ولې داسې احساسوئ چې د میرمنې مینه مو درسره کمه شوې ده؟

لیکنه: مبارز ځیرمن

میرمنه او خاوند د واده په لومړیو کې سخت خواږه وي، خو ځینې جوړې وروسته فکر کوي چې له یو بل سره یې هغه پخوانۍ مینه نه ده پاتې او یو بل سره له ګډ ژوند چندان خوند نه شي اخیستی. کېدی شي ځینو ته د دې خبرې منل سخت وي، خو د دغسې یوه حالت عامل خاوند کېدی شي.

یو نارینه که له بازاره موبایل اخلي، په خورا احتیاط یې کاروي، ښایي له نورو یې په کارولو کې مرسته وغواړي تر څو خراب نه شي؛ خو له واده وروسته کله هم د ښځې پر خصوصیاتو او له هغې سره پر مناسب چال چلند د پوهېدو هڅه نه کوي. په داسې حال کې چې د یو نارینه په ژوند کې د میرمنې ارزښت له موبایل سره نه شي پرتله کېدی.

میرمنې او نارینه سره یو لړ توپیرونه لري، که خاوند له ځان سره د مېرمني په توپیر ځان وپوهوي او د هغې خیال وساتي، کله به هم د هغې د مینې د سړښت احساس ونه کړي.

یو ستر توپیر چې ډېری نارینه پرې نه پوهېږي او یا هغې ته پام نه ساتي دا دی چې، نارینه یوازې د اړتیا په صورت کې غږیږي. که اړتیا نه ویني چوپه خوله کېناستل غوره ګڼي. د اړتیا په صورت کې هم هڅه کوي له کمو خبرو ډېره پایله لاس ته راوړي. د ستونزې په صورت کې یوازیتوب خوښوي او یا هم ښایي په چوپه خوله پر تلویزون کتلو، موبایل یا کمپیوټر کې ګوتو وهلو، فېسبوک کارولو… پام غلط کړي؛ خو میرمنې داسې نه دي. هغوی که خبرو ته د اړیکو د یوازینۍ وسیلې په توګه نه ګوري، نو د یوې مهمې وسیلې په توګه ورته خامخا ګوري. کله چې میرمنه له کومې ستونزې سره مخ کیږي، تر بل هر وخت له یو چا سره ناستې، ښو ډېرو خبرو او د مقابل لوري غوږ نیولو ته اړتیا لري. اړینه نه ده چې ستونزه یې حل شي، بلکې هغې ته غوږ نیول خپله د هغې د ستونزې حل دی.

کله چې خاوند د مېرمنې خبرې نه اوري او هغې ته پام نه کوي، هغه فکر کوي چې د خاوند مینه یې ورسره کمه شوې ده. هماغه دی چې ناهیلي کېږي او له خاوند سره یې مینه سړیږي.

ځینې خاوندان فکر کوي چې جنسي اړیکې له ښځې سره د ستړیا او فشار په رفع کې مرسته کوي، چې دا یوه تېروتنه ده. په دغسې صورت کې د مېرمنو لپاره غوره ټاکنه د خاوند سره خبرې دي.

که نارینه له تېر څخه کومه ترخه خاطره لري، هغه هېروي؛ خو میرمنې په مغز کې داسې کومه هدیره نه لري چې ترخې خاطرې پکې دفن کړي. د هغوی په ذهن کې تر هغې یوه موضوع ګرځي راګرځي چې تر څو یې له چا سره شریکه کړې نه وي.

کله– کله مېرمن له خاوند سره د داسې موضوع په اړه غږیږي چې خاوند غواړي هغه هېره شي. د بېلګې په توګه، ښایي مېرمن له خاوند سره په تېر کې پر زړه بدي غږیږي. هغه یوازې له دې لارې سکون مومي، د هغې موخه د خاوند سپکاوی یا پارول نه وي، پکار ده چې خواخوږي ورسره وښودل شي، په دغسې مسئله کې بل څوک پړ وبلل شي او یا یوازې واورېدل شي.

