وطن مور ده! د مورني وطن ژغورنه اوساتنه حب الوطن من الایمان باله شي

وطن مور ده . د مورني وطن ژغورنه اوساتنه حب الوطن من الایمان باله شي او دا د ټولوسره وروڼوافغانانو ګډ ملي، تاریخي دېن او فرض دی چې په دې لاره کې خپل ټول مادي او معنوي ځواک په کار واچوي . خپل مورنۍ اوپلرنۍ وطن د تورمخوغلیمانو، رسوا اوشرمیدلو دوښمنانو د ورانیو او ویجاړیو وساتې .
کلونه پخوا د راډیوتلویزیون د خبریال په توګه د چکوسلواکیا د بهرنیوچارو وزیراوپلاوي سره د بامیانو په تاریخي ولایت کې د صلصال اوشمامه د لرغونو بتانواو بې سارې سترومجسمود لیدلو لپاره ولاړم . صلصال ۵۳ متره اوشمامه ۳۵ متره لوړوالی درلود . بهرني پلاوي د دغو محیرالعقول اوهیښوونکوتاریخي مجسموعظمت اونړيوالوعجايبوپه لیدلود خیالاتو په ټال ځنګیدل اوهغه یې په نړیواله کچه د افغانستان د لرغوني تاریخ د برم اوعظمت نښه وبلله .
هو! هغه د کوشاني دوران یادګارونه چې د اسلام د دین د مخه یې د دغه لرغوني خاورې د بودایې مذهب اودین ښکارندویې کوله .
دغه مجسمې افغانستان ته د عربود اسلامي لښکرو د قوماندانانو له لوري زیانمنې نه شوي اود بیلابیلو پیړیوپه پوړیوکې زیانمنې نه شوي . سلطان محمود غزنوي چې په بت شکن یادیده . د صلصال اوشمامې تاریخي لرغوني عظمت ته درنښت درلود . د لوی اوبرمیال امپراطوراعلیحضرت احمد شاه بابا د واکمنی او له هغه وروسته موده کې د بامیانو د تاریخي عظمت نښې پخپل ځای ولاړې او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ګرځندویانواوسیلانیانوپه زرګونو،زرګونو ډلې د هغولیدوته راتللې او دهیواد د ملي شتمنی اوعایداتولویه منبع وه .
لوی او مکار دوښمن پاکستان چې نه تاریخ اونه پخوانۍ جغرافیه لري د پرنګي له خیټې د راوتلو له مهاله د افغانستان د تاریخي شان اوشوکت د سترګواغزی دی. د افغانستان زړه ګلالۍ اوښکلی کابل یې د خپلوبې ایمانه اوبې وجدانه تنظیم سالاره غلامانو د جنګ جګړوپه سرولمبو کې د زرګونو،زرګونود مړو په هدیره اوورانه ویجاړه کنډواله بدل کړ. لا دا د اورلمبې مړې اوسړې شوي نه وي چې د پنجاب د ای اس ای له خیټې را ټوکیدلي د نصرالله بابر زامن د افغانستان ورانولواوویجاړولواود اسلام تر نامه لاندې د افغانانو په قتل عام، ویره اومرګوني ګواښ لاس پوري کړه اوړانده ملاعمرد پنجاب په لارښوونه اوپاکستاني بمونواو ستروچاودنود بامیانو د صلصال او شمامه تاریخي اولرغوني عظمت ته د پای ټکی کیښود. چې د هغه په وحشیانه او وقیحانه نړیدلو ټوله نړۍ و بوږنیده . او همدا راز یې د کابل موزیم څخه د افغانستان د پخوانیو لرغونو اثاروپه چورلټ له منځه وړلو لاس پوري کړ.
خپل عمل د لارې مل او هغوی هم د نړۍ په تاریخ کې د کمیت اوشمیرله پلوه د نړیوالو بیلا بیلو هیوادونو د جنګي ماشین لاندې تس ،نس اود خونړي خنجراواوسپنیزوکیبلونود وهلو ټکولو دوران یې پای وموند .
دادی طالبان د لوی میرغضب ښاغلي شاه زل خلل زاد په مکارانه تذویراوچل ول د خپل هغه دوښمن چې د دوی جر ړې یې وایستلي دوستان او یاران شوي خو د خپل وطن په ورانولواوخپلو مسلمان افغانانوپه وژلو،ترور ، خرمرګي اومقناطیسي بمونواوچاودونود افغانستان په ګوټ، ګوټ کې محشر روان کړی او د ولس مشر اشرف غني په وینا تر دې دمه طالبانو څه د پاسه یومیلیارد ډالروپه کچه ټولګټي تاسیسات ، پلونه ، سرکونه ، بندونه ، پوهنتونونه ، ښوونځۍ ، روغتونونه ، کلینیکونه ، د بریښنا ستنې اونور ملي عام المنفعه مرکزونه ویجاړ کړي دي. د بشرپالو ډاکترانو، واکسیناتورانو، نرسانود وطنپالواوافغانپالوژورنالیستانو،جییدو عالمانو او قومي مخوروشهادت یې ورځنی بوختیا ده .
د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د ودانۍ الوځول او نړول د هغه وحشت اوبربریت ښکارندوی ده چې شيطان ، خبیث اوکثیف پاکستان غواړي د خپلو مزدورو طالبانو په لاسونو د افغانستان اوسنی لاسته راوړنې اود ښځو د ویښتیا اود هغو د مسلموحقوقود احیا بهیرله منځه یوسي . د کیبل سالارۍ اوخنجر سالارۍ دوران رامنځته او د ۲۱ پیړۍ نښې نښانې د تحجراومنځنیو پیړیو پېرته ور کیکاږي .
افغانانویوشی اوویښ شی . ګنې پاکستان د افغانستان د جنازې په موخه خردجلان ګومارلي دي اوځکه د بیت الله شریف مکې مکرمې د مسجد الحرام اود مدینې منورې د مسجد نبوي فتواوي او الصلح خیرغوښتنې بابیزه او د پنجاب د هیرا منډه یې فتواوي طالبانوته باوري اومعتبرې دي .
جاروطنه دوښمنان دې نابود اونسکورشه .
۱۷/۶/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button