پردی فکر

نور سعید
څپېړه د ښځې پر غوږ ولګېده. د سړي د درانه لاس ورغوی یې پر غوږ او څپک یې د سر پر کیڼه برخه پرېوت. سوربخون خړ رنګ ګرد یې ذهن ونیو. ستونی یې غوټه شو.

تر څپېړه لاندې غوږ یې کوڼ شو، له بله یې ازانګې وتلې.

له سترګو یې سپرغۍ باد شوې. د غوږ له پوڅکۍ تر غامبوري یې پر مخ سور خاپ راڅرګند شو. د درد له څړیکې سره یې د سپکاوي، نه کتنې بې ارزښتۍ احساس وجود نور هم په خپل نازک پوست کې ایسار کړ.

د لښتۍ میخک یې د غوږ شاتني پوست کې ننوت، د وینې کوچنی څاڅکی ځای پر ځای پرې ودرید. ژبه یې نه ګرځېده او د سړي پرلپسې کنځل یې نه اوریدل.

”د سپې لورې زړه شوې، مالګه دې و نه پېژنده!”

بیا ناڅاپه د ښځې ټول بدن سخت شو. د غاړې رګونه یې وپړسېدل. زړه یې د ټټر له دېوالونو سره ټکرونه وهل، ته وا غواړي له پنجرې بهر شي.

ګوتې یې موټي شوې. سترګې یې خود بخوده د میوې چاکو ته واوښتې، چې د سړي مخې ته پر ویړ دسترخوان پروت و.

خو دا هر څه یوه شېبه کې تېر شول، لکه مخکې… لکه تل…لکه تېرو څلور نیم، پنځو کلونو کې تر پنځوس ځله هم زیات چې شوي وو…

ښځه د سړي له ګوزاره زیاته له خپلو سترګو، لاسه او په خپل سر کې له پردي فکره وډاره شوه. په خپل پوستکي کې نوره ونغښتل شوه.

په پلارګنۍ کې په کراتو، مراتو اورېدلې خبره یې په ذهن کې وګرځېده:

”سړي خو همداسې دي، نو…”

سړي د بې مالګې شوروا کاسه د دسترخوان څنډې ته پورې وهله، مخ یې بل لور ته واړاوه. ځوړند سر کېناست او د ښځې پرغامبورو د مالګینو اوبو دوه غټ څاڅکي ورغړېدل.

سړي یې سترګو ته وکتل. ښځې خپلو نوکانو ته کتل. سړي له پزې اوږده ساه واخیسته. د شوروا کاسه یې ځانته ورنژدې کړه. په بوڅو شونډو یې وویل:

”پاڅه خرې، مالکه راوړه!”

ښځه په بې سېکه ګامونو له خونې ووته.

برتانیا – لوټن ۲۰۲۰ فبروري ۲۸

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button