وزیرستان، د پنجاپ ماتي

په شمالی وزیرستان کی د پنجاپ استعماری او وینو څښونکي پوځ د برید پوره یو کال پوره شو. خو لا جګړه روانه ده.

په دې موده کې د پنجاپ پوځ د هر ډول جنګي تخنیک او وسلو څخه کار واخیست .

په شمالي وزیرستان کی د پنجاپ د استعماري – تروریستی پوځ جنایتونه او سړي وژنې ویرونکي دی .

د افغانستان د خاروې په توګه ، په وزیرستان باندې د پڼجاپی وحشي پوځ برید د ټولو د پښتنو او د افغانستان د خلکو د پاره د زغم وړ نه دي.

په ټول شمالي وزیرستان کی پنجاپی پوځ  کلي اوښارونه ړنګ کړل. په لسګونو زرو بی ګناه خلک ( ماشومان، میرمنې او نارینه ) تر خاورو لاندې شول او یا ووژل شول.

نږدې یو میلیون خلک ، بنو ، پکتیکا، خوست ، پیښور، کورمه او نورو پښتني سیمو ته کډوال شول. دا کډوال تر ټولو د ژوند سخت شرایط تیروي.

هغه کډوال چی د پنجاپی استعمار تر واک لاندې سیمو ته تللی دي د پنجاپی اداری او سازمانونو له خوا تحقیر او توهین کیږی. که څه هم په نوموړو سیمو کې سیمه ایز خلک د دې بی ځایه شوو خلکو سره د پښتني وروروالی د روحیې له امله تر وسه پورې مرسته کیږی تر څو د دوی ستونزی را کمې کړل شي . خو بیا هم د دوی ژوند ځورونکي دی.

اوس شمالي وزیرستان کی کلی او بازارونه په بشپړه توګه له منځه تللی او کنډوالی ترې جوړې شوي دی چی یوازی وحشی ځناور او د پنجاپ د تروریستی پوځ سرتیري په کې لیدل کیږي.

تقریبا د شمالی وزیرستان سیمه د سیمې د خلکو څخه په بشپړه توګه تشه شوي ده.  د عیني شاهدانو په قول هرې کورنۍ چی هڅه کړي ده چی خپلې سیمې ته وګرځي د جیټ الونکو د بمونو او د توپچی د مرمیو خوراک سبب شوي دي.

د شواهدو له مخې ښکاري چی د پنجاپ پوځ غواړي د شمالي وزیرستان سیمه د تل د پاره د خلکو څخه تشه کړي او ښایی ورپسی پلان یی د جنوبی وزیرستان ځپل او تشول واوسی . په دی ډول د خیبر ایجنسی ، د باجوړ ایجنسی او نورو پښتنو سیمو د ځپلو د پاره ورته پروګرامونه موجود وي.

وزیرستان او یا په بل عبارت ټولو قبایلی سیمو ته رسنیو ته اجازه نه شته چی هلته د روانو پیښو په هکله رپورټونه خپره کړي.  همدارنګه نړیواله ټولنه په دی غلی پاتی شوی ده چی د پنجاپ په استعماری اداره باندی فشار راوړي تر څو رسنیو ته اجازه ورکړي چی د سیمې د حالاتو په هکله سم رپوټونه خپره کړي.

د پښتنی قبایلی سیمو په هکله چی کوم رپوټونه خپریږی هغه ټول د بوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا ترتیب شوی او  د رسنیو په واک کی وړکړل شوي وي.

یو ټکی ته باید اشاره وشی چی په پاکستان کی ازاده میدیا وجود نه لری هر ډول میدیا په پاکستان کی د هغه هیواد د استخباراتو له خوا کنترول کیږی او که کومه نړیواله رسنۍ هڅه وکړي چی د هغه هیواد څخه معلومات خپاره کړي هغه هم په غیر مستقیمه او یا مستقیمه توګه اړ کیږی چې هغه څه خپاره کړي چی د هغه هیواد استخباراتی ارګانونه یی غواړي.

خو هغه څه چې د شمالي وزیرستان څخه بې ځایه شوي خلک وایی هغه ډیر زړه بوګنونکي دي. عادی خلک د پوځ له خوا نیول شوی او وژل شوی دی او دا بهیر روان دی. همدارنګه کلی او د اوسیدو سیمې په قصدي توګه بمبارد شوی او خلک د خاورو لاندی کړل شوي دي.

