پانګونه او پرمختیا!

لېکنه: ناصرالله نثار‎

پانګونه د اقتصادي، ټولنیزو او حتا سیاسي پرمختګونو بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږي، څرنګه چې انسان د ژوند کولو لپاره د بدن د نورو اړتیاو تر څنګ وینې ته اړتیا لري؛ نو په همدې شکل د یو هېواد د اقتصادي پرمختیا، په نړیواله او سیمه ییزه کچه پرمختګونو او په ځان بسیاینې لپاره پانګې ته اړتیا لري.

په هېواد کې دننه او په بېلابېلو سیمو کې ډول ډول پراختیایي پروژې پرانیستل شوې دي، ځینې یې لا هم تر کار لاندې او یا هم په راتلونکو پلانونو کې نیول شوي دي، د دغو پروژو پر ارزښت د ولس د لا ښه پوهېدو په خاطر لازمه ده چې د اړوندې برخې کارپوهان او یا هم مسولان د لا ښې روښانتیا لپاره ډېر څه ولیکي، خپاره یې کړي، چې په هېواد کې شته پانګوال د خپلې کچې برابره پانګونه وکړي.

د اقتصاد د دې برخې نړیوال کارپوه، ادم سمیت پانګه داسې راپېژني: ((پانګه د یو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده، چې د نوي عاید د لاسته راتللو لامل وګرځي.))

په اقتصاد کې د پانګې څخه موخه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د نوي عايد د لاسته راوړلو لپاره استمعاليږى، پانګه مستقيماً د ډاډ سبب نه ګرځي، بلکي د ډاډ په خاطر د نورو شيانو او خدماتو د رامنځته کولو وسيله ده.

پانګه اچونه: که څه هم پانګه اچونه بېلابېل تعریفونه لري، او بېلابېلو څېړونکو ورته بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي؛ خو د یو ساده تعریف له مخې ویلای شو، چې هره هغه کاروباري کړنه چې موخه یې د ګټې لاسته راوړل وي پانګه اچونه بلل کېږي.

کله چې موږ د پانګونې خبره یادوو، نو له شک پرته زموږ ذهن ته پانګه راځي، نو همدا پانګه ده، چې پانګونې ته لار برابروي، پرته له پانګې څخه د تولید عوامل ( کار، ځمکه، سرمایه او رهبریت) په سالم ډول نه شو درک کولای او د پېژندلو فکر یې هم نشو کولای.

پانګه د توکو او خدماتو د تولید د عواملو یو اړین عامل په توګه پیژندل کېږي، که چېرې پانګه په عادلانه توګه ووېشل شي؛ نو د یوې تولنې د ژوند د لوړوالي سبب ګرځي، په هغه صورت کې چې پانګه په غیري عادلانه توګه ووېشل شي؛ نو د یوې ټولنې د ژوند سطحه کې به واټن نور هم پراخ شي.

همدارنګه د پانګې اچونې لپاره کوم معلوم مقدار نه دی ټاکل شوی او یوه معلومه او عمده وسیله د ګټې د لاسته راوړلو لپاره شمېرل کېږي، همدارنګه پانګه د توکو د تولید په جریان کې زیاتیږي.

د یو هېواد پرمختیا کې د پانګې اچونې د رول څخه په هېڅ صورت سترګې نه شو پټولی، په اوس وخت کې پانګونه زیات اهمیت لري، چې د پانګونې له لارې په پانګه کې ډېرښت راځي او اقتصادي نظام په ټولیز ډول سره وده کوي، که چېرې پانګونه زیاته شي، تولیداتو کې ډېرښت راځي او نوې فابریکې رامنځته کېږي او په پایله کې به د کارګرو مزد ډېر شي، چې دغه عملیه کې سړي سر عاید اضافه کېږي او په ملي عایداتو کې د ډېروالي سبب ګرځي.

دا چې د افغانستان ډېری پانګوال د هېواد په داخل کې پانګونه نه کوي، ډېر علتونه هم لري، خو تېښته یې هم د حل لار نه ده، لازمه ده، تر څو چې موږ یو، دا هېواد زموږ دی او زموږ به وي، جوړول او ابادول یې باید په ځان فرض وګڼو، د ودانولو لپاره یې باید کوټلي ګامونه واخلو، ځکه د هېواد په هر برخه کې منحوس لرونکي اشخاص موجود دي او نه غواړي، چې هېواد مو په ځان بسیا او غښتلی ووني، رقیب هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان دې د خپلې پانګې په اساس جوړ او ورغول شي.

ولس او بالخصوص پانګوال یوازې دولت ته باید ټول کارونه پرې نږدي، په نورو هېوادونو کې دولتي سکتور څخه زیات خصوصي سکتورونه پر فعالیت بوخت دي او لاسته راوړنې یې زیاتې او ګټورې دي.

زموږ هېواد په هغه ځای کې نه دی، چې کښتۍ، اټوم، اصلحې… نور جوړ کړي، خو هغه حالات ته رسیدلي یوو، چې خپلې ارزښتمنې اوبه مهار او په بندونو کې بندې کړو او یو نه هېرېدونکی فکر عام کړو.

دا چې پانګه اچونه د یو هېواد د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي پایښت لپاره تر بل هر څه زیات ارزښت لري، نو دولت ته په کار ده تر څو د پانګوالو د تشویق په موخه دوی ته ګڼ شمېر سهولتونه او فرصتونه وړاندې کړي تر څو پانګوال تشویق شي او پانګه اچونې ته زړه ښه کړي، له بل اړخه هېوادوالو ته په کار ده، چې د خپلو داخلې تولیداتو څخه ګټه پورته کړي او په دې سره د خپل کورني پانګوال ملاتړ وکړي او خپله هېوادنۍ مينه او مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

لازمه ده پانګوال د کالیو او نورو جنسونو په برخه کې د دولت سره د پانګوال په حیث شریک ګامونه واخلي.

په اقتصادي لحاظ د یو پرمختللي افغانستان په هیله!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button