په اسلام کې د ښځو حقوق

احمد ارشاد سعید

الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله د انسان ژغورني یو بې مثاله نظام رانازل کړ او دې سپېڅلی نظام ته یې د ( اسلام ) نوم ورکړ. دې نظام انسان نه یوازي د کائناتو د خالق لور ته متوجه او د هغه جل جلاله بنده ګۍ ته راوبلی، بلکي انسان ته یې د ورځني دنیوي ژوند لپاره داسي قوانین او مقررات وضع کړل چې تر قیامته دده د بقا کامل تظمین کوي. اسلام د نورو حقوقو تر څنګ د ښځو لپاره له ترحم او عاطفې ډګ حقوق لري چې د ښڅینه ژوندانه ټولې برخي احاطه کوي.

تر اسلام مخکي د ښځو حقوقي وضعیت:

مخکي تر دې چې په اسلام کې د ښځو د حقوقو جاج واخلو، لازمه ده تر اسلام مخکي په نړۍ کې د ښځې سره د تعامل په وضعیت پوه شو.

تر اسلام مخکي په ټوله آباده نړۍ کې ښځه له خپلو انساني حقوقو محرومه وه. د هغې وجود مصیبت او عذاب بلل کېده او د یوه بې حرمته موجود په سترګه ورته کتل کېدل. میراث نه ورکول کېده، د میاشنۍ مریضۍ په حالت کې به له ځانه بېلېدل او د یوه حیوان په څېر به خواړه ورکول کېدل. خو کله چې به پاکه شول یوازي به د شهواني غریضې د پوره کولو لپاره د یوې آلې په توګه استعمالېدل.

دلته په ځینو هغو نظامونو او سیمو کې د ښځو د حقوقي وضعیت یادونه شوې چې د پوهې او تمدن په برخه کې په خپل وخت کې پرې حساب کېده.

په یونان کې:

یونان سره له دې چې د خپل وخت له لویو او پرمختللو هیوادونو څخه وو، خو بیا هم ښځو پکې لوېدلی حیثیت درلود. دکتور مصطفی الشکعه په خپل کتاب (الاسلام بلا مذاهب) کې لیکي: ( یونانانو په لومړي کې ښځه د ټولو بدبختیو بنیاد او تر ټولو سپک مخلوق ګڼه. تر دې چې د ارسطو په څیر لویو پوهانو به هم د ښځو سره نرمي عیب ګڼل. خو د یونانانو تر څه پرمختګ وروسته پر هغوی شهوت غالبه شو او له دې وروسته یې له ښځې د شهوت پوره کولو د یوې وسیلې په توګه استفاده کول. تر دې چې په یونان کې بدلمنو ښځو دومره پرمختګ وکړ چې په تاریخ کې یې ساری نه موندل کیږي. پر یونان د ښکلا پالنې ذوق دومره غالبه شو چې حتی لویو لویو پوهانو او فلسوفانو به زنا عیب نه ګڼل. نکاح پکې بې ارزښته ښول او له نکاح پرته به یو ځای کېدل. )

همدارنګه دکتور مصطفى السباعي په خپل کتاب (المرأة بین الفقه والقانون) کې لیکي: (كانت المرأة في المجتمع اليوناني محتقرة حتى سموها رجساً من عمل الشيطان وكانت عندهم كسقط المتاع تباع وتشرى في الأسواق وهي مسلوبة الحرية والمكانة في كل ما يرجع الى حقوقها المدنية، ولم يعطوها حقاً في الميراث، وأبقوها طيلة حياتها خاضعة لسلطة رجل وكلوا اليه أمر زواجها فهو يستطيع أن يفرض عليها من يشاء زوجاً،)

(په یوناني ټولنه کې ښځه حقیره ګڼل کېدل تر دې چې ناولی شیطاني عمل یې وګڼل،هغه یې بېکاره وجود ګڼل چې په بازارونو کې به خرڅېدل او اخیستل کېدل. دا له خپلې آزادۍ او ټولو مدني حقوقو محرومه وه، دې ته په میراث کې حق نه ورکړل کېده. ټول عمر به د سړیو تر حاکمانه تسلط لاندي وه، نارینه وو ته یې ددې هر ډول واک سپارلی وو تر دې چې نارینه به چې هر څه خوښ ول پر دې به یې لازمول.)

