ورتلونکي حقيقت / عبدالسلام ضعیف

عبدالسلام ضعیف

‏دنیا دومره خوږه سوه اخر کار د خلکو هېر شو
ورتلونکي حقيقت ته انتظار د خلکو هېر شو

حاضر په هدېرو کې ناظرين دي ياران ويني
د قبر په مشهد کې بڼ او نار د خلکو هېر شو

دا لويه سلسله ده پريکون نلري را درومي
‏چې شلېږي د ژوندون اومړی تار د خلکو هېر شو

حساب او کتاب دواړه د عمل مطابق کېږي
د دې ورځې پېچلی اختبار د خلکو هېر شو

د ژوند په رنګنيو کې ابد خوبونه ويني
راغلی بېرته تللی تېر معمار د خلکو هېر شو

‏ادب، عزت، د ژوند نزاکتونه وروسته پاتې
د ښځو په طاعت کې مور او پلار د خلکو هېر شو

حلال او حرام يو ډول په ګټه کې ګډ شوي
د دين په قوانينو کاروبار د خلکو هېر شو

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button