پخواني هېواد مشر او چمچمارو ته يې

د غني د تخريب او سبوتاژ هڅه مه کوئ!

ديارلس کاله دې د مخالفينو په شان د بېنظيرې او د پنجاب لکۍ نيولې وه

هسې بېځايه دې شل ځلې وخت په دې وهغې ضايع کړ. تفاهمليک به ډېر ضرور وي او که د څارگرې ادارې لاسپوڅي؟ له طالبه نيولې تر حکمتيار، رباني، مسعود، حقاني، ملاعمر، شمال ټلوالې او تر ځينو واليانو او قومندانانو پورې ټول د چا لاسپوڅي دي؟ له دې به لوی خيانت چېرې وي چې رباني دې د سولې شوری مشر وټاکه او مخالفينو ته وايی چې سوله راسره وکړه

خاني ورياست دوه جلا مفاهيم دي. له لوټمارانو، خاينانو وجنگسالارنو سره انعطاف، فساد وکمزورې اداره او داسې نورې ناخوالې دې ملت ته لوی سرخوږی په ميراث پرېښووه چې پاکول به يې غني ته ستونزمن او وخت ونيسي

ښاغليه ،

وايی يو وخت کوم ملا د ښځو د مياشتيني عادت ((حيض)) په تړاو په جومات کې په زوره يعنې لوډسپيکر کې مسالې کولې، نو بهر به ښځو په کورونو کې اورېدلې، نو يوې بلې ته ويل، ښه خورې، چې داسې ده، نو زموږ کوم ځای له ملا صاحب نه پټ دی. خبره تر تفاهمليک پورې راغله چې زموږ کوم ځای، کومه اداره، کوم وزارت، کوم رياست، کوم ملا وقوماندان ان تر ارگه پورې د پرديو جاسوسان دي، نو ښاغلی کرزی او چمچماران دې يې دا ثابته کړي چې ايا دوی هم پاک دي؟ ښاغلی کرزی يو بد عادت دا لري چی ((يو غرت وکړي او نور يې پرېږدي، باد يې وخېژي او نور ورپسې نه گرځي)). اوس يې د لنډه غرو په لمسون د ښاغلي غني د تخريب او سبوتاژ پسې راخېستې ده. تاسو غني تخريب وسبوتاژ کړي نه ياست، ولې يې تاسو تخريب او سبوتاژوئ؟ تر ټولو لوی مسووليت به د محشر پر ورځ د ښاغلي کرزي پر غاړه وي، ځکه چې نور دی کاروي او غني ته ستونزې راولاړوي. شل ځلې لاړې وراغلې يو ملا برادر دې هم راخلاص نه کړی شو. هغه تش په نوم يې راخلاص او چا په سترگو هم ونه ليده.

ښاغليه ،

هېڅ يو افغان په دې خوښ نه دی چې زموږ ملکي ونظامي واستخباراتي پرسونل دې څارگره اداره راته وروځي. دا جهاديان وطالبان يې چې راته روزلي بس نه دی، خو ستا په وخت کې زموږ ارگ د پنجاب وتهران مېلمستون وو. پارلمان مو د تهران وپنجاب له برکته سم نيم وو او اوس هم په پارلمان وهر ځای کې هلته د هر چا لاسپوڅي شته. د مزار ښکرور ستا او د هولبروک له لاسه اسمان ته وخته چې اوس يې راکوځول خورا سخت دي. د فساد بنسټ دې اېښی او دا لړۍ لا روانه ده. ډيورنډ لاين په داسې غرتو نه ترلاسه کيږي چې يونيم ميليون مهاجر لا هم هلته په پاکستان کې لرو او ملکي ونظامي پرسونل ته مې لا اوس هم بل څوک معاش ورکوي. اردو مې هم هغسې مجهزه نه ده چې په اوسني شرايطو کې دې له پاکستان سره ډغره ووهي. تراوسه لا د نړۍ سره سيده مخابراتي سيستم نه لرو او نه د پاکستان د توغنديو د کشف سافټوير لرو، ولې به يې په زرگونه توغندي پر کونړ راويشتل. زموږ د جهاد له برکته دوی د اتوم خاوندان شو. موږ لا يوه مرمۍ نه شو جوړولی. د هغوی ملا، پوځ واستخبارات وسياستوال جهاد په پاکستان کې فساد وناجايز بولي، خو زما لا تراوسه د بل په لمسون او وسله د خپل هېواد ورانول او د خلکو وژنه لا جهاد او ثواب بولي.