د زرګونو بی ګناه  کسانو مړي په میدان پاتې او د وحشی څارویو خوراک شوي دي. اوس وزیرستان یوه ویرونکي سیمه ده. هلته د پنجاپی وحشی پوځ څخه بل څوک نه شته.

په شمالی وزیرستان باندی پوره یو کال کیږی چی جګړه روانه ده. دا جګړه یوازی د پنجاپ د وحشی پوځ له خوا نه مخته بیول کیږی بلکی په دی جګړی د امریکا متحده ایالات د پنجاپ د پوځ ملاتړ کوي.

د وزیرستان په سیمه باندی د امریکا متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکی په منظمه توګه الوتنی کوي. ددی الوتکو د بمبارد او یا توغندیو له امله تر اوسه په زرګونو بی ګناه کسان د منځه تللی دی.

امریکا متحده ایالاتو د پنجاپی استعماری د ناوړو هدفونو د تحقق له پاره په زرګونو الوتنی تر سره کړي او د پنجاپ مخالفین یی په نښه کړي دي.

پنجاپ د کابل د ادارې په مرسته وکولی شول د وزیرستان د خلکو د ځپلو د پاره د وحشیانه برید ته د تروریزم د ځپلو  د جګړې نوم ورکړي.

په دی کې هیڅ شک نه شته چې په وزیرستان او یا نورو قبایلی سیمو کی تروریستان په خپله د پنجاپ د پټو سرویسونو له خوا ځای په ځای شوی او د هغه ځای څخه په نورو سیمو کې استعمالیږی.

د پنجاپ استعماری اداره د نوموړو تروریستی ګروپونو د ساتلو ، تمویل او تجهیز له پاره د هغو زرګونو میلیونو ډالرو څخه کار اخیستی دی چی د امریکا د متحده ایالاتو څخه یی د تروریزم د ځپلو په نوم تر لاسه کړي او یا یی تر لاسه کوي.

د کابل ادارې هم په وزیرستان او نورو پښتنی سیمو  کی روانو عملیاتو څخه هرکلی کړی دی او کیدای شی د پنجاپ سره یی په دی لاره کې مرسته هم کړي وي.

دا ځکه چی د کابل ارګ د افغانستان د خلکو ( هغوی چی د دیوریند د کرغیړنی کرښې دواړو غاړو ته اوسي) د ارادی او غوښتنو خلاف یو شرمونکی تفاهم لیک لاسلیک کړي دی .

ددی تفاهم لیک د متن د څیړلو څخه ښکاری چی دا سل په سلو کی د پنجاپ استعماری ادری په ګټه او د افغانستان په زیان دی.

ډیر امکان لری چی د نوموړی شرمونکی تفاهم لیک په بنسټ د کابل ارګ او د پنجاپ تر منځ همکاری پیل شوي وي .

باید وویل شی چی د پنجاپ استعماری اداره د ترویزم ؟ تر نامه لاندی هڅه کوي چی ټول مخالف ملی او ازادی بښونکی غورځنګونه وځپی.

دا اوس ټولو ته معلومه ده چی تروریزم د پنجاپی استعمار یوه وسیله ده چی د سیمی هیوادونو او د تر پنجاپ د کنترول لاندی خلکو په ځپلو کی ترې کار اخلي.

کله چی په وزیرستان کی د پنجاپ خلاف اولسی مقاومت را وټوکید . په وزیرستان کی د پنجاپ له خوا د ځای په ځای شوو تروریستی ډلو ددی مقاومت مخنیوی ونکړای شو ، نو په شمالی وزیرستان کی یی پوځی عملیاتو پلان ترتیب کړ.

د سیمې د خلکو په وینا هغه بهرنی جنګي ډلې چی په شمالي وزیرستان کی د پنجاپ د پټو ادارو له خوا ځای په ځای شوي وې هغوی ددی عملیاتو د پیل څخه څه موده مخکی ایستل شوی او امن ځایونو ته لیږدول شوي و.

