وژل، ویجاړول، ورانول، ویرول میړانه اوشجاعت نه دی . د خپلو هیوادوالو ساتل، ژغورل ، ودانول اوخوشالول میړانه اونه هیریدونکی انساني شجاعت دی .

وژل، ویجاړول، ورانول، ویرول میړانه اوشجاعت نه دی . د خپلو هیوادوالو ساتل، ژغورل ، ودانول اوخوشالول میړانه اونه هیریدونکی انساني شجاعت دی .
علاوالدین ښکلی عروس البلاد په نړیواله کچه د بې ساري ښکلوودانیو، علمي اوفرهنګي مرکزونونامتو ټاټوبۍ اود ښیرازه اوزرغونوبڼونوسره په خورا وحشت او قساوت وسوځاوه . او دا لامل دی چې د افغانستان اونړۍ په تاریخ کې د علاوالدین جهان سوز په نامه باله شي .
ورپسې کابو۹۰۰ کاله پخوا د خونړي او وحشي چنګیزځناورې لښکرې زموږ په هیواد راشیوه او وبلوسیدی . زموږ د هیوادوالوله سرونواو کـکرو کله منارونه جوړاو د وینو سیلابونه وبهول شول . ښکلي اومهذب مدني ښارونه د اورپه لمبوکې خاورې ایرې اوکنډواله شول. مغولي چنګیزد نړۍ اوبشریت په تاریخ کې د بې ساري خونخوار،وحشي جنایتکاراوظالم په نوم باله شي . او هیښوونکي لا داده چې تراوسه یې قبراومړستون مالوم نه دی .
همداسې په معاصر تاریخ کې هم زموږ په افغان ولس خونخواره اوظالم جباران اوزورواکان تیرشوي چې نوم لړیې اوږد دی .
له بده مرغه په اوسني مهال کې هم افغان ملت او افغان وطن د ورته ناتارونو، ناورینونواوخونړیوجنګونوسره مخامخ او تاریخ به د جګړې د لوبغاړوڅیرې چې څوګ پردیپال اوڅوک هیواد پال دي نړیوالوته څرګندې کړي .
سره اوتور استعمارخوخپلې منګولې د افغان ولس په وینو ولړلې اوپه دې وحشیانه اورذیلانه لوبه کې پرون هم ناکام او دادی نـن هم تر دې کچې ناکام شول چې پرون د امریکا ولس مشرپه یوه مطبوعاتي کنفرانس کې له ژورنالیستانو هیله وکړه چې له ده څخه د افغانستان په اړه پوښتنې ګروږنې ونه کړي که د کورونا د ویروس په اړه وپوښتي دی به خوشاله شي . ههههه .
هسې ویل کیږي چې د کریملین چارواکی لیونيد بریژنیف باندې یوه سلمان د سرویښتان جوړول . د ږیري د ښیریلواو سرویښتان د جوړولوپه مهال به سلمان نایي له هغه څخه د افغانستان په اړه پوښتنې کولې . یوه ورځ بریژنیف له سلماني وپوښتل چې هرځلې د سرویښتانود ښیریلوپه وخت له ما څخه د افغانستان د شخ ، شولانګې اوجګړو په هکله پوښتې لامل څه دی؟
صیب ! په ډيرادب بښنه غواړم . کله چې زه تاسوته د افغانستان جنګ جګړې در یادې کړم . ویښته دې شخ او نیغ ودریږي . ماته خریلواوجوړولوته اسان وي . ههههههه .
ویاړ،ویاړزموږ په افغان ولس چې په تېراونـن کې سترې سوبې او افتخارات لري . خو شرم اوستره رسوایي د هغو په برخه ده چې د خپلونـنګیالیواوباتورو افغانانو تاریخي میړانه ، صلابت اوملي غرور بابیزه ګڼي اوهغو د رسوا اوتورمخو میرڅمنوپه لمسون اونغوږه وژني . کور،کلی ، بانډې او کروندې یې ورانوي . اوله بلې خوا داسې حرفوي سترمفسدین ، غله اوغصبګرد واک په ګدیوناست دي . که هغورښتینی حب الوطن ، عدالت اوانساني خواخوږي درلودی . زما په اند نـني غمونه ، لوږې، تندې ، بې کورۍ ، بې کاری اوناورینونه به نه وای .
لاسونه لپه نیسم چې طالبان دې له خپلوغاړو پنجابي توري رسۍ اوافغان حکومتي لوری دی د ستراورسوا استعمار رسۍ له غاړو اولاسونو ایسته ګوزاراو د حب الوطن اوالصلح خیرپه احساس په افغاني نرخ اوڅلي ، ویاړلواومنلوجرګومرکوپه ځوریدلي اوپه سرو وینوکې لاهوهیواد له ورانولواود نړۍ له نقشې څخه د ورکولوله توطیوڅخه وژغوري .
په بیلابیلوجامواودریځونوکې د هیواد اوافغان ولس د دوښمنانو د نابودی اومرګ،مرګ،مرګ په هیله .
۴/۷/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button