په روم کې:

په روم کې هم د ښځو سره ورته چلند کېدلو. هلته هم ښځه پلیته او چټله ګڼل کېدل. استاد عبدالقادر شیبة الحمد پخپل کتاب حقوق المرأة في الاسلام کې لیکي: (په روم کې یوې لویي غوڼډې فیصله وکړه چې ښځه ناولی حیوان دی چې نه کرامت لري او نه عزت، هغه باید سپکه وساتل شي او یوازي د خدمت لپاره استعمال شي.)

په روم کې به سړي تر خپل لاس لاندي ښځو باندي مالکانه حقوق لرل چې د هغو د خرڅولو حتی په ځینو حالاتو کې یې د وژلو اختیار هم درلود.

خو کله چې روم څه پرمختګ وکړ،بیا یې ښځو ته د افراط تر حده ازادي ورکړل . د طلاق حق یې له سړیو څخه واخیست او ښځو ته یې ورکړ چې له امله يې نارینه د ښځو مریان شول، په وړه خبره به یې طلاق ورکاوه. تر دې چې یوې ښځې به تر لسو پوري میړونه کړي وه. رومي لیکوال جودنیل وايي چې یوې ښځي په لسو کلونو کې اته مړونه رد او بدل کړل.

په اوسني غرب کې د ښځو حقوقي وضعیت:

د ښځو په اړه اوسنی غرب له مخکي غربه هیڅ فرق نه لري. پخوا به هلته ښځه پلیته ګڼل کېدل خو اوس یې په آزادیو کې دومره افراط شوی چې ددې حیثیت یې له خاورو سره سم کړی دی. په اوسني غرب کې ښځه بې اندازې ستومانه او ستړې ده. هلته ددې د جسماني توان ډیر کم خیال ساتل کیږي او د نارینه وو په څېر دا هم په کار کولو مکلفه ده، که کار ونه کړي د دولت لخوا د ( قوت لا یموت ) په اندازه یوازي دومره څه ورکول کیږي چې ژوندۍ پرې پاتي شي. خاوند ښځې ته پر نفقې پیدا کولو مکلف نه دی. ښځه باید لږ تر لږه ۸ ساعته له کور دباندي کار وکړي او چې کله له کاره ستړې ستومانه راشي باید کور صفا، خواړه پاخه او د اولادونو روزنه او پالنه هم وکړي. په دې کارونو کې یي ځیني داسي وي چې تر ۱۵ دقیقه یې تفریح بغیر پکې ناسته بیخي وي نه. ځیني وختونه خو ښځي د خپلو ضروریاتو د پوره کولو په خاطر باید په رخصتیو ( شنبه او یکشنبه) کې هم کار وکړي. په غرب کې نکاح ډیره کمه او حتی په ورکېدو ده. ځکه خو په غرب کې هغه اندازه عزت چې باید ښځي ته ورکړل شي له مینځه تللی دی. په اوسني غرب کې د ښځو د حقوقي وضعیت موضوع ډیره اوږده ده، دلته پر همدې اکتفا کوو.

په هند کې:

په هند کې هم ښځه د ورته وضعیت سره مخ وه. دلته به کله سړیو د ښځو او کله ښځو د سړیو عبادت کاوه.

عبادتخانې د بدفعلیو له وجې په فاحشه خانو بدلې شوي وې. خو په عموم کې ښځه ډیره پلیته ګڼل کېدل.

همدارنګه کله چې به خاوند مړ شو او سوځاوه به یې ، نو ښځه به یې هم ژوندۍ ورسره سوځول. که هغې به انکار کاوه بد اخلاقه، بې وفا او غداره به ګڼل کېدل چې بیا به هیچا ورسره نکاح نه کول. په هند کې اوس هم ښځه د اوږو بار ګڼل کېږي. د هند پارلمان ته د یو سپارل شوي سند له مخې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۱ م کلونو تر منیځ ۱۵۸۹۱ ښځي د واده د نشتوالي له امله وژل شوي یا یې د خلکو د پيغور پر اساس خپله ځان وژلی دی.