د هغو معلوماتو له مخې چې د پنجاپی استعمار له خوا تر کنترول شوی میدیا له خوا خپره شوي دي ویل کیږي:

د شمالی وزیرستان د خلکو په وړاندې عملیات د ۲۰۱۴ کال د جون په پنځلسمه نیټه پیل شول. باید ووایو چی ددی عملیاتو د بریالی سرته رسولو د پاره ، مخکې له دې چی پلي ځواکونه سیمې ته ننوزی. ټول شمالی وزیرستان سیمې د هوایی ، توپچی او توغندیو تر اور لاندې ونیول شوې.

ددی وحشیانه مباریو په نتیجه کې په زرګونو د شمالی وزیرستان خلک ووژل شول. دوی ټولو زیار ایسته چی ځانونه د سیمې وباسي

خو هر چا دا نشول کولی. د ډیرو کورنیو څخه ماشومان او سپین ږیري پاتې شول او چی بمونو او مرمیو خوراک شول.

پنجاپ هڅه وکړه چی د شمالی وزیرستان څخه بی ځایه شوی خلک ، سند ، پنجاپ او یا پښتونخوا ته ولاړ نه شي او ټول په وزیرستان کی ایسار شی.

ددی وحشیانه جګړو له امله په سلګونو زره د شمالی وزیرستان خلک د خوست ، پکتیکا ولایتونو او هم نورو سیمو ته راغلل چی د سیمو د خلکو له خوا ورسره د هر ډول مرستو ورکولو تیاری وښودل شوه.

د پنجاپی رسنیو د راپورونو له مخې په دې عملیاتو کی ۲۷۶۳ د دوی په اصطلاح ((ترهګر  جنګیالی )) وژل شوي دی . د دوی د راپورونو مطابق په دی کسانو کی ۲۱۸ مهم کسان د شمیم مسید په ګډون وژل  شوي دی.

همدارنګه ۸۳۷ د پټیدو مرکزونه له منځه تللی دی .

پنجاپی رسنی وای چی په دی عملیاتو کې ۳۴۷ پوځیان وژل شوي دي.

پنجاپی رسنۍ وایی: په دی عملیاتو کی ۸۸۰۷ میله وسله را غونډه شوی ده . خو د تصویرونو ښکاری چی نوي سلنه ددی وسلو هغه پخوانی پنځه ډزی ټوپک دی چی د وزیرو خلکو به د انګریزانو سره په جنګیدل .

اوس د پنجاپ پوځ وایی چی لاتر اوسه شمالی وزیرستان د (( ترهګرو)) د شته والی څخه پاک شوي نه دی. د  پنجاپ پوځ  ادعا کوي چی تر اوسه نوي سلنه د شمالی وزیرستان سیمه د (( ترهګرو)) څخه پاکه کړل شوي ده  دوی وایی چی میرعلی ، میرامشاه، سپین وا م ، شوه، توسلي، ګړیوم ، رزمک ، دته خیل ، ګلام خان ، بویه او د شوال ځینې سیمې شاملې دي.

دا پوځ ادعا کوي چی تر اوسه لس سلنه خاور پاکه کړل شوی نه ده او دا لس سلنه خاروه د (( ډیورینډ)) د کرښې سره نږدې پراته ده دا پوځ وایی چی دا سیمې به هم ژر پاکه کړل شي.

دا راپور وایی چی په مجموعی توګه دلته اوه زره پنځه سوه شپږ پنځوس تنه وژل شوی دی چی د هغوی له جملې څخه پنځه زره دوه سوه اته شپیته یی عام خلک دي.

د پنجاپ وحشي پوځ دا تاییدوي چی په دی جګړه کې په زرګونو ( پنځه زره دوه سوه شپیته ) ملکی خلک وژل شوي دي. خو هغه څه چی د سیمې څخه بی ځایه شوي خلک وایی چی د پنجاپ دولت غواړي د ملکی تلفاتو اندازه کمه وښيی. مګر په اصل کې ملکی تلفات خورا زیات دی کیدای شی  دا رقم په لسګونو زره واوسي.

همدارنګه د سیمې خلک د وسله جنګیالو په دی شمیر ( ۲۷۶۳) وژل کیدل نه مني. دوی وایی چی هلته په لږ شمیر سره وسله وال جنګیالی وژل شوی دي.