په کور دننه هم هغسې له ستونزو سره مخ چې لا تر پرونه مې کابينه نيمگړې وه. اجرايوي رئيس او د شمال ښکرور هر وخت د غني مخه نيسي او لا گوتڅنډنې هم ورته کوي. د مخالفينو له اوږو نه د پردی ټوپک لا نه دی ښکته شو او لا موږ هم پخپلو کې يو د بل له تخريب او سبوتاژه لاس نه دی اخېستی، نو هسې په ((غرتو)) خو هېڅ نه کيږي. همدې ښه دوست هند د پاکستان د حساسيت له امله وسله رانه کړه او امريکا خپلې مرستې وځنډولې چې د غني په ورتگ سره خو بيا يو څه هيله پيدا شوه او ځېنو نورو دوستانو هم وعده وکړه او له عربو سره هم اړيکي يو څه نسبي ښه شوې. اميد دی چې له روسيه سره به هم ښه شي، خو وخت غواړي. د کور دننه ملي يووالي ته اړتيا ده. ملي گټې بايد تر هر څه مخکې وي. تاسو چې لندن ته راغلي واست او د کيمرون مېلمانه وئ. زرداري او کياني هم وو. د برتانيا وامريکا خواخوږي زموږ په پرتله له هغوی سره ډېره ده. مخکې هم ډېره وه، اوس هم ډېره ده او بيا به هم ډېره وي.

ښاغليه ،

طالب او نور جهادي اسلامپال د دې لپاره نه دي جوړ شوي چې هغوی دې له ملي گټو نه ننگه وکړي. په کشمير کې حافظ سعيد، طالب او نور جهاديان د دې لپاره پيدا شوي چې د پنجاب له گټو نه دفاع وکړي. هغه هند ته د سرخوږۍ او د کشمير اوبه د غصب لپاره رامينځته شوی او تش پوچ د اسلام شعار يې ورته په خوله کې ورکړي او همداسې يې زموږ جهاديانو او طالبانو ته يې تش پوچ اسلامي شعار په خوله کې ورکړي، خو هدف يې زموږ زمکنۍ بشپړتيا او خپلواکي گواښل، د ځنگلونو او اوبو لاندې کول او د تل لپاره ځانته مختاجول دي چې هېڅ صادرات ونه لرو او واردات او ژوند مو ټول پر دوی ولاړ وي. نه پوهېږم چې تاسو خاني کوله او که مو حکومت کولو؟

ولس خو تا ته هم ويل چې د بوټو له خاندانه تېر شه، خو تا سبا وبېگاه منډې وروهلې. هغه بېنظيرې چې د جلال اباد د نيولو امر يې ورکړی وو، خو ستا و د مخالفينو د سترگو تور وه. ووټ پښتنو درکړ، خو ځان وايمان دې په شمال ټلوالې ورکړ. ولسوالي دې ولايت کړه او دا لا څه چې د دولت اتيا برخې واک دې ټول همدې يوې وړې ټلوالې ته ورکړ. له ساتونکيو دې اشپزان ډېر ول. ځينو ځينو خو پکې ښه سټونه وکړل. که تاسو غوڅ او پرېکنده دريځ درلودای، نو ولې به غني له شمال ټلولې ډاکټر عبدالله سره ائتلاف ته مجبورېدلای چې په ځينو کې تاسو ته هم د پړې گوته نيول کيږي. ته خو لږ فکر وکړه چې د زرداري غوندې لوفر ته دې منډې وروهلې او مېرمن يې د اسلم بيگ وحميدگل په حواله د جلال اباد د نيولو امر ورکړی وو. تا ځان نه پېژندلو او سبا وبېگاه ورخوشې وې. ولې؟

