پلان څه شی ده؟

پلان څه شی ده؟
کفیل نیازی
پلان له وړاندي څخه جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغې په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو.

مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي.

د پلان په وسیله کولی شو چې په منظم ډول فعالیتونه مالوم کړو تر څو چې د یوې پروژې یا ارګان مدیر د هغه پلان په وسیله خپل اهداف په اسانۍ سره لاس ته راوړي.

.پلان د مدیریت له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي چې د یوې ادارې مدیر یا د یو ارګان یا پروژې مدیر د خپل پلان په ډیزاین یا جوړولو کې مهم رول لري

په لنډه توګه ویلی شو چې د یوې ادارې یا ارګان لپاره پلان د ملا د تیر حیثیت لري چې نوموړې اداره د پلان په وسیله خپل اهداف ټاکي او د پلان د عملي کولو په وخت کې خپل اهداف لاس ته راوړي.

یو مدیر په خپل پلان کې کې دا شاملوي چې یو فعالیت په یوه اداره یا ارګان کې د چا لخوا، چیرته، څه وخت، ولې، او د څه لپاره اجرا شي.

د چا

دا مانا چې یو فعالیت د چا په وسیله اجرا شي؟ یانې کس احمد یا محمود د پلان په وسیله مشخص کېږي.

چېرته

د پلان په وسیله ځای باید مشخص وي چې په کوم ځای کې ترسره شي.

څه وخت

وخت چې تر ټولو ډیر مهم دی د پلان په وسیله مالومېږي چې پلانی فعالیت څه وخت اجرا شي؟ یانې میاشت ورځ او ساعت باید مالوم وي.

ولې

دا په د مانا چې یو کار د څه لپاره کوو. یانې هدف باید مالوم وي چې ددې کار یا فعالیت په اجرا کولو سره یوې ادارې ته څه ګټه رسېدلی شي. د ولې اصل مانا داس کېدلی شي چې د څه شي په خاطر یو فعالیت باید اجرا شي.

څه لپاره

هر کله چې یو څوک کوم کار ترسره کوي تر شا یې هدف موجود وي. یو څوک به یو کار د ګټې لپاره کوي یو څوک به یو کار د خیر او ښېګنې لپاره کوي. کله چې

یو مدیر چې څه وخت پلان جوړوي هغه باید په خپل پلان کې دا مشخص کړی چې نوموړی فعالیت د څه لپاره کوي د هغه تر شاه د ادارې ګټه څه ده؟

دوخت په اساس دپلان ډولونه

اوږد مهاله پلان :

دا هغه پلان دي چې د پنځو(٥) کالو څخه پورته وي چې دي ته ستراتژيک پلان هم وايي .لکه د سردار داؤد خان پيځه کلن پلانونه .

منځ مهاله پلان :

دا هغه پلان دي کوم چي د يوکال څخه تر پنځوکالو پوري وي .

لنډمهاله پلان :

دا هغه پلان دى کوم چې د يوي ورځي څخه تر يو کال پوري وي او لاندي ډولونه لري .

(ورځيني پلان ، ميا شتني پلان ، ربعي وار پلان ، کلني پلان )

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button