په دې ملکی تلفاتو کې ماشومان ، میرمنې ، سپین ږیري او عام خلک شامل دي.

که څه هم د پنجاپی استعماري – تروریستی اداره په وزیرستان کی د پنځو زرو ملکی کسانو وژنه منی مګر د ځایی خلکو په وینا ملکی خلکو د تلفاتو شمیر ددی رقم څخه څو واره زیات دی.

د وزیرستان د خلکو په دی تلفاتو باندی د بشري حقوقو نړیوالو سازمانونو ، د لویدیز هیوادونو ( چی د ځانو د پاره دموکراسی وایی) ځانونه چوپ ساتلی دی. او دا غګ یی پورته کړی نه دی چی د پنجاپ پوځ باید د ملکی تلفاتو او د خلکو د اوسیدو ځایونو د ورانولو له امله وغندل شی.

ددی څخه ښکاری چی نړیوال تش په نامه د بشری حقوقو د مدافع سازمانونه ، بشری سازمانونه نه دی بلکی سیاسی سازمانونه دي چی  د نړیوال امپریالیزم د موخو او اهدافو سره سم کارکوي.

دا سازمانونه هلته او هغه وخت د بشری حقوقو د تر پښو لاندی کیدو غږ پورته کوي چی  ګټه یی لویدیز امپریالیزم ته رسي.به رښتیا هم ارتجاعی او دیکتاتوری سیمه ایز دولتونه او ډلې د نړیوال امپریالیزم سره یو ځای د ازادی غوښتونکو غورځنګونو د ځپلو د پاره ګډ پروګرامونه مخته بیایی چی ښه مثال یی د وزیرستان او قبایلو د خلکو د ځپلو موضوع ده.

تر ټولو د خندا او افسوس وړ خبره داده چی :

هغه سازمانونه چی اکثریت غړی یی پښتانه دی او یا یی مشران ځانونو ته د پښتنو د حقوقو د تامین مبارزین وایی هم چوپ دي. دوی په وزیرستان او د پښتنی قبایلو په سیمو کې د خلکو بی رحمانه وژلو او د دوی د استوګنو سیمو  په له منځه وړلو باندی سترګي پټې او غوږونه کاڼه کړي دی .

دوی په هغه څه باندی شخوند وهي چی د پنجاپ له خوا د کنترول شوي میدیا له خوا خپریږي. دوی په پښتنی سیمو کی د پنجاپ پوځ تیری او بریدونه تایید کړي دی او د پښتنو ټولوژنه یی په غیر مستقیمه توګه ورسره منلي ده.

همدارنګه هغه ډلی چی د خلکو په ګومان د پوځ له خوا تمویل کیږی لکه د مولانا فضل الرحمن ډله او یا د قاضی حسین احمد ( مرحوم) ډله په بشپړه توګه د وزیرستان د پیښو څخه ځانونه نه خبروي .

دوی په فلسطین او یا د نړی په نورو سیمو کی  که چیری څوک ووژل شی بیا ستر جلوسونه راباسی خو دا چی په وزیرستان او قبایلو کی په لسګونو زره خلک وژل شوی ، کورونه یی له منځه تللی دی سرونه پرې نه ګروي.

په افغانستان کی سیاسی ډلی او کسان هم د وزیرستان د پیښو په وړاندې بی توپیره پاتې دي او دوی د وزیرستان او قبایلو خلکو ته د افغان اولس په توګه په سترګو نه ګوري او په دی سیمو کې د پنجاپ د وحشی اردو له خوا روانو جنایتونو ته د نیوکی او غندلو ګوته نه نیسي.

د کابل ارګ خو په قبایلی سیمی کی د پنجاپ د وحشی پوځ عملیات او بریدونه تاییدوي او هغه نور هم دی ته هڅوي چی خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکړي.

د راپورونو مطابق د کابل چارواکی هڅه کوي چی په دا ډول عملیاتو کی د پنجاپ د پوځ سره د همغږی خبرې کوي او داسې امکان لري چې د پنجاپ سره په دی عملیاتو کې مرسته هم کوي .

د کابل ارګ اوسنی واکمنان تر اوسه دا ټکی نه په ډاګه کوي چی قبایل او د ډیورینډ کرښي هغه خوا خلک ، زموږ خلک دی او موږ دا مسوولیت لرو چی د هغوی ژوند او امنیت خوندي کړو.

