ولې ځنګلونه مهم دي؟

انسانانو ته د ځنګلونو ۱۰ ګټې:
۱- اورښتونه رامنځته کوي:
ځنګلونه په ځمکه کې د اورښتونو د رامنځته کېدو مسؤلیت لري.

د ځنګلونو په وجه ورېځې یخېږي، په هوا کې تراکم کوي او د باران پر اوبو بدلېږي.

نو ویلی شو، چې درانه او ډېر بارانونه په ځنګلونو او ځنګلونو ته په نږدې سیمو کې رامنځته کېږي.

ځنګلونه مونسوني بادونه ورو کوي او ورېځو ته د ځمکې په سر د ورو حرکت اجازه ورکوي.

ځنګلونه د تودوخې درجه یخوي، چې په نتیجه کې

اوبه په وریځو کې د تراکم له امله د بخار په شکل تغیر خوري او د باران د څاڅکو لامل ګرځي.

۲- د خاورې د تخریب مخنیوی کوي:
د بادونو او سېلابونو پواسطه د خاورې تخریب هره ورځ یوه پېښېدونکې طبیعي پدیده ده.

د ونو د کرلو او ځنګلونو په رامنځته کولو سره په اسانۍ د دغې تخریب مخنیوی کېږي.

خاوره ډېر زیات اهمیت لري، چې د سرنۍ حاصلخېزې خاورې له منځه تګ د نباتاتو لپاره ډېر مضر تمامېږي.

د ونو او کرنیزو نباتاتو د کښت او ودې لپاره د خاورې پاسنۍ حاصلخېزه طبقه ډېره اړینه ده.
نو په پای کې ویلی شو، چې د ځنګلونو شتون د باد او سېلا شدت کموي،

چې په نتیجه کې یې د خاورې د تخریب مخنیوی کېږي.

۳- د طبیعي پېښو د زیان کچه کموي:
د طبیعي ناورینونو په لړ کې سونامي، سېلابونه، سمندري طوفانونه او حلقوي بادونه شامل دي.

د ځنګلونو شتون د دغو ناورینونو د منځته راتګ کچه او اغېزې راټیټوي.

د ځنګلي پوښښ په موجودیت کې د سونامي طوفانونو ورانوونکې اغېزې ډېرې کمې وي.

له دې بر علاوه ځنګلونو د نړۍ د ګرمېدنې مخه نیسي. نو پکار ده،

چې تر ممکنه حده ځنګلي پوښښ رامنځته شي، ترڅو د دغه ناورینونو مخه ونیول شي.

۴- د حېواناتو لپاره استوګنځی برابروي:
ځنګلونه د حېواناتو او مارغانو لپاره محفوظ او مناسب استوګنځایونه برابروي.

ډېر شمېر حېوانات او مارغان په ځنګلونو کې پرته له کوم ګواښ په ارامۍ سره خپل ژوند تېروي؛

نو ځکه ځنګلونه د دوی لپاره غوره او مناسب طبیعي استوګنځایونه ګڼل کېږي.
ځنګلونه د حېواناتو او مارغانو لپاره د جنت په څېر دي، چې دوی به هیچېرته بل داسې ځای ونه مومي.

۵- ککړتیا راکموي:
د ځنګلونو شتون کولای شي، د هوا، غږ او حتی د تودوخې ککړتیا هم راکمه کړي.

ځنګلونه ډېرې زیاتې ونې او نباتات لري، چې کوم چې د ککړتیا په کنټرول کې مهم رول لري.

بادونه په خاوره د یو ځای نه بل ځای ته حرکت کوي او د مضره غازونو غلظت کموي.
ونې له اتموسفیر څخه کاربن ډای اکسایډ جذبوي او چاپېریال ته د تنفس لپاره اکسېجن ازادوي.

همدارنګه په ښارونو کې ونې، بوټي او درختچې دوړې

او نوره ناپاکه هوا جذبوي او پاکه هوا چاپېریال ته وړاندې کوي.

۶- اقتصادي اهمیت:
ځنګلونو د نړۍ یوه پراخه ساحه په بر کې نیولې ده،

چې د نورو ګټو ترڅنګ د انسانانو لپاره زیات اقتصادي اهمیت لري،

چې د عایداتو د ترلاسه کولو لپاره یې د یوې ښې منبع په توګه استعمالوي.

ددې ترڅنګ د ځنګلي ونو لرګي په صنعت، ساختماني چارو،

کښتۍ جوړولو، کورونو په جوړولو او نورو کې په زیاته پیمانه استعمالېږي.
په ورته ډول په نورو هېوادونو کې د باران ځنګلونو شتون هم ډېر سېلانیان راجلبوي.

۷- په طبابت کې استعمال:
که څه هم کوچني طبي نباتات په کروندو کې کرل کېږي؛ مګر زیات طبي درمل یوازې د ځنګلي ونو څخه ترلاسه کېږي.

هغه طبي درمل چې له دې لارې ترلاسه کېږي، زیاتره یې الکلایډونه، ګلایکوسایډونه، تانینونه او داسې نور دي.

ددې ترڅنګ له ځینو څخه یې ضروري تېل( Essential oils) هم ترلاسه کېږي.

۸- د فرنېچر لپاره لرګي تولیدوي:
د لرګیو د تولیداتو لپاره ځنګلونه د لرګیو غوره زېرمه ګڼل کېږي.

د لرګیو ډېر ډولونه د بېلابېلو موخو لپاره شتون لري، لکه

د حشراتو مخنیوي کونکي Neem، Teak، Red sandalwood او داسې نور.

شات(عسل):
دا یوه خوندوره مایع ده، چې د شاتو مچیو له خوا د ګلونو څخه د نکتار یا خوږې شیرې له مصرف څخه وروسته تولیدېږي.

دا په پراخه کچه په درملو، آیس کریم، شېریني او نورو خوږو توکو کې کارول کېږي.

دا زیاتره په کنټرول شويو بکسونو کې د شاتو مچیو په روزلوسره ترلاسه کېږي؛ مګر د وحشي ځنګلونو څخه ترلاسه شوي شات

د کنټرول شویو صندقونو د شاتو په پرتله خواږه او خوندور وي.

۹- د حشراتو موم:
موم د لاک حشرو پواسطه تولیدېږي. دا په ځنګلونو کې پیدا کېږي او د کاسمیټکس او رنګ لپاره استعمالېږي.

۱۰- د توریزم او سیاحت په توګه:
نن ورځ زیاتره ځنګلونه د سیاحت او مېلو ځایونو په توګه کارول کېږي. که څه هم دا ممکن ځایي څارويو او خلکو ته تکلیف وي؛ خو

بیا هم حکومتونه دې ته خلک د سیاحت لپاره هڅوي، ترڅو هلته ذهني سکون او ارام ترلاسه کړي او خپل وخت ښه تېر کړي.

ژباړه: نظام الله زیار

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button