پاکستان طالبانو ته لار ورکړې

پاکستان طالبانو ته لار ورکړې

عبدالمنان توحیدیار

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی چې پاکستان ته یې سفر کړی، له رسمي لیدنو وروسته مخفي لیدنې کړي او ځینې یې لا هم کويټه، کراچۍ او پيښور کې په لیدنو بوخت دي.

طالبانو پاکستان ته د سفر لپاره پلمه وکړه چې هغه هېواد کې له چارواکو سره په تجارت او کډوالۍ باندې خبرې کوي، خو له دوه ورځو لیدنو وروسته د طالبانو پلاوی په پاکستان کې پاتې شو او تراوسه په نویو راتلونکو پلانونو او مشورو بوخت دي.

رسمي لیدنو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د پوځ لوی درستیز، د استخباراتو مشر او بهرنیو چارو وزارت سره شوي، پاکستاني چارواکو د امریکا په فشار او د افغان حکومت په غوښتنه طالبان قانع کړي چې د دوحې دویم پړاو خبرو کې به یا تاوتریخوالی کموي او یا به یې موقت اوربند کوي.

طالبان هر کله حاضر دي چې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند وکړي، خو جي ایچ کیو او ای ایس ای ورته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې دې وینه تویدنه بنده شي، اوس چې پاکستان طالبانو ته د اوربند او یا تاوتریخوالي د کمیدو اجازه ورکړې، امکان لري چې راتلونکو څو ورځو کې د خبرو له پيل سره سم او یا له څو ورځو بحثونو وروسته اوربند باندې توافق وشي.

پر پاکستان فشارونه ځکه زیات دي چې اوس ټولو ته ثابته شوې چې دا ډله د پاکستان تر انحصار لاندې ده او که د پاکستان ریاست له دې ډلې هر څه وغواړي، ورسره یې مني او که هره خبره یې و نه مني، هغه ورځ یې بیا بدې ورځې رارسیږي.

طالبان هم زیاتو برخو کې له پاکستان مجبوریتونه لري، ځکه یې فرمایشونه مني.

له یوې خوا طالب مشران او کورنۍ یې پاکستان کې دي، له بلې خوا پاکستان پټنځایونه ورکړي دي، د طالبانو د ټپيانو درملنه کوي، د پاکستان د علماوو په فتوا جګړه کوي، پاکستاني مدرسو کې ورته جلب و جذب کیږي، پاکستان ورته خپل او د نړۍ امکانات راټولوي او طالبانو ته یې د جګړې لپاره رسوي.

نو دا پورته یاد شوي موارد او ځینو نور شته چې طالبان د پاکستان تر مستقیم اغیز او قومندې لاندې دي او له همدې کبله افغان حکومت غواړي چې لومړی خبره پاکستان سره وشي، بیا طالبانو سره.

طالبان هم له دې نه دي منکر شوي چې ټوله نړۍ کې یې له پاکستان پرته بل نږدې، ښه او همکار ملګری نشته، خو طالبان یواځې د غلام او بادار رشته نه مني، نور مني چې دا هېواد ورسره مالي او معنوي مرستې کوي او د پاکستان خاوره د دوی لپاره د روزنې او پټيدو ښه ځای دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button