پر ملکیانو د طالبانو د بریدونو دوام

پر ملکیانو د طالبانو د بریدونو دوام

سیدعبدالله پاچا

طالبانو تازه د دوشنبې په ورځ د کابل دویمي حوزې اړوند دهن باغ سیمه کې یو کاسټر موټر باندې چاودنه وکړه چې په پایله کې ۱۵ کسان ټپيان شول چې ټول یې ملکي وګړي دي.

په ډک ښار کې ملکي موټر باندې چاودنه مالومه خبره ده چې ملکیانو ته به زیان اړوي، خو طالبان یې هیڅ کیسه کې نه دي، یواځې چې د طالبانو وحشت خلکو ته ښکاره کړي.

تر دې دوه ورځې وړاندې طالبانو شپږمه او دریمه حوزه کې هم ملکي ټونس موټرو باندې چاودنې وکړې چې درې کسان پکې شهیدان شوي و او ۱۶ نور ټپيآن شوي و.

دا وروستۍ چاودنې دي چې د طالبانو له لوري شوي خو په دومره توپير چې طالبانو یې مسوولیت نه دی منلی.

جالبه دا چې طالبان د ځینو بریدونو مسوولیت مني او د ځینو له دې کبله نه مني چې نړیوال یې تر فشار لاندې ونه نیسي.

کابل او ولایتونو کې چې څومره کسان د وروستیو بریدونو په تړاو نیولي، اکثریت یې طالبان او یو شمېر یې داعش وسله وال دي.

طالبان په دې ډول بریدونو سره هیڅ لاس ته نه شي راوړلی، یواځې د دې لپاره یې کوي چې پر حکومت د خلکو فشار زیات کړي.

د طالبانو دې بریدونو یو څه نتیجه هم ورکړې، خلک یې ډار کړي او پر حکومت باندې نیوکې کوي چې ولې په امنیت کې پاتې راغلي.

دا شکاره ده چې طالبان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مخامخ نښته نه شي کولی او ټول تمرکز په غلچکي بریدونو کوي چې د ملکی وګړو په جامه کې یې ملکي سیمو کې کوي.

طالب هیڅ مذهب او هیڅ انسانیت باندې عمل نه کوي او هر هغه کار کوي چې د دوی د وحشت کیسه کوي او خلکو کې ډار رامنځ ته کوي.

که د طالبانو سیاسي ډله هر څو ووایي چې نور به تاوتریخوالی نه کوي، خو وسله والې ډلې یې هیڅ حاضر نه دي چې اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button