د (نوای وقت) ورځپاڼې د ۱۹۹۹ م کال د ګڼې په حواله د واده نه نشتوالي له کبله په هند کې د یوې کورنۍ ۱۷ پیغلو یو ځای او په یوه ورځ ځان وواژه.

جزیرة العرب کې:

په عربي جزیره کې له ښځو سره تر دې هم بده رویه کېدل. د جاهلیت په دوران کې به هلته د نفقې او یا جاهلې غیرت له امله وړې نجوني ژوندۍ ښخېدلې. الله تعالی په دې اړه فرمايی: (وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ (58) يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (59)) [سورة النحل:۵۸،۵۹]

ژباړه: ( او کله چې خبر ورکړی شي یو تن ددغو ( کفارو) ته په ( پیدا کیدو د ) لور سره نو ( ټوله ورځ) وګرځي مخ دده تک تور له غمه حال دا چې دی ډک وي له قهره ( خپلې ښځي ته چې لور دي ولي راوړه؟) ، پټ ګرځي له قومه ( خپله ) له سببه د ناخوشۍ د هغه شي څخه چې خبر ورکړی شوی دی ( ده ته ) په هغه سره، آیا وساتي ( دی ) هغه لور سره د سپکوالي او که یې و منډي ( ژوندۍ ) په خاوره کې))

همدارنګه هلته به یې د ښځو په بدلمنۍ کاروبار کاوه. رئیس المنافقین عبدالله بن ابی ابن سلول شپږ وینځي درلودې، هرې یوې ته یې جلا کور جوړ کړی وو او د بدلمنۍ په وسیله به یې د هغوی څخه پیسې لاسته راوړلې. ښکاره کورونه به وه او پر بامونو به یې بیرغونه درولي وه، هر چا به پیژندل چې دا د فحاشۍ ځایونه دي.
دکتور محمد علي الصابوني په خپل تفسیر روائع البیان في تفسیر آیات الاحکام کې وايي: میلمنو ته به د قدر او احترام په غرض نجوني د فحاشۍ لپاره وړاندي کېدلې.

په اوسني غرب کې د ښځو حقوقي وضعیت:

په اسلام کې د ښځې مقام:

ددې مخکني وضعیت په خلاف اسلام ښځه عزتمنه کړل. اسلام ښځه دومره محترمه وکڼل چې نه يې په تاریخ کې مخکي ساری شته او نه به وروسته راشي. الله تعالی د النساء (ښځو) په نوم پوره سورت رانازل کړ، د قرانکریم په ډیرو ایاتونو کې چې کله د نر او ښځې دواړو ذکر کیږي، د ښځې ذکر یې د نارینه مخکي کړی وي، دا ځکه چې عربو ته خصوصا او ټولې نړۍ ته عموما د ښځې ارزښت او حرمت وروپېژني. ښځه یې د ترحم او شفقت مرکز وبلل، د رسول الله صلی الله وسلم نبوت لومړۍ ثمره حضرت خدیجه رضی الله عنها شوه ځکه خدیجه رضی الله عنها په ټوله نړۍ کې لومړۍ مسلمانه وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند د اخرنیو لحظو کې هم ښځه له یاده نه باسي او وايي( استوصوا بالنساء خیرا)، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث په داسي حال کې فرمايي چې سر مبارک یې د حضرت عائشې رضی الله عنها په غیږ کې ایښی وو. یعني دا چې د نبوي دعوت سلسله له ښځي ( حضرت خدیجې رضی الله عنها) څخه پیل او پر ښځې( حضرت عائشې رضی الله عنها) پای ته رسېږي.

