ولې کوتره د سولې سېمبول ده؟

تر اوسه مو ذهن کې دا پوښتنه پیدا شوې چې ولې سپینه کوتره د سولې سېمبول ده؟

د دې ټاکنې داستانونه مختلف دي: یو داستان یې دا دی: کله چې حضرت نوح (ع) د خپل رب څخه وغوښتل چې کافران دې پر ځمکه نه وي او ټول دې ختم شي؛ ځکه که چیرې پاک رب له دغو منکرینو کافرانو څخه څوک ژوندي پریږدي؛ نو دوی خو بې لارې دي، ورسره به نور مؤمنان هم بې لارې کړي، د حق مخنیوۍ به وکړي، ګناهونه به عام کړي، فساد به خور شي ان اولادونو ته به یې پاتې شي.

پاک خدای جل جلاله د نوح علیه السلام دعا او غوښتنه قبوله کړه، اراده یې دا وه ترڅو مخکې له دې چې دروغجن قوم هلاک کړي، مؤمنانو ته د نجات وسایل برابر کړي، نوح (ع) ته یې وحې وکړه او ورته ویې ویل چې پرته له دغو مؤمنانو نور څوک ستا په رسالت ایمان نه راوړي؛ نو ته د دوی په دروغ بللو سره مه خپه کیږه، ستا رب د دوی کړنې ویني، اوهغه غواړي چې دغه دروغجن قوم غرق کړي.

نوح ( ع) ته یې د کېښتۍ جوړیدو وویل، نوح علیه السلام کیښتۍ جوړه او تیاره کړه، د خدای د عذاب پیلیدونکې نښې نښانې را برسیره شوې، او هغه د اوبو راخوټیدل وو د ځمکې څخه، نوح علیه السلام امر وکړ ترڅو د هر راز ژوندیو (حیواناتو) څخه یوه یوه جوړه (نارینه او ښځینه) راغونډ کړي ترڅو په کیښتۍ کې یې له ځانه سره واخلي، دا د دې لپاره چې وروسته له طوفانه کله چې ټول ژوي له منځه لاړ شي نو د دې نسل به په ځمکه کې د انسانانو د ګټې لپاره پاتې وي.

نوح (ع) د طوفان پر مهال الوتونکو خوشې کړل تر څو لاړ شي او له وچې څخه یې خبر کړي ځکه د اوبو شدت ډېریده ، لږ ورسته ګوري چې سپینه کوتره راغله او د زیتونو یوه پاڼه یې خوله کې ده او د شنې ځمکې خبر یې راوړ.

د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته پابلو پیکاسو ( اسپانوي نقاش) د همدې کوترې نقاشي وکړه او په ۱۹۴۹ کال یې د سولې او ملګرتیا په خاطر د سولې نړیوالې کنګرې نښان په توګه د همدې کوترې له نقاشۍ څخه ګټه پورته شوه . پیکاسو په خپله لور هم پالوما نوم کېښود چې د کوترې مانا لري. له دې وروسته کوتره چې په ټونګه کې یې د زیتونو پاڼه وي د سولې نښه وبلل شوه.

کوتره چې د وفادرۍ، سپیڅلتیا،مېنې او پاکۍ سیمبول هم دی خپلې ځالې انساني استوګنځیو ته نژدې جوړوي، بې ضرره الوتونکي دي

په یوناني اسطور کې هم کوتره د مینې او عاشقانه عواطفو نښه ده.

د ازتک لرغوني فرهنګ کې د مینې الهه زوشیکواستال، د بشر مور ده او عقیده دا ده چې هغه د کوترې په شکل ځمکې ته راښکته شوې ده

په هندي اسطور کې ، کامادوا چې د مینې خدای پیژندل شوی هم په کوتره سپور ګرځیده دا هم هغه دلیلونه دي چې کوتره د سولې مینې او عشق سېمبول غوره شوې وي.

په مرکزي اسیا کې بل داستان دا دی چې دوه پادشاهان په خپل منځ کې د جنګ میدان ته راووتل ، یو د دوی څخه خپله زرې خولې په سر کړه ، چا ورته وویل چې په خولۍ کې دې کوترې ځاله کړې مور یې ورته وویل زویه هغه ځاله باید ورانه نکړې او بېرته خولۍ کېږده، ځکه د دا د مینې او خلوص نښه ده. پاچا هم همداسې وکړل خولۍ یې د مور په خبره کېښوده او بې خولۍ د جنګ میدان ته لاړه. د جنګ میدان کې دویم پادشاه له ده څخه د خولې نه درلودو پوښتنه کوي، هغه هم دلیل ورته وایي وروسته له دې دویم پادشاه فکر کوي چې زه له هغه چا سره ولې جنګ وکړم چې هغه دومره زړه سوی او نرم دله انسان دی. دواړه پادشاهان خپلو کې سوله کوي او ستونزې حلوي.

لنډه دا چې کوتره د سولې ، مینې ، پاکۍ او وفادرۍ سېمبول بلل شوې او اوس هم کار په همدې مفهوم کارول کیږي.

حمیدالله عمرخېل

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button