په دی کی شک نه شته چی د اعلحضرت شاه زمان څخه وروسته د کابل ارګ د دې هیواد د ملی ګټو ته اهمیت نه دی ورکړي او یوازی خپلی شخصی ګټی یی تر ملی ګټو لوړې ګڼلي دي.

کابل ته اړینه وه چی پنجاب ته یی اخطار ورکړی وای چی خپل پوځونه د پښتنی سیمو وباسی ددی سیمو په چارو کی لاسوهنه ونکړي او د دې سیمو خلکو حقوقو ته غاړه کیږدي.

دا چی په عمومی توګه په نړیواله ، سیمه ایزه او په خپله پښتنی برخه کی د پښتنو د ځپلو او ټولوژنی د پروګرام ملاتړ کیږی او د پنجاپ د وحشی پوځ د جنایتونو څخه سترګي پټیږی دا هم یو شمیر سببونه لري.

په دی کي شک نه شته چی اوس امپریالیزم چی د ظلم ، وحشت او لوټماری نظام دی په لویدیز باندی واکمن دی دا نظام یوازی په ټوله نړۍ باندی واک غواړی او هم په دی لټه کې دی چی نړیوال طبعی منابع تر کنترول لاندی راولي.

د لویدیز د پاره بشري حقوق، دموکراسی او مدنی ټولنه یوازی د خلکو د تیر ایستلو د پاره رنګین شعارونه دي . په دی هیوادونو کی دموکراسی تش په نامه ده او د اولسونو لوټماري د یو څو ځانګړو کمپنیو له خوا روانه ده.

دا کمپنی چی د اړوندو هیوادونو بهرنی سیاستونه هم ټاکي  په نړیواله سویه هم د جنایتکارو او لوټمارو ډلو څخه ملاتړ کوي او هغه څوک چی د خپلو حقوقو د پاره مبارزه کوي په راز راز نومونو تورنوي.

په دی ټول پوهیږی چی د پنجاپ اداره ، یوه استعماری – تروریستی – لوټماره اداره ده چی بشری او مدنی حقوقو په هیڅ ډول په نظر کې نه نیسی د پنجاپ اداری نه یوازی سیمه ، بلکې نړی هم نا ارامه کړي ده.

مګر لویدیز د پنجاپ ادارې سره په زرګونو میلیونو ډالره مرسته کوي تر څو هلته د خلکو د ازادی بښونکی غورځنګ وځپی.

همدارنګه د پنجاپ پوځ په دی بریالی شوی دی چی پښتنی سیاسی ډلی هم د هغه پوځ د اجندا سره سم حرکت وکړي . یادی شوی ډلی د پښتنو د روان حقوقو او ازادی څخه سترګي پټوي او د پنجاپی استعماری – تروریستی اداری تر واک لاندې یوازی د خلکو په تیر ایستلو او دوکه باندی لګیا دی.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چی په نړۍ کی داسی رسنی پیدا نه شوه چی په قبایلی سیمو کې د پنجاپ د تروریستی اداری د جنایتونو او جرمونو پرده پورته کړي.

تقریبا په افغانستان کی ټولې رسنی په پښتنی سیمو کی د پنجاپی پوځ جرمونه او جنایتونه ستایی او ددی عملیاتو د پراختیا غوښتنه کوي.

کله چی د پنجاپ اداره پوه شوه چی په وزیرستان کی د پنجاپی استعمار په وړاندې مقاومت را ټوکیدلی او ځواکمن کیږی نو یی د امریکا متحده ایالات دې ته وهڅوه چی په دی سیمه باندی د بی پیلوټو الوتکو بریدونه وکړي.

نږدی شپږ کاله کیږی چی په وزیرستان باندی د بی پیلوټه الوتکو بریدونه روان دی. د دې بریدونو په نتیجه کی په زرګونو کسان وژل شوی دي .

خو په دی بریدونو کی یو هم داسی وګړی نه دی وژل شوی چی په افغانستان کی د جګړو پلان ولری او یا جنګیدلی وي د امریکا په بریدونو کی یوازی د پنجاپ د پوځ مخالفین په نښه شوي دي او کیږي.