د نر يوه خبره وي، خو ته سبا وبېگاه زرداري ته ورخوشې وې. ولې به پروېز مشرف ستا او د ټول هېواد په مقابل کې طالب بيرته په پښو ودرولو؟ ولې به يې خپلې نيابتي جگړې ته د طالب په پلمه دوام ورکولو؟ دښمن ته څوک سوال وننواتې نه کوي او نه سبا وبېگاه ورخوشې وي، بيا خپل ځان ساتي. که موږ ځان پېژندلی او ساتلی وای، نو ولې به مخالفينو زموږ دروازې په پلازمينه کې راشرنگولی. ولې به نن د پاکستان له گوتڅنډنو سره سره يې حملو ته دوام ورکولی چې د هېواد يوه برخه ترې په ارامه پاتې نه شوه. او نن هم چې ملکي ونظامي واستخباراتي مشران يې غني ته راځي، بيا يې هم له خپل رذالته لاس نه دی اخېستی او خپله جگړه تپل شوې او نااعلان شوې جگړه بيا هم د طالب په لاس مخې ته وړي. غني بايد دا درک کړي.

زموږ درې تنه اسلامپال فراريان mercenaries په پيل کې وروتښتېدل چې د جهاد له برکته يې دومره بچي راته وزېږول چې شمار يې يو الله ته روښانه دی. ځينې خو يې هغه دی د سولې اتلان او شهيدان وبلل شول چا چې د څارگرې ادارې پخوانی بدنامه جنرال او د افغانستان د تباهۍ مسوول راته په ارگ کې پورته کېنولی وو او له ډېرې لورېينې نه يې ورته نظامي لوړه څوکۍ هم ډالۍ کړې وه، هغه بل درمل پلور يې په مرگ دومره اوښکې توی کړې چې د خپل پلار پر مرگ به يې هم نه وې توی کړې. د دوی د شهيد داود خان د وخت هغه دوسيه څنگه حل شوه؟ تا وبښل او که يې خپله ځانونه تبريه کړل؟

زه پروسږکال د يو دوه ورځني اسلامي کورس لپاره کيمبريج ته تللی وم او هلته د ماښامنۍ لپاره له خپل استاذ سره د يو چا په کور کې مېلمانه شو چې له موره پښتون، خو پلار يې د پنجاب د هزاره ډيوېژن وو. ما ته پته نه وه چې نوموړی د جماعت اسلامي کس دی. استاذ مې د نورو شاگردانو په گډون زه هم وروپېژندلم. د افغانستان په اورېدو يې له ما وروسته څو ځلې د حکمتيار ورباني او د شمال ټلوالې په باره کې وپوښتل، نو ما ورته وويل چې له موږ يې زيات حال پاکستان ته روښانه دی چې چا روزلي او هم يې په جنگ اچولي دي؟ اخر مو خبره د داود خان د وخت دوسيه ته ولاړه، نو ده راته وويل چې حضرت معاويه خو هم حضرت علي رضی الله تعالی عنه باغي بللو، خو حضرت علي رضی الله تعالی عنه په حقه وو. مانا دا چې حکمتيار په حقه دی، نو ما ورته وويل چې نه حکمتيار او نه رباني دواړه د حضرت معاويه او نه د حضرت علي رضی الله تعالی عنه ځای نيولی شي او نه د هغوی مقام او مرتبه راخپلولی شي. هغوی خو بيا هم يو ((صحابي)) او بل بيا ((senior صحابي او خليفه اميرالمؤمنين)) هم وو، نو دوی څوک دي؟ دوی خو د قاضي حسين احمد او جنرال نصيرالله بابر په وسيله بوټو ته معرفي شوي او دواړو دا خبره له ميډيا سره شريکه کړې ده چې يو اسلامپال او بل خلقی کمونېست جنرال وو او کمونېست خلقي ته يې وړي او ورمعرفي کړي وو او هغه بيا څارگرې ادارې ته معرفي کړي وو او هغوی بيا د خپلو موخو سياسي او ستراتيژيکو موخو لپاره نه د اسلامي موخو لپاره تر خپلې روزنې لاندې نيولي وو چې له داستانونو يې کتابونه ډک دي.

