وخت څه شی دی او څنګه یې پر راز پوهېدلی شو؟

کریم حیدري
بي بي سي

د تاریخ په اوږدو کې د وخت په اړه مختلفې نظریې وړاندې شوي. د افلاطون په باور وخت یوه اسماني زېږنده ده. د اندازه کولو کومه اله نه ده چې د خوځښت کچه پرې مالومه شي. ارسطو بیا ادعا کوله چې وخت کوم بدلون نه دی، په بدلون پورې تړلی یو څه دي.

نیوټن وخت یوه لنډ مهاله پدیده بللې چې د انسان له درک څخه بهر ده. د انشتاین په باور وخت پر ځمکه او فضا کې یو شان نه دی. بل دا چې وخت د انسان له خوځښت سره تړلی دی. له چټک خوځښت سره وخت ګړندی تېریږي او له ارام حرکت سره وخت هم ورو کېږي. بریتانیوي سیاینسپوه ستیفن هاکنګ د وخت لنډ تاریخ په نوم کتاب کې وخت د خلقت اندازه کولو وروستۍ وسیله بللې.

اېدرین بارډن په خپل کتاب (د وخت فلسفې لنډ تاریخ) کې ذهن هڅوونکې خبره کوي. د وزن لپاره تله کاروو، هوا په ترمومیتر اندازه کوو، خو کله چې وخت اندازه کوو مثلا په ساعت باندې، په واقعیت کې څه اندازه کوو؟ پخوانیو عالمانو به ویل چې وخت د بدلون اندازه کول دي. ننني څېړونکي وایي د فضا له بدلونه وخت راوځي او بیا وخت پخپله منظم خوځښت او بدلون اندازه کوي.

ادیان د وخت په اړه څه وایي؟
د دنیا په ټولو مهمو ادیانو کې د وخت یادونه او پر وخت ټینګار شوی. په هندویزم کې وخت د خدای انرژي بلل شوې، او په دوه بڼو وېشل شوی. روحاني وخت چې زړښت پکې نشته او ابدي دی. مادي وخت چې بدلون راولي او ویجاړونکی دی.

په انجیل کې د وخت په سمه کارونه تاکید شوی. یا وایي: هر څه خدای د خپل وخت لپاره ښایسته کړي.

په قران کریم کې پر وخت قسم شوی چې انسان په زیان کې دی مګر دا چې ایمان راوړي، ښه اعمال ترسره کړي او یو بل ته د حق او صبر سلا ورکړي.

د وخت ارزښت
له شلمې پېړۍ راهیسې د وخت په اړه لیکل شوي کتابونه ښایي تر سلو اوښتي وي.

واقعیت دا دی چې موږ هېڅکله تېر او راتلونکی مخامخ نشو تجربه کولی. په تېرو یادونو او راتلونکي تصور پوهېږو، په دې چې زموږ اړیکه ورسره ده. که وخت د یوې مادې په توګه وي هغه اوس یا حاضر دی.

تېر او راتلونکی یوازې تش تخیلونه دي چې زموږ حاضر یې تر خپل سیوري لاندې راوستی. ډېر داسې کسان به مو لیدلي وي چې پرته له تېرو یادونو د بل څه په اړه خبرې نه کوي.

داسې خلک به هم پېژنئ چې تل راتلونکي ته اندېښمن دي، لکه ژوند یې چې نه وي پیل شوی. دا دواړه ډله خلک له خپل حاضره بې خبره ژوند کوي. څه چې واقعیت دي شا وراړوي او څه چې د دوی په واک کې نه دي ذهن پرې بوختوي.

ایکهارت تولي د اوس ځواک په نوم کتاب کې د بشر کړاو ته پای ټکی په اوس کې اوسېدنه بللې. په اوس شېبه کې اوسېدل فکري انرژي پیاوړې کوي. وېره او خپګان له منځه وړي. تر ټولو مهمه انسان خپل ارزښت پېژني.

خو څرنګه انسان کولی شي خپل فکر له تېر او راتلونکي جلا کړي. ټول عمر انسان له همدې عادت سره اوسېدلی، د کورنۍ غړي ورته فکر لري، ټولنه په همدې ناروغۍ اخته ده. تېرو کړاونو د درد پېټی موږ ته پر اوږو کړی. او راتلونکې اندېښنې د زولنو په څېر زموږ په پښو کې پرتې دي.

