ټوخی

ژباړن او راټولوونکی: احسان الله ژمن

د تنفسي ناروغ عمده شکایات په لاندي ډول دي لکه؛ ټوخی، بلغم، سا تنګي، د سینې درد او wheezing. همدارنګه ځیني نور شکایات هم په دې ناروغانو کي لیدل کېږي لکه؛ تبه، د بدن لرزه، cyanosis او clubbing (د لاس یا پښو د ګوتو ادیما). دلته د پورته شکایتونو څخه ټوخی در پېژنو:

ټوخی (Cough) 

ټوخی د تنفسي ناروغانو یو عمده شکایت او د بدن یو دفاعي عکس العمل دی، چي هدف یې د تریخي او برانکسونو څخه د پردیو جسمونو بهر ایستل دي.

د ټوخي د رامنځته کېدو میکانیزم: ټوخی په ارادي او غیرارادي ډول رامنځته کېږي. ټوخی د ټوخي د آخذو د تنبه یا تخریش له کبله رامنځته کېږي، چي دا اخذې له ستوني څخه تر برانکسونو پوري د مخاطي غشا پر سطحه موجود وي. د دې اخذو د تنبه په صورت کي پنځم او نهم قحفي عصب (trigeminal, glossopharyngeal)  و لسم قحفي عصب (vagus)  ته سیګنال ورکوي، واګوس عصب د ټوخي مرکز تنبه کوي. کله چي د ټوخي مرکز تنبه سي، لومړی شخص ژوره ساه اخلي، وروسته له دماغ څخه د laryngeal nerve په مرسته حرکي سګنال glottis ته راځي او هغه بندیږي. په دې وخت کي حجاب حاجز او بین الضلعي عضلې تقلص کوي، له دې کبله د سینې او هوایي لارو داخلي فشار په اعظمي ډول زیاتېږي. د سینې داخلي فشار زیاتېدل د تریخي (قصبة الریه) د تنګېدو سبب ګرځي. د سینې داخلي فشار د اتموسفیر فشار په پرتله زیاتېږي، په پایله کي glottis په شدت سره خلاصېږي او ټوخی رامنځته کېږي.

د ټوخي سببونه:

له ستوني څخه تر برانکیولو پوري که په هره برخه کي د هر علت له کبله د ټوخي اخذې تخریش یا تنبه سي په نتیجه کي ټوخی منځته راځي. د ټوخي اخذې د پلورا پر سطحه هم شته، ډېر کم وخت نوموړي اخذې تنبه کېږی او شخص ته ټوخی را پیدا کېږي. د ټوخي د اخذو د تنبه کېدو لاملونه په لاندي ډول دي؛

التهابي تنبه (inflammatory stimulus) : دا تنبه د تنفسي لارو په مخاطي غشا کي د ادیما او بندښت له امله رامنځته کېږي. 

میخانیکي تنبه (mechanical stimulus): د خاورو، دوړو، ګرد او پر برانکسونو باندي د فشار د رامنځته کېدو له کبله راپیدا کېږي. دوه ډوله سببونه پر برانکسو باندي د فشار د رامنځته کېدو لامل کېږي؛ (1) بهرني سببونه (لکه آورتیک انیوریزم، ګرانولوما، د سږو سرطان).  (2) داخلي سببونه لکه (پردي جسمونه، د برانکسونو سرطان). په ټولیز ډول ویلی سو، که د برانکسونو فشار د هر سبب له کبله را پیدا سي د ټوخي سبب ګرځي.

کیمیاوي تنبه (chemical stimulus): د کیمیاوي موادو د تنفس کولو له امله رامنځته کېږي لکه، ګازات، دود او داسي نور.

حرارتي تنبه (thermal stimulus): د ګرمي او سړې هوا د تنفس کولو له کبله را پیدا کېږي. 