دا ټول په دی مانا دی چی د امریکا متحده ایالات د پنجاپ د استعماری اداری د ټینګښت له پاره کارکوی او د هغه مخالفین له منځه وړي.

د پنجاپ پوځ ددی څخه مخکی چی ځمکنی عملیات په شمالی وزیرستان کی پیل کړي د خلکو په وینا ، یوه میاشت وړاندی یی ټولی تروریستی ډلی او د هغوی وګړی یی د دې سیمې څخه خوندي سیمو ته ولیږدول. د هغوی څخه یو شمیر یی چی بهرني وګړي و ، په عصری وسلو او وسایطو  سره سمبال او افغانستان ته دننه کړل.

د امریکا متحده ایالات  او د پاکستان پوځ په دی نه دی توانیدلی چی په وزیرستان کی اولسی مقاومت وځپی.

د وزیرستان ځوانان په میړانه سره د خپلی سیمی دفاع کوي دوی په توانیدلی دی چی د پنجاپ وحشی پوځ زیات شمیر پوځیان له منځه یوسی .

د وزیرستان جګړه د پنجاپ او امریکا د پاره په لوړ لګښت  تمامه شوی ده او دا به ددی سبب شي چی د پنجاپ د پوځ ماته د وزیرستان څخه پیل او د پښتنو – بلوڅو ټولې سیمې د هغوی د واکه ازادی شی.

اوس د پنجاپ په وړاندی د وزیرستان هره تیږه او ونه یو جنګیالی دی .پنجاپی استعماري پوځ په وزیرستان کی ماتي خوړلي ده

وزیرستان هم تر دی ورځو پورې د پنجاپ د استعمار واک ته غاړه نه وه ایښي . د وزیرستان خلکو خپله ازادی ساتلی وه او تر ننه د پنجاپ واک ته تسلیم شوی نه دي.

د وزیرستان د ځپلو ستراتیژی د جنرال ضیاالحق د پنجاپ پوځی دیکتاتور په مهال کی ترتیب او تر اوسه پړاو په پړاو تطبیق کیږي:

په دی ستراتیژي کی دا لاندی ټکی شامل و:

باید د خلکو ذهنیتونه د خپلواکی او ازادی غوښتلو څخه بل لوری ته واړول شی په هغوی کی د پښتونوالی ذهنیت له منځه ولاړ شی . ددی سیمی څخه باید د نورو هیوادونو او په ځانګړی توګه د افغانستان په ضد کار واخیستل شی. که چیري دا مفکوره عملی نه شوه باید په بی رحمانه توګه د وزیرستان خلک قتل عام او وزیرستان په نه اوسیدونکی سیمه واړول شی.

پنجاپ د لومړی موخی د عملی کولو د پاره په وزیرستان کی د دینی مدرسو  تر چتر لاندی  ځینی تعلیمی مرکزونه تشکیل کړل چی په دی مرکزونو کی د دیني علومو په اړخ کی زده کونکو ته په افغانستان ، هند او سیمه کې د جنګیدو روحیه ورکول کیده. دوی دی تیاریدل چی په افغانستان او هند کی هر ډول بریدونو ته چمتو واوسی.

په دی مدرسو کې زده کونکو ته ویل کیدل که هغه څوک چی د پښتنو د حقوقو او یا د ابادی او تعلیم خبری کوی هغه د هند ا و افغانستان  جاسوس دی.

همدارنګه ددی مرکزونو  له لاری هڅه کیده چی د پښتونوالی لرغونی رواجونه او دموکراتیک اوصول کمزوری کړی په ټولنه کی د مشر اغیزه کمه او یا لمنځه یوسی او په مقابل په استخباراتی کړیو پورې د تړلو ملکانو او په پنجاپ پورې تړلو دینی عالمانو واک  تقویه کړی او  هم نوموړی مدرسی د ټولنی په ټول ژوند باندی حاکمی کړي.

د دوهمی موخې دپاره پنجاب زیار وایسته چی په وزیرستان کی ټول هغه جنګیالی چی د پنجاپ د موخو سره سم په افغانستان او سیمه کی جنګیدل ځای په ځای کړي. دا بهرنی جنګیالی تر ډیره بریده په لوژستیکی او مالی توګه د پنجاپ د پټو استخباراتو له خوا ملاتړ یی کیده.

