پاکستان د طالبانو نظامي نکامیو سخت ناهیلۍ کړی دی

سیدعبدالله پاچا

‍پاکستان په تمه و چې که بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو لاس واخلي او جګړه کې ورسره همکاري و نه کړي، همغه ورځ به د دوی ملیشې (طالبان) د افغانستان یو شمېر ولایتونه سقوط کړي او پاکستان به یو ځل بیا افغانستان باندې واک ترلاسه کړي.

پاکستان د دې لپاره پوره چمتووالی نیولی و، بیلابیلې وسلې، پيسې او ان بشري قوه یې ورته برابره کړه.

د پاکستان پلان د هېواد له جنوبي ولایتونو و، پاکستان ډاډه و چې جنوبي ولایتونو کې طالبانو ډير نفوذ لري او وبه کولی شي چې په اسانۍ سره کندهار، هلمند، زابل او یا ارزګان ولایتونه سقوط کړي.

کندهار کې له دوه میاشتو سختو جګړو وروسته یې ماتې وخوړه، ارغنداب ولسوالۍ یې په ویجاړۍ بدله کړه، زیات شمېر ملکي وګړي یې شهیدان کړل او لسګونه زره یې بې کوره او بې فصله کړل.

طالبانو چې کله کندهار کې سخته ماتې وخوړه او زرګونه وسله وال یې ووژل شول، پر هلمند ولایت یې تمرکز زیات کړ، تر دې چې د مرکز لښکرګاه حریم ته دننه شول، خو هلته یې هم له یوې میاشتې جګړې وروسته ماتې وخوړه.

کله چې طالبان او د پآکستان جنرالان پوه شول چې طالبان په جنوب کې پرمختګ نه شي کولی، د افغانستان ختیځ ته یې مخه کړه او پر لغمان ولایت یې بریدونه پيل کړل، له یوې میاشتې جګړې وروسته یې لغمان کې هم ماتې وخوړه.

په دې سره د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشترک پلان چې له طالبانو سره یې خیالي جوړ کړی و، له منځه لاړ او اوس پاکستان په افغانستان کې د جګړو لپاره سخت وارخطا دی، ځکه پاکستان مرسته کوي، خو پرمختګ نشته.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې پاکستاني استخباراتو د مدرسو او جوماتونو مسوولینو ته دنده سپارلې چې خلک د افغانستان د جګړې لپاره تشویق کړي او د جګړې لپاره بشري قوه برابره کړي.

تاسو به لیدلي وي چې د کندهار، هلمند او لغمان له جګړو څخه سلګونه پاکستاني وګړي ، له ډیورنډ کرښې هاغاړې وړل شوی، هلته یې جنازې شوي او تدفین شوي دي، ځینې چې ټپيان و، پيښور او کویټه کې یې درملنه شوې ده.

پاکستان او طالبان داسې انګیري چې دا ۱۹۹۰م کلونه دي چې هر ځای کې په برید کولو سره به خلک تښتي او دوی به سیمې نیسي، خو خبر نه دي چې اوس افغانستان څو ډوله ځواکونه لري چې لا یې هم وروستی ډول چې ډير سخت ګوزار کوي ، افغان حکومت نه دی کارولی.

اوس خو له طالبانو سره یواځې د پاکستان د مدرسو طالبان دي، کمه شمېره ورسره پوځیان او استخبارات دي، چې که د پاکستان ټول پوځ ورسره شي، هم افغان ځواکونو سره د جګړې توان نه لري او نه به کوم پرمختګ وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button