د توخي ډولونه

  1. هغه ټوخی چي د ستوني، پزې او ساینسونو د التهاب په وخت کې را پیدا کېږي. د دې هرې برخې د التهاب په وخت کې د ستوني په خلفي جدار کې له تنفسي لارو څخه افرازات راټولېږي، له هغه وروسته حنجرې او تریخې ته داخلېږي، د مخاطي غشا پر سطحه د ټوخي اخذې تنبه کوي په پایله کي دایمي او شدید ټوخی را پیدا کېږي (یاني ټوخی تر هغه وخته  دوام کوي تر څو چي د را پیدا کېدو د اساسي سبب درملنه یې نه وي سوې).
  2. هغه ټوخی چي د حنجرې په حاد التهاب کي را پیدا کېږي او له حنجرې څخه سرچینه اخلي. دا ډول ټوخی دردناک وصف لري.
  3. هغه ټوخی چي د تراخیا د التهاب په وخت کي را پیدا کېږي. دا ډول ټوخی په پیل کي سخت، شدید، وچ او دردناک وي وروسته نرمېږي او درد یې کمېږي. هغه ټوخی چي د تراخیا د خبیث تومور له کبله را پیدا سوی وي، دوامدار توخی وي، ځیني وخت شدید او خفه کوونکی وي. پدې ډول ناروغانو کي شدید سیانوز پیدا کېږي، کله کله ناروغ د شدید ټوخي له امله بېهوښه کېږي.

هغه شخص چي د برانکسو سرطان ولري، په هغوی کي لمړی تکراري او وچ ټوخی راپیدا کېږي او تر ډېر وخت پوري دوام کوي. کله چي تومور غټ سي او برانکسونه بند کړي په پایله کي ټوخی شدید کېږي او شخص ناراحت کوي.

 په سکاروي (سینه بغل) او د سږو په ابسه (lung abscess) کي ټوخی په پیل کي وچ او تخریشي وي، وروسته بلغم هم ورسره پیدا کېږي. هغه ناروغان چي د برانکسونو مزمن التهاب او یا توسع ولري په هغوی کي ټوخی او بلغم د سهار لخوا زیات وي. د زړه په ناروغانو کي ټوخی د استراحت په وخت کي را پیدا کېږي او د خوب څخه د را پاڅېدو سبب ګرځي، چي دا حالت پر lung congestion  باندي دلالت کوي. په ټولیز ډول ویلی سو، دا چي ټوخی د انتاناتو پر وړاندي یو دفاعي عکس العمل دی، خو ځیني وخت د یو شمېر اختلاطاتو سبب هم ګرځي لکه؛ استفراق، سینکوپ، نیوموتوراکس او داسي نور. 

د موضوع اړوند د ځینو اصطلاحاتو تشریح: 

: lung congestion د چپ بطن د عدم کفایې له امله په سږو کې د مایعاتو راټولېدا.

wheezing: د برانکیولونو څخه د هوا د تېرېدو له کبله موزیک غوندي اواز

Cyanosis: د شونډو او پوست شین یا بنفش رنګ چي اکثر وخت د د زړه د ښی طرف د عدم کفایې له کبله رامنځته کېږي.

Aortic aneurysm: په ولادي یا کسبي ډول د زړه د شریان (آورټا) پراخېدل. 

Sinuses: هغه منځ خالي سوري دي، چي د مخ په هډوکو کي د پزې شاوخوا ته شته، شمېر یې ۸ دانې دی، چي څلور د پزې ښۍ خوا ته او څلور کیڼې خوا ته موقعیت لري. ساینسونه د سر په توازن او چټکې ودې کې اساسي رول لري، د اواز په کیفیت (resonance) کي رول لري او د تنفس په وخت کې د هوا د ګرمېدو او لندبل (مرطوب کېدو) دنده په غاړه لري. 

Syncope: د دماغ د اروا د کمښت له امله د لنډ وخت لپاره ګنکس کېدل. 

Pneumothorax: د پلورا په خالیګاه کې د هوا شتون، چي په خپله یا د تروما له کبله رامنځته کېږي. 

سکاروی (سینه بغل) (pneumonia): د سږي د وظیفوي حجرو التهاب عبارت له سینه بغل څخه دی. 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button