هندواڼه او پوستکی یې څه ګټې لري؟

ژباړه او راټولونه: ډاکتر فیروز ناصري

هندواڼه نه یوازې میوه ده بلکې د ترکارۍ برخه هم ګڼل کیدای شي. ډیر خلک یوازې د هندواڼې سرې او له اوبو ډکې برخې خوري او د هندواڼې د پوستکي په شمول زیاته برخه غورځوي.

خو طبي څیړونکي او د تغذیي متخصصان وايي د هندواڼې پوستکی نه یوازې دا چې د بشپړ خوراک وړ دی بلکې د هندواڼې د غذايي ښیګڼو په سلو کې پنځه نوې برخه د هندواڼې په شنه پوستکي کې ده.

د هندواڼې په پوستکي کې څه دي؟

د هندواڼې منځ سره برخه تر ډیره له اوبو ډکه ده. له همدې کبله چې ډیرې اوبه لري، پښتورګو ته ګټه کوي چې فاضله اوبه په اسانۍ پروسس کړي. همدارنګه له هغو کسانو سره چې د وجود د اوبو له کمي سره مخ وي مرسته کوي چې بیرته خپلې اوبه پوره کړي.

خو د هندواڼي پوستکی د اې ( A)، بي شپږ(B6) او سي (C ) ویټامینو څخه ډک دی. همدارنګه د هندواڼې له پوستکي څخه په کافي اندازه پوتاشیم او زینک فلز هم ترلاسه کولی شئ. پر دې سربیره د لیکوپین او سیترولین په نوم د ګټورو موادو غوره سرچینه هم ده.

د هندواڼې په پوستکي کې شته سیترولین مرسته کوي چې ستاسو وجود کې د مضرو موادو اغیزې کمې او د وجود دفاعي سیستم مو پیاوړی کړي.

د هندواڼې د پوستکي د خوراک ګټې

د پښتورګو تیږي ماتوي

د هندواڼې په پوستکی کې شته پوتاشیم د پښتورګو ( بډوډو) د روغتیا لپاره یو مهم عنصر دی، ځکه دا په پښتورګو کې د اسیدو کچه منظمه ساتي. په هندواڼې کې شته اوبلن مواد له پښتورګو سره مرسته کوي چې د تیږو په شمول اضافي موادو له پښتوروګو ووینځي.

اضافي وزن کموي

په هندواڼه کې شته سیترولین د اضافي وزن په کمولو کې موثر دی. همدارنګه د هندواڼې په پوستکي کې شته فایبر تاسو ته د مړښت احساس درکوي او که د ډیرخوراکۍ له کبله مو اضافي وزن اخیستی وي کمیږي.

التهاب کمونکی خاصیت لري

د هندواڼې په پوستکي کې د لیکوپن په نوم د موادو موجودیت مرسته کوي چې هغه التهابونه او پړسوب کم کړي چې د بندونو د درد سبب کیږي.

همدارنګه د هندواڼې پوستکی د بیټاکروټین په نوم د هغو موادو ښه سرچینه هم ده چې په وجود کې د ویټامینو د جوړښت لپاره پکار دي. دا ستاسو سترګو ته هم ګټه لري.

د ادرارو د لیکې د میکروبي کیدو درملنه کوي

د هندواڼې په پوستکي او د هندواڼې په منځ کې شته اوبلن او ادرار زیاتونکي مواد په ډیره اندازه د ادرارو د لیکې او سیستم د مکروبي کیدو په درملنه کې موثر دي.

له همدې کبله خو روغتیايي کارکونکي سپارښتنه کوي چې د ادرار د سیستم د مکروبي کیدو د نښو علامو په لیدلو د هندواڼې د پوستکي ایستل شوې اوبه ( جوس) وڅښئ.

د حامله ګۍ نښې کموي

حامله میرمنې کولی شي چې د حامله ګي د ځینو ځورونکو نښو او علامو د کمولو لپاره د هندواڼې پوستکی وخوري. دا د زړه سوزش ( معدې سوزش) او نور هغه دردونه کموي چې د امیدوارۍ سره تړلي وي. همدارنګه د هندواڼې پوستکی په حامله ښځو کې سهارنی ګنګسیت هم راکموي.

د وینې فشار تنظیموي

په هندواڼه په ځانګړې توګه د هندواڼې پوستکي کې شته اوبلن مواد ستاسو د وینې فشار ټیټوي. همدارنګه که د وینې له ټیټ فشار ځوریږئ نو د هندواڼې پوستکی ستاسو د وینې د جریان په نورمالولو ستاسو د وینې فشار هم نورمالوي.
ستاسو پروستات سره کومک کوي

مخکې مو وویل چې هندواڼه د لیکوپین ښه شرچینه ده. د هغه مواد چې د یو شمیر طبي څیړونکو په باور د پروستات د سرطان مخه نیسي. که څه هم په دې اړه چې لیکوپین څنګه د سرطان مخنیوي کې مرسته کوي نورو څیړونو ته اړتیا ده، خو په دې برخه کې لومړنۍ څیړنې هیله بښونکي دي. لیکوپین د رومي بانجانو په پوټکي کې هم شته. همدارنګه دا چې هندواڼه د ادرار سیستم فعالوي پروستات ته هم ګټه لري.

سپورتي وړتیا مو زیاتوي

په هندواڼه په ځانګړې توګه د هندواڼې پوستکي کې شته سیترولین ستاسو ورزشي فعالیت بهتره کولی شي.

د هندواڼې پوستکی او جنسي کمزوري

دا چې هندواڼه د ویني جریان منظموي، هغه سړي چې له جنسي کمزوری کړیږي، ورسره مرسته کولی شي. په هندواڼه کې شته سیترولین هم له هغو سړیو سره چې د جنسي الت په نغوز کې اختلال ولري مرسته کوي.

له هضمې سیستم سره مرسته کوي

هنداوڼه او پوستکی یې په زیاته اندازه اوبه او فایبر لري او دا دواړه هغه څخه چې د هضمي سیستم د ښه فعالیت لپاره ډیر مهم ګڼل کیږي.

ستاسو اقتصاد سره مرسته کوي

د یوې هندواڼې ټولې برخې کارول داسې چې پوستکی یې هم ضایع نه کړئ نه یوازې ستاسو صحت ته ګټه کوي بلکې د افغانستان په څیر بې وزله هیواد کې ستاسو اقتصاد ته هم ګټه رسوي.
د خوړولو لارې چارې

د هندواڼې د منځ خوړل اسان دي خو د هندواڼې پوستکی په خپل خوراک کې شاملول ښايي یو څه خواري وغواړي. ښه داده چې د هندوان‎نې له پوستکي هم نرۍ پوستکی وویستل شي.

تاسو کولی شئ چې یو هنډوانه له پوستکې سره په جوس بدل کړئ او ویې څښئ .

یو شمیر خلک د هندواڼې له پوستکي مربا جوړوي او بیا یې خوري.

همدارنګه تاسو کولای شئ چې د سلاد په شکل هم د هندواڼې پوستکی وخورئ.

که لټه پسې وکړئ ګڼې نورې لارې یې هم شته چې د هندواڼې له ګټو مو برخمن ساتي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button