يــــــرغـــل او وتـــــــل !

هیښوونکي ده کورونا د کووید ۱۹په نوم اود امریکا له خوا د افغانستان پرضد جګړه ۱۹ کلنه جګړه بلل کیږي. دواړه مترادف نومونه دآبرځواکونوچین او امریکا له لوري يو ویروسي یرغل اوبل پوځي یرغل باله شي .
پوره ټیک ټاک ۱۹ کاله د مخه د ۲۰۰۱زیږدیز کال د اکتوبرپه ۷ نیټه د سپیني ماڼۍ فرعوني واکمن جورج ډبلیو بوش له خوا د ناتواونورو نړیوالوکابو۴۸ هیوادونووسله والوځواکونو د طالبانو د اسلامي آمارت پرضد یرغل وکړاو د القاعده د مشر اسامه بن لادن ترپوښښ لاندې د طالبانوواکمني دړې ،وړې او د پای ټکی کیښودل شو.
دادی نـن د ۲۰۲۰زیږدیزکال د اکتوبر په ۷ نیټه پوره ۱۹ کاله وروسته د سپیني ماڼۍ کورونا یې واکمن دونالد ټرمپ له افغانستانه د روان کال تر پایه پوري د ټولو امریکایې وسله والوځواکونو چورلټ وتل اعلان کړل.
په یوه نیټه د اکتوبر۷ نیټه د یرغل او وتل په نومونود امریکا او افغانستان په تاریخ کې ثبت شوه.
په تېرپېرکې هم د وخت دآبرځواک شوروي جمهوریتونواتحاد وسله والو سرولښکرو د ۱۳۵۸لمريز،لیږدیزکال د مرغومي په ۶ نیټه د افغانستان پرضد وبلوسل اوپه دغه ښکیلاکګریرغل یې د افغانستان خاوره د افغانانو د وژلوپه پولیګون او د میلیونوافغانانوبهرته په کډوالیدو بدله د سیمه ییزي ارتجاع اونړیوالوځواکونود انقطاب اوخصمانه تقابل په جغرافیه واوښته . قطبي سره خرسان لس کاله ډخونړيوجګړووروسته ۱۹۸۸ کال د سلواغې په ۲۶ له افغانستانه ووتل او له وتلو څه موده وروسته دا د سوسیالیزم ستره ماڼۍ لکه د نیویارک آسمان څکي برجونه ونړیده . ۱۵ټوټې اواتحاد جماهیرشوروي سوسیالیستي په فدراتیف روسیه بدله شوه.
د افغانستان د وخت نـنګیال اوتوریال زعامت د شهید داکترنجیب الله په مشری دا جسارت او افغاني همت درلود چې د روسي قطبي خرسانود جدي ۶ یرغل یې توره ورځ اود سروبلوسګرو پوځونود وتلو د دلوې ۲۶ نیټه د نجات اود افغانستان د ژغورنې د ورځې په نوم ونوموله او دا ورځ یې د عمومي رخصتی په نوم اعلان کړه .
ایا اوس مهال به دا شهامت په کوم افغان کې پیداشي د افغانستان پرضد دا مریکا په مشری نړیوال تهاجم اوبیا وتلو ته د ملي غرورښکارندوی نومونه وټاکي .
هډونه شته په ۱۹ کلنه جګړه کې کابو په سلګونوزره افغانان او د امریکا په شمول د نړیوالوځواکونوڅه د پاسه پنځه زره وسله وال وژل شوي او په زرګونوشل ،شوټ او ټپیان شوي دي . د مستوفیانوله حسابه وتلي په میلیاردونو،میلیاردونوشنه ډالر اویورود دغې خونړۍ جګړې او د عرب بن لادن د سرپه پلمه د افغان غمیزي د اور لمبوخوراک شوې. چورګراولنډغرپه کې خیټوراوداسې پخپل سرشول چې ځيني د هیرویینواوکاني توکوپه قاچاق خیټورطالبان په خر مستیو سراوخوارمظلوم افغان ولس هم له لوږې،بې وزلی اوهم د خونړی جګړې په لمبو کې سوزي او امریکا پخپل یرغل اوراتګ سره هغو لا پیا وړي اوڅه ناڅه د داعش په ګډون شل ترهګرافغان وژونکي ډلې ټپلې وپنځولې او ترشا به د سپیدار او ارګ ماڼۍ څپڅبانده ګلمرجان اوغني جان د سلامت او ملامت په لوبه کې راګیراو په دوحه کې طالباني اخوندانواوملایانو د دونالد ټرمپ د نـنی ورځې د امریکایې ځواکونووتلواعلان د خوشالۍ په جشن نمانځي او د خبرواتروپه میز به د چاخبره پخپلو موټو کې ټوخي کوي اوزما په اند د جرګې بیلانس به پخپله ګټه بولي اوځکه یې د هیواد په ګوټ،ګوټ کې د بي رحمه جګړې اورلا زیات کړی .دریغا،دریغا! افغان ولس د ماتم په ویراخته دی. اولا به جنګ جګرې ،ورانی اویجاړی د ای،اس،ای د نامرده پوځیانوپه بولندویې اوګوت څنډنه زور واخلي.
د ځوان نوي باتوراوجسور نسل پیغلواوځوانانو د ملي پیوستون اومبارزخوځون درامنځته کیدو په هیله .
اکبري ـ ۸/۱۰/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button