربو سره بلده شوه. نجیبې ته بهر کې زدکړو نړۍ ته یوه نوې دریڅه پرانیسته. افغانستان ته په بېرته ستنېدو سره یې په وزیر اکبرخان روغتون کې ناروغانو ته د خدمت لپاره خپل کار ته دوام ورکړ.

په دغه وخت کې کبرا نورزايي چې په اصل کې د ادبیاتو له څانګې فارغه خو د روغتیا وزارت پر څوکۍ ګومارل شوې وه ، ډاکتر نجیبه د دې لپاره په ولایتي سفرونو کې له ځآن سره بېوله چې یو متخصص ډاکټر ورسره وي او وکولای شي په ګډه په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت وڅاري.

خو په ۱۹۷۴ کال کې یې د خپلې خور د درملنې لپاره چې د ژورخفګان ناروغي یې درلوده، المان ته سفر وکړ. ورور یې هم تر دې وړاندې په هامبورګ ښار کې زدکړې کولې.

ډاکټر نجیبه په المان کې له داسې شرایطو سره مخامخ شوه چې د ویزې په پای ته رسېدو یې د درملنې د بشپړېدو لپاره هلته پاتې شي.

د ناروغۍ دوام او په افغانستان کې د سیاسي وضعیت بدلون و، د دې لامل شول چې هغه په المان کې دایمي ژوند او کار وکړي.

ډاکټر نجیبه له دغه ماموریت څخه وروسته د سرطبیبې په توګه تقاعد شوه او خپلو زدکړو او کاري خدمتونو په اړه یې د خاطراتو یو کتاب لیکلی دی.

هغې په جرمني کې د جراحۍ او طب په اړه طبي او ټولنیزې څیړنیزې مقالې ولیکلې، او په یو شمیر سیمینارونو کې له ګډون او خبرو وروسته د اروپايي ډاکټرانو د کمیټې لخوا د اروپايي ډاکټرې په کچه ومنل شوه.

د المانيانو د سولې کلي په ماموریت کې یې چې په افغانستان کې د جګړې له امله د ټپي شویو ماشومانو د درملنې لپاره جوړ شوی و، په فعال ډول رول لوباوه او د افغان ښځو په ټولنه کې په غړیتوب سره یې د د المان د نړیوالو چارو له وزارت سره د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستو په رسولو کې برخه اخیستله.

جرمني کې اوږد مهاله استوګنې او کار د هغې د ژوند مسیر بدل کړ. وايي زه له بهرنیانو سره د افغان ښځو له واده کولو سره ډیره موافقه نه وم خو “قسمت مې له همده سره و”، خپل مېړه انجنیر اولتمن ته اشاره کوي چې د فورډ موټر جوړونې فابریکه کې یې کار کاوه. له هغې وروسته یې د شعر دغه بیت ولوست: ”

در دایره قسمت ما نقطه تقدیریم” (د قسمت په دایره کې زه د تقدیر ټکی یم)، د دغه واده پایله د آریانا نجیبه اولتمنس په نامه یوه لور ده چې د اقتصاد په برخه کې یې په آمریکا کې لوړې ده کړې کړې دي. کله چې مې له ډاکترې شریفي سره مرکه کوله، آریانا وویل پر خپلې مور ویاړي ځکه هغې ته یوه بېلګه ده او داسې ښځه ده چې ډيره سختي او ستونزې یې تجربه کړې دي.

د افغانستان په راډیو کې ویاندویي
نجیبه شریفي د کابل راډیو له لومړنیو ویاندویانو څخه هم ده. په ۱۹۵۶ کال کې چې د زرغونې ښوونځي زدکوونکې وه هلته یې کار پیل کړ. نجیبه لسم ټولګي کې د راډیو له لومړنیو ویاندویانو څخه شوه.

وايي په لومړیو کې یې خبرتیاوې لوستلې او وروسته یې د غوښتل شویو سندرو خپرونې او نورو خپرونو ته چې د راډیو د موسیقۍ برخې مسؤل وهاب مددي چمتو کولې او له هغې وروسته یې خبر ویلو ته ارتقا وکړه.

خبري ټولګې په ژوندۍ بڼه تر سره کېدلې. شفیقه حبیبي، کریم روهینا، سلام جلالي، مهدي ظفر او صادق فطرت یې د راډیو د ویاندویانو څانګه کې همکاران وو. په راډیو کې د ویاندویۍ دندې تر ډیرو کلونو دوام وکړ آن چې ډاکټره هم شوه هغه یې پرې نښودله.

کله چې یې په جرمني کې استوګنه پيل کړه، بیا یې هم د آلمان غږ راډیو “دویچه ویلي” سره په دري برخه کې همکاري کوله.

د هغې په خبره دغه کار به هغه د روغتون له تړلې او له سټرس ډکې فضا، د جراحۍ له میز او د ټپونو له لیدو یو څه لرې کوله. هغې خپله اړیکه د شعر او ادب او کتاب لوستلو نړۍ سره چې آن د پیغلتوب له وخته ور سره بوخته وه، ټینګه ساتله.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

انځورونه د ډاکټر شریفي له شخصي البوم څخه دي، پرته له لومړني انځور څخه چې د” اې اېف پيAFP ” دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button