جماعت اسلامي سيده اړيکي له څارگرې ادارې سره لري او دغه اداره زموږ په خير نه ده. دوی د لويو قوتونو لپاره د کرايي کښو بڼه لري. د دې خبرې له اورېدو سره پرې سور اور بل شو. هغوی خو د پېغمبر په ملاقات مشرف ول، نو بوټو له پېغمبر سره تشبيه کړو؟ جماعت اسلامي خو د دوی وروړنه او ورپېژندنه بوټو ته د ځان لپاره وياړ گڼي. ما ورته وويل چې بنگال مو له لاسه ورکړی او کشمير گټلای نه شئ، نو موږ مو د کشمير د مسالې په تړاو برمته کړي يو. همداسې يې طالبان درواخله چې د پاکستان نيابتي ونااعلان شوې جگړه مخې ته بيايې. مشرف هم د روان کال په فبرېورۍ مياشت کې له ((گارډين)) ورځپاڼې سره روښانه کړه.

ښاغليه :

که يې درته سپينه ووايم دومره ((غول)) دې دې ملت ته پرېښي چې ښاغلی غني يې ايله څو لسيزې پاک کړي. دا اوسنی څومره سرخوږی چې غني ته جوړ دی ټول ستا له لاسه، که تا يو غوڅ دريځ درلودای، نو ولې به ټاکنې دومره ستونزمنې کېدای؟ د شمال ټلواله دې راته پر سر وخېژوله، ځکه خو ستا په شتون کې يې داسې گوتڅنډنې کولې چې موږ ته ټاکنې پراوا نه لري که موږ وغواړو هر وخت پر ارگ ورختلی شو، څنگه ستا او د بسم الله محمدي په وخت کې د شمال ټلواله داسې گوتڅنډنې وکړي؟ هغه د مزار فرعون هلته اسمان ته غشي ويشتل. د رباني، فهيم زامنو ته دې د دوی د پلرونو څوکۍ وروبښلې او قانوني دې د ميراثخور په توگه رامينځته کړ. دا يو مشکل وو چې تاسو خاني او اداره سره جلا نه کړی شوه.

ښاغلي غني ته زما مشوره دا ده چې زيات محتاط اوسي. په کور دننه او بهر ځنې معاندې کړۍ کوښښ کوي چې تاسو بدنام او گران هېواد افغانستان له کورنيو او بهرنيو هر اړخيزو ستونزو راونه وځي. دوی خپلو گټو پسې گرځي نه د ولس او نه د هېواد، خو دا ستا ذمه واري دی چې خپله ذمه واري چې خپلې ملي واسلامي گټې په نظر کې ونيسې او د دې لنډه غرو پروپاگند او ډنډورو ته وارخطا نه شې. گوره چې الله تعالی حق نه تلفوي او د حق ملگری دی. که په موږ کې د الله تعالی وېره وای، نو موږ به خپلې ملي گټې له چا نه ځارولی. نه به مو خپل گران هېواد د چا د گتو لپاره ورانولی او نه به مو خپل ولس په يو او بل نوم وژلی.

بيا هم پر پخواني هېواد مشر ښاغلي کرزي غږ کوم چې له خدايه ووېرېږه! د غني سپکه مه کوه! له تخريب او سبوتاژه يې لاس واخله! که تاسو ځان پېژندلی وای، نو هېواد به له دومره ستونزو سره مخ نه وای. لويه موقع او چاڼس دې له لاسه ورکړ او مناسبه گټه دې ترې پورته نه کړه. اوس غني ته وخت ورکړه چې دې هېواد او ولس ته کار او خدمت وکړي. دا هيله شته چې الله تعالی به يې مرسته او لاسنيوی وکړي. ښاغلی غني دې هم له څارگرې ادارې سره له پوره احتياطه کار اخلي.

په پای د ښاغلي کرزي د لوړې حوصلې ((زغم)) درناوی کوم او ورته درنښت لرم. هيله ده چې د خپل ملي واسلامي رسالت له مخې ښې او سالمې مشورې غني ته ورکړي او غني يې هم بايد ومني او درناوی يې وکړي. داسې گام دې نه پورته کوي چې له ملي واسلامي ارزښتونو سره سر نه خوري. يو د بل له تخريب او سبوتاژه ځانونه وساتئ. دا د ټولو گډ کور دی او بايد په شريکه يې له هر پلوه له ټولو پټو او ښکاره دښمنانو يې وساتو. احساساتي نه شو. هر کار او هر قدم مو بايد له احتياط، پوهې او بصيرت سره وي.

الله تعالی دې افغانان سوکاله او افغانستان ښېرازه او سرلوړی لري! امين ثم امين

په درنښت

سيدحسين پاچا

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button