په قرانکریم او احادیثو کې د ښځې عزت:

اسلام ښځې ته ټول هغه انساني حقوق او آزادۍ ورکړې چې دې ته ګټوري او ددې احترام او عزت تأمینوي. دا ځکه اسلام ښځه د انساني ټولنې نیمه برخه ګڼي، د هغې اصلاح د ټولنې اصلاح ګڼي. که هغه میرمن وي د خاوند لپاره یې لباس ګڼي:

(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)[سورة البقرة:۱۸۷]

ژباړه: (هغوي ( مېرمنې ) ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې او لباس یاست.)
امام ابوجعفر الطبري رحمه الله په تفسیر الطبري(جامع البيان) او امام السمرقندي رحمه الله په خپل تفسیر (بحر العلوم) کې فرمايي: د لباس څځه مراد سکون دی، یعني دا چې ښځې ستاسو سکون او تاسو د هغوی سکون یاست.

که هغه مور وي جنت د هغې تر پښو لاندي ګني:

(الجنة تحت اقدام الأمهات)[رواه مسند الشهاب]

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندي دی)

كه هغه لور وي، د هغې ساتنه یې د قیامت په ورځ د ځان ته د نژدېکت سبب ګڼلې ده.

په صحیح مسلم کې له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: من عال جاریتین حتی تبلغا جاء یوم القیامة انا و هو کهاتین، و ضم اصابعه.)

ژباړه: ( چا چې د دوو نجنو پالنه وکړه ان تر دې چې هغوې دواړه د ځوانۍ او پیغلتوب مرحلي ته ورسیږي نو د قیامت په ورځ به زه او هغه وګړي دغسې را ځو لکه زما د لاس دا دوه ګوتې چې یوځاې دی)

په دې حدیث شریف کې د لوڼو پر پیدا کېدلو د خوښۍ څرګندولو ترغیب شوی دی، ځکه د لوڼو پیدا کېدل او بیا روزل د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د نژدې کېدلو سبب ګرځي.

په بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

(مَنْ ابْتُلِيَ مِنْ هذه البنَاتِ بِشَيءٍ فأَحْسَن إِلَيهِنَّ، كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِن النَّار)[متفق علیه]

ژباړه: د چا په کور کې چې نجوني پیدا شي او هغوې په بهتره توګه د هغې پالنه وکړي نو همدغه نجونی به هغو ته د دوزخ د تللو تر مخ حائل و ګرځي .

همدارنګه که هغه میرمن وه د نارینه د ایمان تکمیلونکې یې ګڼي.

الله تعالی مسلمان نارینه ددوی سره پر ښې رویې کولو امر کړل. الله تعالی فرمايي: (وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ )[سورة النساء: ۱۹]

ژباړه: (له خپلو مېرمنو سره د نېکۍ پر اساس ژوند وکړئ)

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( په دنیا کې مي له دریو شیانو سره ډیره مینه ده ؛ او بیا یو له هغو څخه ښځه یادوي.)

په ترمذي او ابن ماجه کې له حضرت عائشې رضی الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: خیرکم خیرکم لأهله انا خیرکم لأهلي)

(په تاسو کي غوره هغه څوک دئ چي د خپلي مېرمني په حق کي ښه وي او زه په تاسو کي د خپل اهل له پاره ښه (ترمذي))

په اسلام کې د ښځو حقوق:

-د خاوند د انتخابولو او زوجیت حق:

اسلام ښځې ته د میړه د انتخاب حق ورکوي او له ولي پرته هیچاته حق نشته هغه په زور چاته په نکاح کړي. رسول االله علیه وسلم فرمايي:( (لا تُنكَحُ الأيِّمُ حتى تُستأمَرَ، ولا تُنكَحُ البكرُ حتى تُستأذَن. قالوا: يا رسولَ الله، وكيف إذنُها؟ قال: أن تسكُتَ)[رواه البخاري]

ژباړه: (کونډه به تر هغو په نکاح نه ورکول کیږي تر څو د هغې امر نه وي اخیستل شوی، او پیغله به تر هغو په نکاح نه ور کول کیږي تر څو اجازه نه وي ترې اخیستل شوې، صحابه کرامو وویل: د پیغلې اجازه څنګه وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل: چې سکوت وکړي.)

