پر انټرنيټ روږدی کېدل؛ علایم او حللارې

ریاض مقامزی
د ټيکنالوژۍ چټک پرمختګ دې ته اړ کړي یو، چې وخت نا وخت انټرنيټ ته مراجعه وکړو. له تازه پېښو، تحولاتو، پرمختګونو، انکشافاتو او علمي لاسته راوړنو څخه د خبرېدو لپاره کوښښ کوو، چې فیسبوک او نورو خبري ويبسايټونو ته داخل شو.
همدارنګه په لرې هېوادونو کې د ملګرو او کورنۍ د غړو احوال اخیستل هم ددې سبب شوی، چې له انټرنيټ سره وصل شو. ددې ترڅنګ ځينې نور عوامل هم شته، چې موږ له انټرنيټ سره تړلي ساتي.
انټرنيټ سره دومره ډېر تړاو ددې سبب شوی، چې موږ پرې روږدي شو. همدې چارې ګڼ شمېر ټولنيز او روغتيايي ستونزې زېږولي دي.
موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته پر همدې موضوع وغږېږو او وضاحت درکړو.

انټرنيټي اعتیاد څه ته وایي؟
که تاسو له انټرنيټ څخه ډېره ګټه اخلئ، دا پر انټرنيټ د روږدي کېدو معنی نه لري، تر هغې چې له انټرنيټ څخه ګټه اخيستنه ستاسو ورځنۍ چارې له خنډ سره مخ نه کړي، پر انټرنيټ روږدي نه يئ. خو که تاسو له انټرنيټ څخه د ډېرې ګټې اخيستنې له کبله خپل وخت ضايع کوئ دا پرته له شکه ډېر زیان لري.
په ټوليزه توګه کولای شو، انټرنيټي اعتياد په مختلفو برخو وويشو، مشهور یې عبارت دي له:
ـ پر آنلاین ګيمونو روږدي کېدل (لکه پبجي او ځينې نور)
ـ د اطلاعاتو ډېر لټون
ـ په غير اخلاقي ویډيوګانو پسې لټون
ـ آنلاين خریداري کول، یا هم قیمار
ـ ټولنيزو رسنيو باندې روږدي کېدل (فیسبوک، انسټاګرام او …)

د انټرنيټي اعتياد علایم څه دي؟
پر انټرنيټ د روږدي کېدو نخښې او علايم کولای شوو په دوو ډلو (جسمي او روحي) تقسیم کړو.

روحي علایم
ـ خفګان
ـ دروغ ويل
ـ د ګناه احساس کول
ـ وېره
ـ له انټرنيټ څخه د کار اخيستنې په وخت کې د خوښۍ احساس کول
ـ د کاري لومړيتوبونو په پېژندلو کې ستونزه
ـ يواځېتوب
ـ د وخت ارزښت ته پاملرنه نه کول
ـ له کار کولو څخه ډډه

جسمي علایم
ـ د ملا درد
ـ سر درد
ـ بې خوبي
ـ نامناسبه تغذيه
ـ د ورمېږ درد
ـ د سترګو د دید ستونزه
ـ د وزن ډېروالی یا کمښت

حللاره
تر هر څه لومړی باید تاسو ومنئ چې پر انټرنيټ روږدي یئ. که تاسو دا خبره نه منئ نو هېڅکله یې د حل لپاره اقدام نه کوئ. که څه هم یوه ځانګړې درملنه ددې ستونزې لپاره نشته مګر ځينې لارښوونې ستاسو مرسته کولای شي.

۱. قوي اراده
تاسو باید قوي اراده وکړئ، چې د انټرنيټ کارول به کموئ. همدا تر ټولو ښه لاره کېدای شي. مګر باید بدیل ولرئ که تاسو انټرنيټ نه کاروئ نو څه به کوئ؟ تر ټولو ښه خبره دا ده، چې د انټرنيټ وخت مو مطالعې ته ورکړئ.

۲. ځان بوخت کړئ
کوښښ وکړئ ځان بوخت وساتئ. مطالعه، د کور کارونه، له ملګرو سره لوبې، تفکر، چکر او ځينې نورې لارې چارې تاسو ډېر بوخت ساتلی شي.

۳. مهالوېش جوړ کړئ
دا باید ومنو، چې د انټرنيټي اعتیاد څخه ژر خلاصون اسانه خبره نه ده. نو باید د یو مهالوېش په درلودلو سره د انټرنيټ کارول په تدريجي توګه کم کړئ.

۴. له کورنۍ سره وخت تېر کړئ
له کورنۍ سره د وخت تېرول یوه ښه لاره ده، چې تاسو له انټرنيټ څخه لرې اوسئ. هڅه وکړئ خپل ډېر وخت له کورنۍ، مور او پلار، مېرمنې او ماشومانو سره تېر کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button