وایې چې : ځای هغه سوځي چې اور پرې بلیږي

وایې چې : ځای هغه سوځي چې اور پرې بلیږي . پرون د پردیو یرغلګرو په جنګ جګړو کې افغان ولس او د هغه مادي او معنوي ځواک وسوځیده . هغو چې د ترهګرو له منګولو د ژغورنې په غولوونکو پلمو زموږ پر هیواد وبلوسل . ترهګر لاغښتلي او ډلې ،ټپلې یې لا زیاتې شوې . او ورسره جوخت حرفوي غله او فاسد غاصبان هم د ډالرو او زرو په چور، تالان خیټور میلیونر او د آسمان څکو فرعوني ماڼیو خاوندان شول . عام ولس لا وږی ،تږی اوبې وسه شو. دا دی د خونړی شخ شولانګې نوی څپرکۍ پیل شو. خیټور میلیونر بهر وتښتیدل . خو ږیرور زورور په افسانوي بې سارې ډول ټول هیواد ته رانـنوتل او د اسلامي آمارت په نوم د واک په ګدۍ کیناستل . عام ولس د جنګ جګړو د خونړیو ټپونو د رغون په هیله د آمن او آمان غوښتونکي او دا آرمانونه یې د طالبانو په واکمنی کې درلودل . خو له بده مرغه هغو په دې نه پوهیدل چې مکار او غدار دوښمنان له جګړي پرته یوه بله وژونکي وسله او حیله لري چې کولای شي بې له وینو توییدو عام ولس ووژنې او هغه د لوږې ،تندې او خوارۍ وسله او مکارانه وسیله ده چې دادی د افغان ملت خپلې پانګې کنګل او ټول نړیوال اقتصادي بندیزونه د دې لامل شوي چې افغان ملت د لوږې د مرګوني ګواښ سره مخامخ دي .
طالبان هم د آمربا ا لمعروف او نهی عن المنکر له لوړ منبره هر څه د خپلې خوښې او رضایت وړ بولي او د ټولشموله واکمنۍ پرځای سوچه ملا شموله واکمني رامنځته او ځانونه د هیواد رښتیني وارثان بولي . او د عوام الناس څخه ځانونه خورا لوړبولي . د ولسي مخور، پوه عالم او مسلکي کار پوه څرک د هغو په دولتي اډانه نه لیدل کیږي . او پخپل لاس له هیواد څخه تښتیدلو غلو او جګړه مارو بد ماشانوته د شر او شور د رامنځته کولو زمینې برابروي . چې دادی پروني کولاب او د هغه چم ګاونډ ته شر میدلي تښتیدلي ډلې ،ټپلې د هغو په سرکې د ساواکي او فرانسوي جاسوسۍ شبکو حرفوي ګوډاګي جاسوس لطیف پدرام په زغرده ګوت څنډ وکړه چې په راتلونکې میاشت کې به د شمال په نوم مقاومت او شر غوبل پیل او په دې توګه د توکمیزو اوسمتي جنګ جګړو، بیا داور بلول غواړي . او دا د خراساني دا عشیانو په څیر خراسان غوښتونکی ستمي پدرام چې په زغرده خپل ځان افغان هم نه بولي د ځینو ګاونډیو هیوادونو په همغږی او همکاری او د ځینو نړیوالو شر غوښتونکو په ملاتړد نویو جګړو زیګنال خپروي . او دا څرګنده توطیه ده . که غواړی افغان ولس مو تر شا ودریږي . له خپلو غاړو د پاکستان د ای،اس،ای رسوا رسۍ وشلوی . خپلواک او ولسواک شی . افغان ولس په غیږ کې ونیسی اودا د ګران سرلوړي درې رنګه ویاړلي بیرغ خاوند افغانستان د بري لاره ده .
د ځوریدلي او کړیدلي افغان ولس د کورنیواو بهرنیو مکارواو رسوا دوښمنانو د نابودی او زبونی په هیله .
۳۰/۹/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button