-خاوند له ښځې سره په ښه رویه کولو امر کول:

له مخکي چې یادونه وشوه تر اسلام مخکي سړیو پر ښځو مالکانه تسلط درلود چې د نیولو سربیره به یې ځیني وخت د خپلې ښځي د وژلو حق هم درلود. خو اسلام د ښځې او خاوند تر منیځ دا ډول واکمني له مینځه یووړه. دا یې ددې د خاوند او خاوند یې ددې لباس وګاڼه.

– د تعلیم حق:

همدارنګه اسلام ښځې ته د دینې تعلیم اجازه ورکړه، نه یوازي اجازه بلکي پر هغې باندي یې دیني تعلیم فرض کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( کسب العلم فریضة علی کل مسلم) [رواه الألباني] ،
ژباړه: (د ( دیني ) علم حاصلول پر هر مسلمان ( نارینه او ښځینه) فرض دي.)

-د میراث حق:

تر اسلام مخکي جاهلي دوره کې ښځې له میراث څخه محرومه وې، خو کله چې اسلام راغلی، دا بد رواج ته یې هم خاتمه ورکړه او هغه یې ته یې د میراث وړلو حق ورکړ، الله تعالی فرمايي: (لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا)[سورة النساء:۷] ژباړه:

پر خاوند باندي ددې د نفقې فرضیت:

همدارنګه اسلام له ښځې څخه د نفقې د کټلو جبر پورته کړ او ددې نفقه او د اوسېدلو ځای یې پر خاوند فرض وګرځاوه. د مسلماني ښځې لپاره دا ضروري نه ده چې خپل ځان ته به پخپله نفقه لټوي، بلکي دا مسؤولیت تر نکاح مخکي ددې د پلار، ورور او نژدې قریب او تر نکاح وروسته ددې د خاوند پر غاړه دی.

د مکلیت حق:

همدارنګه اسلام ښځې ته د خپل مال د ملکیت حق ورکړی دی.

په اسلام کې دنارینه او ښځي اړیکې د مینې،صمیمیت او محبت اړیکې دي.

الله تعالی ښځې ته تر دې اندازې عزت وکړی چې حتی د هغې خلق له خپلو نښو څخه یوه نښه ګڼي او فرمايي:
(وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾)[سورة الروم:۲۱]

ژباړه: او ( ځیني ) له نښو ( د قدرت ) د ددغه ( الله ) دا دي چې پیدا کړي یې دي تاسي ته له نفسونو ستاسو ښځي د پاره ددې چې مائل شئ دوی ته ( او مطمئن اوسئ ) او ګرځولي یې ده په مینځ ستاسي ( او د ښځو ) کښې دوستي او مهرباني بیشکه په دې کښې خامخا ډیري نشي د قدرت دي لپاره د ( هغه ) قوم چې فکر کوي ( د الله تعالی په صنع کي).

اسلام ښځي ته د ژوند په هره برخه کې حقوق ورکړي. په ثواب او اجر کې د نارینه وو سره په ټولو برخو کې یو شان بللې. هغې ته یې د خاوند د انتخاب حق ورکړی، د هغې سره یې په ښه چلند امر کړی ، هغې ته د شرعي عذر په صورت کې د قاضي په فیصله له خپل خاوند څخه د جلا کېدلو حق هم ورکړل شوی دی او په اقتصادي برخه کې یې هغه د خپل مَهر، خپل مال او دارایي او میراث مالکه او متصرفه وګڼل.

د ښځو او نارینه وو تر منیځ چې په ځینو حقوقو او دندو کې توپیر شوی دی هغه د فطرت او انساني مزاج غوښتنه ده. الله تعالی نارینه فطرتا قوي ا و ښځه ضعیفه پیدا کړې ده او ددې جسماني توپير له وجې پر هغوی ترحم کړی، سخت او درانه کارونه یې نارینه وو او نسبتا هوسا کارونه یې ښځو ته سپارلي دي. دا یې په کورنۍ کې د خپلو اولاونو استاده ګرځولې تر څو ټولنې ته قدرمن شخصیتونه ورزوي. همدا وجه ده چې اسلام ددوی تر مینځ په ځینو حقوقو او دندو کې توپیر په نظر کې نیولی دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button