خو په وزیرستان کی د جنرال ضیاالحق ستراتیژی ماتی وخوړه او د وزیرستان خلکو خپل مقاومت د خپل اصلی دښمن پنجاپی ادارې په وړاندې پیل کړ.

اوس مهال په وزیرستان کې ټولوژنه روانه ده تباهی د یوه اولس روانه ده د هغه اولس چی پښتون دی او د ټول پښتون مهمه برخه ده. خو په دی باندی د نړیواله ټولنه ، ملګروملتونو سازمان ، د بشری حقوقو سازمانونه ټول  غلي پاتی شوی دی. په ټولو هغه جنایتونو باندی چی د پنجاپ د پوخ له خوا د پښتون اولس په وړاندي په وزیرستان کی تر سره کیږی ټول سترګې پټوي.

د پنجاپ له خوا په وزیرستان کی په وحشیانه عملیاتو باندی نه یوازی په افغانستان کی تش په نامه سیاسی مشران او کتونکی چوپ دی بلکی د  په ټوله پښتونخوا کی سیاسی ډلو پری مانا لرونکی چوپتیا غوره کړی ده.

د پنجاپ پوځ د عملیاتو او د هغه د پایلو څخه ښکاری چی د پوځ سرکوماندانی په خپله ناوړه موخه کی بریالی شوی نه دی. دا ځکه چې :

لومړی : د وزیرستان اراضی غرنی او د تنګو درو لرونکی ده د پنجاپ پوځ د پاره ستونزمنه ده چی په دومره پراخه غرنی اراضی کی د ځان له پاره امنیت ټینګ کړی،

دوهم : د پنجاپ استعماری اداره ددی وړتیا نه لری چی په لوژستیکی توګه خپل پوځ د ډیري مودې لپاره په داسی سختو شرایطو کی اکمال کړي.

دریم : د وزیرستان ځوانان د خپلی خاوری څخه د دفاع له پاره تیاریږی تر څو د پنجاپ د پوځ څخه د خپلو شهیدانو غچ واخلی. که چیرې د پنجاپ پوځ د وزیرستان څخه ژر تر ژره ونه وځي بیا  دا یقینی ده چی هغه به د وزیرستانی مجاهدینو په لومه کی را ګیر شی.

اوس د وزیرستان خلک په کلکه په دی پوه شول چی دلته د تروریزم موضوع مطرح نه ده بلکی پنجاپ غواړی وزیرستان تباه او په خلکو کی د ازادی غوښتنی روحیه له منځه یووسی.

پنجاپ ددی ضرب عذاب په عملیاتو سره خلکو ته په ډاګه کړه چی پنجاب غواړي ددی ځای خلک په بشپړه توګه له منځه یوسی او تباه یی کړي. یعنی د پنجاپ دښمنی نه یوازی د پنجاپ په ضد د جنګیدونکو جنګیالو په وړاندی ده بلکی په عمومی ډول سره یی د وزیرستان د خلکو او د ټولو  پښتنو سره ده.

نوموړو عملیاتو خلک په دی ډاډه کړل چی بی د ازادی د بیرغ د اوچتولو څخه بله لار نه لری .هغه بیرغ چی د پښتنو لوی اتل ایپي فقیر حاجی میرزالی خان پورته کړی او د پښتونستان په نوم یی ازاده سیمه را منځته کړي وه. چی پایتخت یی د ګرویک ښار و.

اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی د وزیرستان خلک د ټولو پښتنو مخکښ شوی دی په وزیرستان کی پنجاپی پوځ مات شوی دی او د یوکال جګړې نتیجه یی شرمونکی ماتی ده .

کیدای شی په نږدی راتلونکی کی د ازادی د لارې مبارزین وزیرستان خپل سیاسی او اداری مرکز اعلان  او خپله خاوره د  پنجاپ د استعمار څخه بیله کړي.

هغه مبارزین چی د پښتنو د ازادی  د ترلاسه کولو د پاره او د پنجاپی استعماری اداری د ړنګولود پاره جنګیږی  په دی باور دی چی لوی څښتن به دوی ته بری ور په برخه کوي پنجاپی استعمار به ماتیږی پنجابی استعمار ته امریکا او اسراییل نجات نه شی ورکولی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button