پا س د تنګي مستې ځدراڼې ، جينکۍ ژاړي ، چې ووړکي بیا کابل ته ځينه

پا س د تنګي مستې ځدراڼې ، جينکۍ ژاړي ، چې ووړکي بیا کابل ته ځينه
د دغه کلیوالي ښکلي او مستې سندرې ويونګي ټولمنلي مشهوره هنرمنده میرمن رخشانه له دې نیمګړي دنیاګۍ څخه د ابد لپاره د دارلقرار په لوري د اتياکلونو په عمر د سترو هنري او وطني ارمانونو سره وکوچیده .
میرمن رخشانه چې اسلی نوم یې حمیده و د فروزان اوبیا وروسته د رخشانې په نوم کابو ۶۰۰ پښتو او دري سندرې و بوللې دهیواد او سیمې په کچه یوه بریمنه او ویاړمنه افغان میرمن وه چې په خورا جسارت او میړانه یې د پښتو او دري ادب اوهنر په لاره کې نه هیریدونکي اوبې ساري ستر خدمتونه تر سره کړي او د هنر په اسمان کې لکه ځلانده سپوږمۍ وځلیده او پخپل ښکلي غږیې د افغان ولس زړونو ته لار پرانیسته او د راډیو افغانستان په څپو کې یې خوږې سندرې او مینه ناک آواز د هیواد په ګوټ،ګوټ ،کلو او بانډو کې په ځانګړي دلچسپۍ اوریدل کیده او ښکلي زړه ټکوروونکي غږیې خورا زیات مینه وال درلودل او خپل هنري اغیز به یې تر مودو،مودو پوري تلپاتې ښیرازه اوژوندی وي.
هغه د نومیالي او درنه جنرال فرقه مشرصیب اصيل خان وزيري لوروه چې د خپلې مهربانې مور بي بي حدیجه چې د ښوونکي دنده یې درلوده داسې وروزل شوه چې د هغه مهال په متحجر او وروسته پاتې ذهنیت یې د بطلان کرښه راښکوده اود ښکلي هنرله لارې یې په تاریخي نـنګ او میړانه له ویرې پرته افغان ولس ته خپل هنري استعداد څرګند کړ.
ارواښادې میرمن رخشانې د سندرو ترڅنګ د بیلابیلو هنرمندانو په روزنه او پالنه کې هم کارنده رول لوبولی دی .
د بیلګې په توګه ګل رسول منګل چې د کابل په ښارکې د لرګیوپه خرڅلاو بوخت و ماته راډیو افغانستان ته راغی او د سندرو له هنر سره یې خپله مينه څرګنده او په دې لړکې یې له ما مرسته وغوښته هغه مې میرمن رخشانې ته وروپیژاند چې وروسته د دې په پاملرنه او پیرزوینه هنرمند شو. همدا راز ارواښاد خيرمحمد خندان هم د استاذ ګل زمان اوارواښاد استاذ اولمیر سربیره د میرمن رخشانې د هنري پاملرنې څخه برخمن و.
خدایږو تر همدې مهاله په هره اوونۍ کې د میرمن رخشانې په ښکلي غږ کې د هغې سندرې اورم او د ویاړلي ماضي د خاطراتو په یاد خپل پردیسانه زړه پرې ټکوروم .
ورته لاس لپه کوم چې سپیڅلي اروا یې تل ښاده اود ستر هنریادونه اوخاطرې یې تل ښیرازه اوځلانده اوسه .
اکبري ــ ۲۴/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button