که خاوند د میرمنې په مینه کې د پخوا په پرتله سړښت او کمي احساسوي، ښایي چې د هغې د ملامتې ثابتولو پر ځای یې په عواملو فکر وشي.

سړی که له واده وړاندې هر څه کوي، خو له واده وروسته باید د مېرمنې په وړاندې د مسؤولیت احساس وکړي. داسې څه دې نه کوي چې له هغې د میرمنې په حق کې د خیانت بوی راځي.

زموږ مېرمنې د ډرامو او فلمونو له لوبغاړو سره په مینې او چال چلند او له هغوی سره چې په نیمه بربنډو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، په جنسي توانایۍ کې توپیر لري.

په ټولو مواردو کې د پړې ګوته یوازې خاوند ته هم نه نیول کیږي. مېرمنې هم باید د مسؤولیت احساس وکړي. هیڅ ځوان به له لومړي سره د دوه درې ودونو د کولو یا بل چا سره د اړیکو د دوام هیله نه لري، خو که له واده وروسته له کومې بلې نجلي/ میرمنې سره اړیکې پالي یا د بل واده هڅه کوي، ښایې سبب یې د مېرمنې په خپله دنده کې لټي وي.

وایي په یوه جنسي اړیکه کې مېرمن له الوتکې سره تشبه کېدی شي. د الوتکې د الوتنې لپاره لومړی تدابیر نیول کیږي، بیا چالانېږي، پرېښودل کیږي چې ماشین یې ګرم شي، ورو حرکت کوي، پورته کیږي، سرعت اخلي او سرعت یې اوج ته رسېږي، منزل ته په رسېدو یې سرعت بېرته کمېږي، ډګر ته کوزېږي، ودرېږي او ګل کیږي.

یوه جنسي اړیکه باید د میرمنې له جنسي تحریک پیل او اړونده ټول مراحل بشپړ شي. له مراحلو په کومه یوه کې نيمګړتیا یا صرف نظر ډېرې بدې پایلې لرلی شي. د بېلګې په توګه، د میرمنې له جنسي اړیکي کرکه پیدا کیږي او د کرکې په صورت کې پر دغه اړیکي د خاوند ټینګار بیا له خاوند د کرکې سبب کیږي.

مېرمنه ټوله یا یې د بدن ځینې، په ځانګړې توګه مخفي غړي بدرنګه بلل، د خاوند خیانت، د خاوند جنسي ناتواني یا د سرعت انزال، کافي نه تحریک، له هغې د مقاربت د مستقیمې غوښتنې هیله، د خاوند ناپاکي او نور د هغې له جنسي اړیکې د کرکې او تېښتې سبب کېږي.

جنسي اړیکې د خوشاله او بریالي ګډ ژوند یو مهم اصل دی، خو چې سالمې او بشپړې وي. په جنسي اړیکو کې جعل لکه د تحریک لپاره د بربنډو ویډیوګانو لیدل او په هغې پورې د تړلو مسائلو لپاره د درملو کارول په اوږده مهال کې د دغه اړیکې د ناکامۍ او دا بیا په ګډ ژوند کې د لوړو– ژورو سبب ګرځي.

کله هم چې له کوره د باندې وئ، مېرمنې ته تلیفون وکړئ، ورته ووایئ چې یاده شوې مو ده. بیا وګورئ چې د دې ساده کار پایله څومره خوندوره او لوړه راوځي!

ځینې فکر کوي چې ډالۍ باید خامخا کوم ارزښتمن شی وي، په داسې حال کې چې ډالۍ خپله یو ارزښت دی.

مېرمنې ته وخت ناوخت ان د یوې ډېرې وړې ډالۍ ورکول هغې ته دا احساس ورکوي چې تاسې ورسره مینه لرئ.

تاسې هغې ته کله په دروغو په یو ډول، لکه د وړې ډالۍ په وړلو د مینې اظهار وکړئ؛ په مقابل کې به یې د رښتینې او تودې مینې جوش وګورئ.

نور ښکاره کړئ
Back to top button