ولی د خلک له احساساتو نه ناوړه استفاده کوي؟

سیدعبدالله پاچا

طالبانو کلونه جګړه د خلکو له کورونو او کلیو وکړه، له همدې کبله جګړې دوام زیات وکړ او طالبانو په خپلو سیمو کې زیات تلفات ملکي خلکو ته اړولي دي.

تاسو به عکسونه لیدلي وي چې طالبانو د خلکو کورونو کې سنګرونه جوړ کړي او له همغه ځایه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

کله چې افغان ځواکونه د طالبانو په مرکزونو چې کورونو او کلیو کې دي، برید وکړي، طالب د خپلو تبلیغاتو لپاره چاودنې کوي، هرې خوا پاشلې ډزې کوي چې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوړي او بیا یې مسوولیت پر افغان ځواکونو واچوی.

که افغان ځواکونو د ملکي وګړو تلفاتو مخنیوي ته جدي نظر نه کولی، نو هره ورځ به هره سیمه کې د طالبانو د مړو هدیرې جوړیدلی.

خو دا چې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلي، د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی دی او نه شي کولی چې په ډاډه زړه ازادانه عملیات وکړی.

افغان ځواکونه د خلکو د مال، ځان او ناموس ساتونکي دي، نو له همدې کبله هره سیمه کې احتیاط کوي چې عملیاتو کې ملکیان زیانمن نه شي.

برعکس طالبان بیا د افغان ځواکونو له دې انسانیت ناسمه ګټه پورته کوي، له کورنو پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او بیا همدې کورونو کې پټيږي.

کله چې پر طالبانو په کلیو کې فشار راشي، محاصره شي او یا پرې ځانګړی عملیات وشي، بیا ښځو او ماشومانو باندې ډزې کوي او تصویرونه یې خواله رسنیو کې خپروي چې افغان ځواکونه پرې ملامت شي.

دا پيښې زیاتو سیمو کې تکرار شوي او زیات خلک د دې عیني شاهدان هم دي، په ځانګړي ډول هغه سیمې چې جګړه پکې دوام لري.

که طالب د خلکو له کورونو او کلیو د سنګر کار نه اخیستلی، یو کال هم جګړې دوام نه کو او طالبان به یا وژل کیدل او یا به زندانونو کې پراته و.

طالبان پوهیږي چې د خلکو حساسه نقطه همدا ده چې د ماشومانو او ښځو عکسونه خواله رسنیو ته پورته کړې او بیا ورسره ولیکي چې دا د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د خلکو جهالت بیا دا دی چې په پټو سترګو د طالبانو دا تبلیغات مني او د دې پر ځای چې پلټنه وکړي ، پر تورن کس باندې لعنت وایي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button