ټول خلک د جنایتکارانو محکمه غواړي

عبدالمنان توحیدیار

کابل ښار کې په دې وروستیو کې د ترهګرو له لوري په لوی لاس عام خلک هدف کیږي چې مرګ ژوبله هم اړوي.

تازه پېښې په کاسټر او ټونس موټرو کې شوي چې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي یې شهیدان او ټپيان کړي دي.

مخکې داسې و چې نظامي او یا دولتی ځایونه به هدف و، ملکي خلک به پکې قرباني کیدل، خو اوس په لوی لاس ښاري موټرو کې بمونه ايښودل کیږي او په چاودنه کې عام خلک چې کور او ښار ته تګ راتګ کوي، قرباني کیږي.

همدا تازه مورد کې د پنجشنبې په ورځ چهار قلعه او پل سوخته کې دوه ټونس موټرو کې چاودنې وشوې چې شپږ کسان پکې شهیدان او ۷ نور ټپيان شول.

دا د ترهګرۍ او جنایت نوی ډول دی چې ملکي ځایونو کې بمونه ږدي او عام خلک قرباني کوي.

داسې هم نه ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په ارام ناست وي، بلکې د دې ډول چاودنو او بریدونو پر تړاو لسګونه جنایت کاران او ترهګر نیول شوي چې تر پوښتنو وروسته یې اعتراف هم کړی دی.

په نیول شویو کې اکثریت یې د طالبانو او حقاني شبکې غړي دي چې کابل ښار کې ورته د تاوتریخوالي د زیاتیدو دندې ورکړل شوي دي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د دې ترهګرو په لټه دي چې زیات شمېر یې نیول شوي او کم شمېر یې بریالي کیږي چې عامو خلکو باندې بریدونه وکړي.

هغه کسان چې دا ډول جنایتونو کې لاس لري او نیول شوي، په خپلو خبرو کې یې اعتراف کړی چې طالبانو او حقاني شبکې ورته دنده سپارلې چې ښارونو او عامه ځایونو کې بریدونه وکړي.

اوس چې دا کسان زندانونو کې دي، عام خلک د دوی د اعدام غوښتنه کوي او له دولت، یا عدلي او قضایي ارګانونو غواړي چې تر ټولو سخته سزا ورته ورکړي.

خلک ځکه د دې کسانو د اعدام غوښتنه کوي چې اندیښنه لري چې سبا به بیا طالبان د دې خلکو د خوشې کیدو غوښتنه وکړي او بیا به خوشې شي.

ځینې خلک رښتیا هم په اعدام سزا باندې ارزي، چې باید له منځه لاړ شي، ځکه دوی انسانان نه دي او هغوی چې انسانیت پکې نه وي، هیڅ مسلمان نه دی، که دوی خوشې شي، بیا هم غیرې انساني اعمال کوي.

عدلي او قضایي ارګانونه دې هم د خلکو ټپونه مرهم کړي او دې خلکو ته دې د اعدام سزا واوروي او له منځه دې یوسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button