پاكتيا او پاكتيكا

شهسوار سنګروال
د لرغوني يونان نامتو تاريخپوه هېرودت چې د تاريخ پلار يې بولي (484 ق م) دخپلو څېړنو په لړ كې ويلې پكتي = پكتويس هغه غښتلى او پياوړى اولس دى چې په پكتيا=پكتيخا اويا د ” پاكتيا ” په هېواد كې اوسي . بطليموس هم د پكتيانو ټاټوبى د پكتين هېواد ګڼي. لاسين – ترومپ – كريرسن او نور د “ويدا” د ادبي افسانې ” پكهت ” او د يوناني ګړدود ” پكتويس ” له اوسني پښتون سره په پرتله كوي او وايي چې دغه پكت = پښت = پكتويس ټبر چې درې نيم زره كاله پخوايې يادونه شوې همدا اوسني پښتانه دي خو د فيلالوژۍ پوهانو په اند دا ديوناني ګړدود او ليكدود له مخې ده چې په لږ توپير يې بڼه بدله شوې ده ، كريرسن دا خبره هم كوي ” چې دا ايرانيان وو چې پښتنو ته يې د افغان نوم وركړ كنه دا همغه پكهت ټبر دى چې په ريګويدا كې يې يادونه شوې ده …
دا نور نومونه يې د پرديو له خوا پر دوىْ اېښودل شوي دي … ولې پښتانه وو چې په افغانستان ، اصفهان او هند كې يې سترې امپراتورۍ جوړې كړې وې
يوبل نامتو څېړونكى بيلو هم د پكتيا او يا پيكي پيكا يادونه كوي او دده څېړنه هم د هيرودت د يادونې په رڼا كې شوې ده خو د پكتيا څلور خوا وې داسې را په ګوته كوي : ختيز لور ته يې سيند، لويديز ته يې د هلمند رود (چې كندهار او زابل هم د پخوانۍ پكتيا سيمې دي) همدا ډول له سليمان غره نه را واخله تر سپين غره پورې (چې د ننګرهار سيمه هم پكې راځي او اّن ديره جات هم يادولاى شو ) او له دې سر بېره سوات، پښين، شال، كاكړستان او نورې سېمې د پخوانۍ پكتيا برخې ګڼلي دي
ددې له پاره چې ” بيلو ” په ځانګړي ډول د پخوانۍ پكتيا بشپړ جغرافيوي انځور وړاندې كړي او دا وښيي چې د تاريخ په اوږدو كې دغه سيمه څومره پراخه وه او د اوس مهال له پاره كومې سېمې ترې وتلي دي خپل اند داسې ډاګيزه كوي : د پكتيا شمال ته باختر (بلخ، بدخشان، ميمنه)، مارګيانا (مرغاب او مرو)، جنوب ته ګدروسيا – بلوچستان، لويديز ته اريانا (هرات او خراسان)، درنګيانا (سيستان)، ختيز ته د باختر ځنې سېمې او نورستان، چترال او په منځني سيمو كې پارو پامسيس (غور او باميان) همدا راز د اراكوسيا (كندهار) نه يوازې زابل اّن د ګندهارا ځنې سېمې لكه پېښور، سوات، باجوړ او كابل شاوخوا سېمې په كې راځي گ ( وګورۍ جغرافيه تاريخي مير محمد غبار د مستر بيلو اند 135 مخ )
پكتيا لكه د “بهارت” مشهوره قبيله د باختري برخې د “ويدي” له مشهورو قبيلو څخه يوه قبيله ده چې پخوا نه يې په باختر كې ژوند كاوو. د 1900 – 2000 ق م په شاوخوا كې يو شمېر اّريايان له باختر نه كډه شول گ د پكتيانو قبيله دوه برخې شوه يوه برخه يې د هندوكش جنوب ته لاړه چې بيا داّريايانو جنوب ختيزو غرو په لمنو كې مېشت شول
