پارلمان پيژندنه/ وحید لعل زاده

د پارلمان لفظ د ۲۲ ز پيړۍ د فرانسوي ژبې Parler څخه اخيستل شوی، چې مانا يې Speaking, Talking ده. یا په بل عبارت

پارلمان د فرانسوي کلمې Parler څخه اخيستل شوې ده، چې مانا يې to talk ده، يانې خبرې کول. پارلمان د خلکو لخوا رسمي انتخاب شوي استازي دي، چې د يو معين وخت لپاره سره راټوليږي. پارلمان په حکومت کې د خلکو لپاره د مقننې قوې په حيث دنده اجراء کوي. هرهيواد د خپلو خلکو د ټولنيز ژوند، نظم او امنيت، د حقوقو د ساتلو، د ملت د ازادۍ او د چارو د منظم کولو لپاره قانون ته اړتيا لري او هم هيواد داسې بنسټونو ته اړتيا لري، څو د قانون جوړولو دنده اجراء کړي. ټولټاکنې، د کانديدو حق، د رايه ورکوونکو شرايط، يو يا دوه جرګې (مجلسونه) او نورې سلګونه مسئلې په هيوادونو کې سره توپير لري.

په افغانستان کې پارلمان ملي شورا نومېږي چې دوې جرګې لري؛ ولسي جرګه او مشرانو جرګه.

پارلمان يوه لويديځه پديده ده چې په لويديځو هيوادونو کې رامنځته شوې او وروسته په نورو هیوادونو کې رامنځته شوی دی. لويديځ خپل سياسي، ټولنيز او علمي پرمختګونه د لرغوني يونان پوروړي بولي.

لومړنۍ شوراګانې / پارلمانانونه

داسې اسناد او شواهد شته چې د خلکو استازو په لومړي ځل په بين النهرين یا اوسني عراق او سوريه کې غونډې کولې چې تاريخ يې د ۲۲۰۱ مخزيږدۍ ته رسيږي.

په لرغوني روم او يونان کې د اوسني عصر سره سم پارلمانونه رامنځته شول. د ۲۲۰ مخزيږدۍ په شاوخوا کې په لرغوني يونان کې پارلمانEcclesia په کال کې ۲۰ ځلې غونډې کولې. غړي یې يوازې نارينه وو چې عمر يې تر ۱۲ کلونو پورته وه. پريکړې به د غونډې د اکثريت رايو په اساس کيدلې.

اتن د لرغوني يونان تر ټولو سرمايداره او لويه ښاري ناحيه شمیرل کيده چې د يو دولت او ښار په بڼه يې موجوديت درلود. د اتن د ښار اوسيدونکي، چې اصيل او لوی خلک ګڼل کيدل، په همغه وخت کې د يوې ابتدايي دموکراسۍ لرونکی وه، چې د خلکو دولت يې نوماوه، په ښار کې به عادي خلک نه اوسيدل.

جمهوري روم، چې په ۳۲۰ مخزيږدي کلونو په شاوخوا کې رامنځته شو، د دوو  شوراګانو پواسطه اداره کيده. د سنا مجلس چې د ۲۲۹ غړو څخه جوړ شوی وه، ټول غړي يې، د سرمايدارو او اشرافو د کورنيو څخه و.

قوانين به د مخلتفو شوراګانو لخوا وضع کيدل، چې ټول غړي يې د اشرافو او خاصو خلکو نمائندګي کوله. دغو شوراګانو به کوم نوی قانون نه جوړوه، بلکې د قانون په اړه به يې رايه ورکوله او يا به يې نوي ټيټ پوړي چارواکي ټاکل.

د روم په امپراتورۍ کې، چې د سکندر مقدوني د مرګ څخه وروسته رامنځته شوه، هلته هم د سنا په نوم يو مجلس موجود وه، چې غړي د اتن په شان د لويو خلکو څخه وه.

لومړنی منتخب پارلمان

لومړنی منتخب پارلمان په کال ۲۱۳ ز د اکتوبر د مياشتې په ۲۱ نيټه د ايسلنډ په کوچني هيواد کې رامنځته شو. د دې پارلمان غړي په لومړي ځل د خلکو لخوا، د هغوی د رايو په اساس انتخاب شوي وه. ددې پارلمان دنده دا وه، چې حکومت سره فکري همکاري وکړي.

د نړۍ په تاريخ کې، لومړي قانوني پارلمان د ايسلنډ په هيواد کې په کال ۲۹۳ز کې خپله لومړنی غونډه وکړه.

د بریتانیا پارلمان

د بریتانیا پارلمان

په حقيقت بايد ووايو، چې د نړۍ لومړني انتخاب شوې شورا يوازې مشورتي بڼه درلوده، مجلس (پارلمان) ته په دغه وخت کې کوم خاص اختيارات نه وه ورکړل شوي.

پارلمان، چې د خبرو د ځای په مانا ده، دې کلمې د دولسمې ميلادي پيړۍ په جريان کې په لويديځه اروپا کې زيات پرمختګ وکړ. دغه ځای (پارلمان) پخوا د پاچاهانو د مشورو د ځای په نوم ياديده، پاچاهانو به د خپل هيواد د وتلو او مشهورو فيوډاالنو، اشرافو او مذهبي مشرانو سره په مهمو مسئلو باندې خبرې کولې. پارلمان به هغه رابلل کيده، کله به چې پاچا د هغه د جوړيدو غوښتنه وکړه. په ۱۱۲۲ ز کال کې په بریتانیا کې د ښار مدني اوسيدونکو هم په پارلمان کې ګډون کاوه.

په رسمي ډول د پارلمان لفظ په ۱۹۱۲ ز کال استعمال شو، دا يو داسې مشورتي شورا وه، چې د بریتانیا پاچا به د اشرافو، مذهبي مشرانو او نورو سره کاوه. پارلمان په لومړيو پيړيو کې داسې يو ځای وه، چې هلته به پاچا د هغه چاسره خبرې او مشورې کولې د چا سره به چې د پاچا خوښه وه. په ۹۲ ز پيړۍ کې اشرافو د پاچا سره مخالفت کاوه، ځکه ځينې اشرافو فکر کاوه، چې پاچا په صحيح ډول سره سلطنت (پاچاهي ) نه شي کوالی. په کال ۰۲۱۲ ز کې داسې يو قرارداد د (Magna Carta) په نوم لاسليک شو، چې پاچا بايد د اشرافو خبرو ته غوږ ونيسي او د هغوی څخه مشورې واخلي.

په ديارلسمه ميالدي پيړۍ کې پارلمان په عصري شکل رامنځته شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button