وطن مو تن او تن مو وطن دی

وطن مو تن او تن مو وطن دی
د هر انسان بدن له بیلابیلو سیستمونو جوړشوی دی . بهرني او د وجود د نــنه سیستمونه بیلابیل جوړښتونه لري او د انساني انا تومي د پوهانو په اند د انسان په بدن کې ټول ټال له لسو تر یلیونوتر سلوزرو میلیاردو سلولونه ، حجرې شتون لري . په باندینی برخه کې سر،اورمیږ، سینه ،خیټه، لاسونه ،پښې ، غوږونه، سترګې ، پوزه ، خوله اوداسې نور موجود دي . د بدن په دنـنه کې هم خورا بیلابیل غړي لکه زړه ، سږي، ینه، ځګر، معده، کوچنی اوغټی کولمې ، مثانه اونورخورا زیات غړي اود وینورګونه موجود دي . داټول په ګډه او همغږی د بدن په ساتنه اود ژوند په دوام بوخت او همیشنی مبارزه ،هاندوهڅې کوي د بیلګې په توګه که د سرمغزوته څلور دقیقې وینه ونه رسیږي . هغه له کاره لویږي اومري . زړه ته وینه اوسږوته اکسیجن اړین دی په لږځنډ اود لیږد په خنډ سره هغه هم په آبدي خوب پريوزي اودا لامل دی چې د انسان د ژوند پایښت د بدن د ټولو غړو په انډوليز خوځښت پورې تړلی دی .
هو! وطن مو هم لکه تن دی . وطن هم فزیکي جوړښت لري . زموږ د ګران افغانستان فزیکي حضور د هغه جغرافیه ده چې د غرونو، سیندونو، ځنګلونو، کانونو، دښتو اوبیدیاوو ،اوبو، هوا اونوروبیلا بیلو توکو جوړه شوي اوموږ په کې میشت کابو ۵۲ قومونه له ۳۲ ژبو ویونکو سره د سلګونو پیړیوپه پوړیواوزرګونو کلونوپه اوږده یون کې پکې میشت یو. رښتیا هم وطن مورده چې د مورني او پلرني وطن په غیږه کې زیږیدلي او رالوی شوی یو.
وطن هم لکه تن د خپلې بقا اوپرمختګ او ویاړمن پایښت لپاره د خپل ولس هاندوهڅو، ټولنیزوکارونواوساتنې ته اړتیا لري . یوموټي اووطنپال ولسونه خپل هیواد د ژغورنې سربیره د پرمختګ او هوسایې لوړو پوړیوته رسوي . چې د نړۍ متمدن ، پرمختللي په ځان ویسا اوبسیا هیوادونه یې څرګندې بیلګې دي .
خوله بده مرغه موږ افغانان دریغه ! دریغه! ځینې د وطن په جوړولو، رغولو، ځيني په چورچپاول او غلاوو، ځیني د وطن د دوښمنانو په لمسون په ورانولو، سوځولو، د ټولګټوتاسیساتوپه ویجاړولو، د سرکونواوپلونو په الوزولو، هدفي وژنو بوخت دي . څرګندې بیلګی یې په سترګو وینو. افغان ولس څه ټول نړیوال د غه وحشت ،بربریت ، وینوتویولوته هک ،حیران او ناهیلي شوي دي .
که رښتیا وطن خپل تن وبولوخوپه دغه تن کې کابو۳۵ میلیونه افغانان استوګن دي . که هغو د خپل مورني وطن ساتنې ته په نـنګ اومیړانه پخپلوسیمو،کلواوبانډو کې هرهغه څوک چې دا مورنۍ وطن ورانوي او د هغه بچیان ،واړه اوزاړه وژني د هغوپه وړاندې عملي خوځښت اوغیرت ترسره کړي . نو هله کولای شو خپل وطن مو لکه تن وساتو. د دغه انساني اوملي سپیڅلي دارمان د تحقق لپاره د هیواد ښځينه او نارینه ځوان نسل ته سترګي اوړي. د خواله رسنیواوفیسبوک کاروونکو ته لاسونه لپه کوم چې د هيواد د کورنیواوبهرنیونامرده او بې وجدانه دوښمنانو په وړاندې همیشنی غږپورته کړي . د ملي ورورګلویز پیوستون په مټ او همغږۍ د مورني وطن کړیدلي اوغمیدلي افغانستان روان محشراوماتم ته د پای ټکی کیږدي. د همدغو سپیڅلو ارمانونود بري په هیله .
اکبري ـ ۲۸/۳/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button