پلی تګ مو عمر اوږدوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که یو ساعته تمرین درباندې فشار راوړي او تر اوسه مو ترې د پام وړ ګټه نه وي اخیستې، نو نوې طریقه تجربه کړئ. امریکایي څېړونکي وایي په یوه ورځ کې یوازې شل دقیقې پلی تګ مو د عمر زیاتوالي لامل کېږي.

څېړونکو د ۳۳۴زره کسانو په اړه چې عمرونه یې د ۴۰ او ۵۰ کلونو تر منځ دي، معلومات راټول کړي دي، قد، وزن او ملاوې یې اندازه کړې دي. دوی په دې اړه هم معلومات راټول کړي چې دغه خلک په ورځني ډول کوم او څه ډول کارونه ترسره کوي. د دغو کسانو په ډله کې ډاکټران، خیاطان، بزګر او نور هغه کسان شامل دي چې فزیکي کارونه ترسره کوي، له هغوی څخه یې پوښتنې کړې دي.

څېړونکو د هغوی دندو او کړنو ته په پام سره دغه کسان پر څلورو برخو وېشلي چې عبارت دي له فعال، نسبتاً فعال، نسبتاً غیر فعال او غیر فعال څخه. دوولس کاله وروسته دوی د هغه کسانو په اړه هم معلومات راټول کړي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و.

د څېړنې پایلې جالبې دي، هغه کسان چې ډېر فعال دي، مرګ یې هم د نورو په پرتله کم ښودل شوی دی. دوی فعال کسان له غیر فعالو سره پرتله کړي دي چې په پایله کې د غیر فعالو کسانو مرګ د فعالو په پرتله شل سلنه زیات ښودل شوی دی.

دوی وایي، که تاسو د غیر فعالو کسانو په ډله کې یاست، هڅه وکړئ چې فعالیت ترسره کړئ. په دې ډول به مو خپل عمر اوږد کړی وي او له خپلې روغتیا سره به مو مرسته کړې وي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button