ولې انسانان په ژوند کې ناهیلی کېږي؟

صفي الله هاشمي

د ناهیلۍ د له‌منځه وړلو لارې چارې کومې دي؟

هر انسان په ژوند کې بېلابېلې موخې ټاکي، دغو موخو ته د رسېدو لپاره تل زیار باسي او هره شېبه په دې هڅه کې وي؛ چې خپلې موخې ترلاسه او یو خوشاله ژوند ولري؛ خو ځینې وخت بریا او موخو ته په رسېدو کې له ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي، لکه: اقتصادي، ټولنیزې، فردي او … ستونزې) په دغه حالت کې انسان ته یو ډول ځانګړی ماتوونکی احساس پیدا کېږي، چې دا حس انسان نه پرېږدي؛ تر څو خپل ژوند ته په سمه توګه ادامه ورکړي او خپلې چارې لکه څنګه چې باید تنظیم او پر مخ یوسي، نشي کولای؛ دا ډول اَکر (حالت) د ناهیلۍ، ناامیدۍ او ځان‌بایلنې په نامه یادېږي.

په ژوند کې تل هغه کسان ناامیده کېږي، چې خپلو موخو ته ونه رسېږي او د ژوند چارې یې لکه څنګه چې باید مخکې لاړې شي هغسې نه ځي. هغه کسان ناهیلي کېږي چې تل په یوه ځانګړي موقف، شخص او یا شي پورې زړه تړي او د هغه په له لاسه ورکولو سره خپلې ټولې هیلې له لاسه ورکوي؛ خو ژوند هېڅکله یو بعدي نه دی، کله په ژوند کې خوښي، کله غم، کله سختي او کله هم آرامي او سوکالي وي. تر ټولو ښه، بریالی او غوره انسان هغه دی، چې په ژوند کې هر ډول شرایطو ته چمتو او په پراخه سینه او حوصله‌مندۍ سره ټولې ستونزې په شا وتمبوي.

الله (ج) فرمایلي دي: (… لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ …)[الزمر] د الله (ج) له رحمت څخه مه ناامیده کېږئ. موږ او تاسو د لوی خدای (ج) بنده‌ګان یو، هغه (ج) فرمایلي دي، چې هېڅکله زما له رحمت څخه مه ناهیلي کېږئ؛ ځکه په هېڅ حالت کې هم تاسو یوازې نه پرېږدم.

که راشو دې ته چې څنګه کولای شو ناهیلي له‌منځه یوسو؛ نو ویلای شو، چې موږ باید هېڅکله په خپل ژوند کې ناهیلي نشو، تل د خپلې بریا، موخو (اهدافو)، او ژوند بېړۍ روانه وساتو؛ ځکه ناهیلي هغه بلا ده، چې موږ د ناکامۍ او بدبختۍ داسې کندې ته غورځوي چې هېڅکله نشو کولای ځان ترې را وباسو.

صفي الله هـاشمـي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button