هيرودت ” پكتي پكتيس ، پكتويس ” په نوم ياد كړي دي … ” ( پښتو اّريانا دايرت المعارف څلورم جلد 3738 مخ ) . وروستيو څېړنو د هيرودت دغه اّند د تامل وړ ګڼلى دى چې په دغه لړ كې يو هم مورګن ستيرني د يادولو وړ دى
پوهاند مجاور احمد زيار هم ددې خبرې پلوى دى : ” مورګن ستيرني په لومړۍ ليكنه (كابل 1975) كې لكه د مخه يې چې يادونه وشوه، له هغه وروسته چې د هيرودت پكتويس او پښتو اړيكې ردوي خپلې خبرې داسې اوږدوي : … مګر په پوره باور” پښتو” او”پښتون ” دواړه نومونه سوچه پښتو اړه لري گ دغه وييونه ډېر ښه تراوسه هغه يوناني نامه سره سمون خوري چې په شمالي افغانستان كې پرې بطليموس پرسيويتي Parsueta نومي ټبر نومولي دي گ ” ( وګورۍ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاكې م احمدزيار 134 مخ ) ډاكترپوهاندمجاور احمد زيار همدارنګه پخپل مشهور كتاب چې دمخه يې يادونه وشوه بل ځاى داسې كاږي : ” له پښتون سره د هندي پكهت Pakht او يوناني پكتويس د اړوندې پېړييزه ببولاله هم زموږ د دوديزو او اماتور فېلالوجيستانو په خوله او زړه كې داسې را پرېوتې چې دهخامنشي ” پارس ” ميخي ډبرليكونو غوندې يې د خپلو اړوندو ليكنو څېړنو سرليكه (سرلوحه) ګرځولى … ” ( هماغه اثر 112 مخ )
سيال كاكړ د پخوانيو متونو په رڼا كې د پوهاند عبدالحى حبيبي د اند پلوى دى او پخپله ليكنه كې په دې ټكې ټينګار كوي : ” د ريګويدا په حواله دپښتنو هېواد دپكتيا تراشلى نوم دى. كله چې اّريايان له اّريانا ويجه څخه كډه شول په بخدي كې يو په زړه پورې مدنيت لاسته راووړ … ” (سيال كاكړ پښتو او پښتانه كويټه 1976 – 27 – 28 مخونه) د هېواد نامتو څېړونكى او تاريخپوه غلام محمدغبار په دې اړه كښلي دي : ” له تاريخ نه د مخه هغه مهال چي اريايان له منځنۍ اسيا نه باختر ته راغلل ډېر شمېر يې په “پاختيا كې” ځاى په ځاى شول … چې لومړى په پاكتيان او بيا ورورو په پاكتين مشهور شول گ” ( وګورۍ جغرافيه تاريخي افغانستان ميرغلام محمدغبار136- 137 مخونه )
همدا ډول ځنې نور څېړونكي هم په دې اند دي چې د اريايانو د غوره او مهمو مركزونو څخه يو هم پكتيا يا پاختيا ده چې يوه څېړونكي په دې اړه كاږلي دي : “پاختيا يا پكتيكا چې د اّريانا ختيزه او جنوبي سيمه وه اوسني ځايونه يې (تاريخي ګندهارا يعنې كابل تر پېښوره اوسنۍ پكتيا او بدخشان دى لكه باجوړ، پېښور، كابل، د غازي خان دېره، تاريخي ګندهارا او بلوچستان دي ” ( وګورۍ :داّريانا موقيعت: ډاكټرګلجان وردګ او يا H . H. Ariana Antiqua and coin of Afghnistan, London,p.125-155 . )