له “تېر” او “راتلونکي” ځان خلاصول
لومړی مو باید ځان ته پام شي چې زه په اوس کې نه یم. کله مو چې فکر ته کوم تېر ناورین درغی یا د سبا ورځې کوم ستونزمن کار ته مو پام شو لکه درسي ازموېنه، کاري ضرب الاجل یا ډاکتر سره د کومې ناوړه ناروغۍ په هکله لیدل، ځان ته ووایئ چې زه په اوس شېبه کې نه یم. همدا به مو وېره ورکه کړي.

ځکه پوهېږئ چې ستونزه په اوس کې نه ده. له کوره په وتو په هره زینه کې خپل قدم ته پام وکړئ. په لاس مینځلو کې د اوبو توېدو، د لاسونو حرکت او د صابون بوی حس کړئ. که ټول پام مو منزل ته په رسېدو ورټول وي د لارې پر غاړه ګلان به ونه وینئ.

که زه په لمانځه کې حاضر اوسم او بهرني فکرونه له سره وباسم ښایي زما عبادت ومنل شي. څرنګه دا عادت غوره کولی شو؟ خپلې ساه اخیستنې ته څو شېبې پام وکړئ. هرځل چې هوا تنفس کوئ او بیا یې وباسئ.

له ذهن سره خواخوږي پرېږدئ. ذهن تاسې له اوس حالته باسي. د سپنج په څېر ناوړه فکرونه او اندېښنې جذبوي. وېره خوروي او لټي درکوي. تاسې به وایئ ذهن خو فکر رامنځ ته کوي. فکر ته د لیدونکي په توګه وګورئ. لکه تاسې چې پکې ښکېل نه یاست.

ذهني پیاوړتیا به مو ورسره فعاله شي. پوه به شئ چې د ځیرکتیا لویه برخه له فکر اوچته ده. فکر د دې ځېرکتیا یوه وړه برخه ده. په دې به هم پوه شئ چې د ژوند ارزښتمن شیان لکه ښایست، مینه، خلاقیت، خوند او هوساېنه په فکر کولو منځ ته نه راځي. دا حس له فکره پورته پړاو دی.

په اسلام کې نفس یو منفي عنصر بلل شوی. لکه د شیطان استازی د انسان په ذهن کې. انسان ناوړه کارونو ته هڅوي. کبر او ځان غوښتنه رامنځته کوي. یو کاذب شخصیت په انسان کې د ننه جوړوي. نفس وایي چې په بحث کې باید زما خبره ومنل شي، مقابل لوری مات شي.

نفس په ظاهر کې ډېره لویه او هېبتناکه هیولا ده. خو په باطن کې یوازې تش منځه پړسېدلې هوا ده. د نفس لپاره ماته مرګ دی. د نفس ماتېدو ته ځان باید لکه اوبه روڼ کړئ. که څوک مو په غشي ولي غشی باید له تاسې تېر شي. کوم کلک شی یې باید پر وړاندې نه وي چې ورسره تکړ شي.

یو مهم اصل چې اکهارت تولي ورته اشاره کړې هغه قناعت دی. که تاسې د بې سارې شتمنۍ یا کوم لوړ مقام خوب وینئ، له خپل اوسني ژوند به ناراضه اوسئ. که ستاسې هیله ترسره شي. یوه لنډه موده به خوښ اوسئ بیا به د پخوا په شان له خپل وضعیت ناراضي اوسئ. پدې چې ستاسې لیدلوری نه دی بدل شوی.

په اسلام کې هم پر قناعت ټینګار شوی. انسان باید تل شکر وباسي. په قرآن کریم کې ویل شوي: خدای به تاسې ته څه سزا درکړي کله چې تاسې شاکر اوسئ او عقیده ولرئ؟ په بل ځای کې راغلي، هغوی چې شکر وباسي ګټه یې ځان ته ده.

“د اوس ځواک کارولو” کتاب پښتو ته هم ژباړل شوی. د هوسا ژوند لپاره یې لوستل اړین بولم. ځینې یې متن پېچلی بولي. ښایي د لومړیو مخونو پوهېدل یو څه خواري وغواړي. خو د اوږد مهالې ذهني هوساینې لپاره په خوارۍ ارزي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button