هګۍ کومې روغتیايي ګټې لري؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د هګيو روغتيايي ګټې له هغه ډېر زیات دي، چې تاسو یې په اړه کوم فکر لرئ. په دې لیکنه کې به د هګيو پر ګڼو روغتيايي ګټو پوه شئ!

هګۍ یو له هغو ګوتو په شمار خوراکي توکو څخه ګڼلای شو، چې “قوي خواړه” یې بولو. هګۍ له هغو مغري توکو څخه ډکه ده، چې ټول انسانان ورته په خپل غذايي رژيم کې اړتیا لري.

له دې وړاندې چې د هګيو پر روغتيايي ګټو مفصلې خبرې وکړو، لومړی به هغه مواد وپېژنو چې په هګيو کې موجود وي.

۱ ـ هګۍ له مغذي موادو ډکه منبع ده

د چرګو هګۍ له هغو غذايي موادو څخه ګڼل کېږي، چې ډېری مغذي مواد لري. په یوه هګۍ کې لاندې توکي شامل دي:

ـ ويټامين ای: ۶ سلنه

ـ فولاد: ۵ سلنه

ـ ويټامين بي۷: ۵ سلنه

ـ ویټامین بي ۹: ۱۲ سلنه

ـ ویټامين بي ۱۲: ۲ سلنه

ـ فسفر: ۹ سلنه

ـ سلنیوم: ۲۲ سلنه

همدارنګه تر یوې اندازې ويټامين ډي، ويټامين اي، ويټامين کا، ويټامين بي ۶ او کلسیم هم لري. ددې ترڅنګ ۷۷ کالوري انرژي، ۶ ګرامه پروټين او ۵ ګرامه سالم غوړ هم د هګۍ برخه جوړوي.

۲ ـ لوتئين او زاکسانتين

دغه دوه ډوله انتي اکسيدان د سترګو د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي، چې دواړه یې په هګيو کې موجود دي. د عمر په تېرېدو سره د سترګو ضعيف والی طبیعي خبره ده، خو که په مناسبه اندازه هګۍ وخورئ، له دې ستونزې ژغورل کېدای شئ.

۳ ـ د ويټامين ای ښه منبع ده

په نړۍ کې د نابینايۍ د ناروغۍ له اصلي علتونو څخه یو هم د ويټامين ای کمښت دی. د کورنيو چرګو هګۍ ددې ويټامين د پوره کېدو لپاره مناسب انتخاب دی.

باید ووایو، چې د ويټامين ای شتون په هګيو کې توپير لري. ځکه چې دا کار د چرګانو د خوراک پورې اړه لري.

۴ ـ د سکتې او زړه د ناروغيو ګواښ کموي

د څو لسیزو په اوږدو کې د هګيو پر ګټو شوي قضاوتونه نا عادلانه و. ادعا شوې وه، چې د زیاد کلسترول له کبله کېدای شي، د زړه لپاره ښه نه وي. چې وروستيو او نویو څېړنو دا ادعا ناسمه ثابته کړه. نوې څېړنې ښیي، چې د چرګې د هګۍ او د زړه ناروغيو ترمنځ اړيکه بېخي په نيشت حساب ده. برعکس هغوی چې په مناسبه اندازه هګۍ خوري، د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ یې د پام وړ کمېږي.

۵ ـ د وزن په کموالي کې مرسته کوي

يوه څېړنه چې په ۳۰ ډېر وزن لرونکو ښځو ترسره شوه، ښيي چې په سهارني کې د هګيو خوړل هغوی له ډېر خوارکه وګرځول او د مړښت احساس یې کاوه. دا چاره ښيي، چې د ډېرې کالري انرژۍ له کبله تاسو له ډېر خوارک ژغورل کېږئ او دا کار مو د وزن په کموالي کې مرسته کوي.

۶ ـ د هډوکو پياوړتيا

د هګيو بله ځانګړنه دا ده، چې هډوکي له زیان څخه ساتي. دا ځکه چې هګۍ ويټامين ډي او سي لري. دا دواړه ويټامينونه د هډوکو لپاره حیاتي ارزښت لري.

۷ ـ کم خوني

هګۍ د فولیک اسيد درلودونکي دي، چې د وينې د کمښت ستونزه حلولای شي. نو هڅه وکړئ، په خپل غذایي رژيم کې هګۍ ته حتماً ځای ورکړئ.

۸ ـ د زړښت پروسه کمزورې کوي

ويټامين E موثر انتي اکسيدان دي، چې د آزادو راډيکالونو پر وړاندې مقاومت پياوړی کوي. آزاد راډيکالانه د بدن حیاتي برخو ته زیان رسوي. نو که تاسو غواړئ ژر زاړه نه شئ، په سهارني کې د هګيو خوړل مه هېروئ!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button