دغه تاريخي نوم اوس د افغانستان په يوه ولايت ايښودل شوى دى چې پاكتيا نوميږي گ نوموړى ولايت د افغانستان په جنوب ختيز كې پروت دى چې يو وخت د جنوبي ولايت په نوم ياديده گ پلازمېنه يې د ګردېز ښار دى چې ځانګړى ارزښت لري ځكه چې د ګردېز اوسېدونكو تل له خپل ټاټوبي نه د يوه پوځي مورچل په څېر ساتنه كړې ده گ د بېلګې په توګه هغه مهال چې د كابل پاچا د اسلام د لښكرو له وېرې وتښتېد نو بيايې د ګردېز حصار ته ورغى او تر ډېرې مودې د ګردېز په بالاحصار كې پاتې شو ، دغه خټين بالاحصار دهغه ځواكمن اولس د ننګ او اتلولي سنګر وو چې 40 متره يې لوړوالى وو
دګردېز لاسي صنايع اوږد تاريخ لري اّن د بوديزم له مهال نه يې د انځور ګرۍ هنر ته ځانګړې پاملرنه كړې ده د حدودالعالم بېنومه ليكوال كاږلي دي چې ګردېز د غزني او هندوستان تر منځ په لويه لاره كې پروت دى او يو ډېر ټينګ ” حصار ” لري ( 71 مخ ) دګردېز شمال ختيز لور ته 30 كيلومتره لرې يوه بله تاريخي سيمه چې ډېر لرغوني اثار پكې ترسترګو شوي ” ميرزكه ” نوميږي چې په 1326 كال ډېر لرغوني توكي چې د اسلام له سپېڅلي دين نه د مخه مهال په ګوته كوي د كابل موزيم ته ترې راوړل شول چې د زيږد نه 4 پېړۍ د مخه د زيږدي درېمې پېړۍ پورې چې 700 كاله كيږي ډول ډول لرغوني انځورونه په ميرزكه كې ځاى په ځاى شوي وو چې د ځنې څېړونكو په اند دهغو توكو شمېر چې كليوالو تر لاسه كړي وو 50 پنځوس زره سيكو ته رسيده چې له سپينو زرو او مسو څخه جوړ شوى وو
مسكوكاتو كې دوه ډوله انځورونه تر سترګو شوي چې يو شمېر يې د ګندهارا دتمدن هغو توكو ته ورته دي چې د پنجاب په ” تاكزيلا ” كې تر لاسه شوي او بل ډول هغه انځورونه دي چې يو ټاكلى مهال په ګوته كوي او ځنو واكمنو تصويرونه په كې انځور شوي دي چې يوناني واكمن او اسكايې (ساكان) پاچاهان د بېلګې په توګه يادولاى شو. د يوناني واكمنانوپه لړ كې د “هرمايوس” سكې او د ساكانو د سپين زرو سكې او د “كدفيزس” او كنيشكا دكورنۍ انځورونه ديادولو وړ دي گ له ذكرشوو يادونو نه دې پايلې ته رسيږو چې دپاكتيا- پاكتيكا نومونه زموږ د هېواد په تاريخ كې د پام وړ ارزښت لري چې وګړي يې لومړى په بخديم كې استوګن وو او بيا د هېواد نورو سيمو ته ليږدېدلي دي چې اوس د هېواد دوه مهم ولايتونه پكتيا او پكتيكا په همدې نوم يادوو گ لكه چې يادونه يې وشوه ددغې سېمې يولرغونى ښار ګردېز وو چې ګردېز اوس دپكتيا پلازمېنه ده گ بابر پخپل كتاب تزك ( بابري نظام ) كې د ګردېز په اړه كاږلي دي : ” … دا چې ګردېز ته ورسېدو ماخپل پوځ په څو برخو ووېشه اوپخپله د خپل ځانګړي پوځ په ملتيا په هغو پسې په وروسته وروسته ورتلم په لاره كې د پښتنو يو پنځوس كسيزه ډله ښكاره شوه … دغه پنځوس كسه مو ټول ووژل . سرونه مو ورڅخه پرې كړل او څلي مو ترې جوړ كړل.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button