پېښور یو وخت زموږ ژمنی پایتخت و، اعلیحضرت تیمور شاه به اوړی په کابل او ژمی په پيښور کې تېراوه. دا ښار اوس هم لکه زموږ دویم کور غوندې دی.
موږ هم ښایسته ډېره موده په پېښور کې تېره کړې ده او کله به چې منی خپل دغه دویم کور ته لاړو، د آرامۍ او خوښۍ احساس به مو وکړ، ځکه تر خیبر دې خوا خو به موږ له جنګ جګړو او ناکراریو ستړي او وېرېدلي وو، نو پېښور ته به مو پناه یوړه او هلته به مو یو څو د ارامۍ ورځې تېرې کړې.
پېښور موږ ته پردی نه و ځکه چې ژبه، کلتور، دود او دستور مو سره یو و، ښې شپې ورځې مو په کې تېرې کړې او د هغو وختونو ښه یادونه به یې تل زموږ سره پاتې وي.
منم ښایسته ښایسته ښارونه شته دي، خو دی په ټولو باندې بر دی کنه
د هر ځای خپل خوندونه خپلې مزې، خو پیښور خو پیښور دی کنه
وۍ، کله چې پيښور ته خور کره لاړم، د خور ګاونډۍ زوی مې هم هغه ښوونځي کې شهید شوی و، څه به درته ووایم، خور مې ویل چې د ماشوم د مور د واده نه وروسته اولاد نه و بیا خدای پاک ورته یو زوی او بیا یوه لور ورکړل، چې ډېر په نازونو او مینه یې پالنه کوله، خو زوی یې هلته شهید کړی شو. مور، پلار او نور خپلوان د نورو کورنیو په څیر په ویر او غم واوښتل، خو مور یې اوس رواني ناروغه ده. لومړی خو به یې د هغه زوی جامې، بوټونه، څپلې او د لوبو سامانونه راواخېستل دومره به یې وژړل چې بې هوښه به شوه، نه یې څه خوړل او نه یې څه څښل، خو وروسته یې کورنۍ هغه جامې او شیان ټول ترې پټ او لېرې کړل، خو بیا هم زړه یې چرته کراریده، د ناروغیو او پریشانیو پرې مخ شوه، هغه سره سپینه فلانۍ اوس توره سوې څېره جوړه شوه چې باور به دې رانه شي چې هغه ده.
ما ورته کړل: رښتیا هم چې غم خو ډېر بد وي، خدای دې ټولو ته اجرونه ورکړي او نور د خدای د دغو بدمرغو جنګونو ټغر ټول کا.
توره ټوپکه خدای دې مات کړه
چې د ځوانانو سینې تا څیرلې دینه
که څوک پام وکړي چې د یوې مور داسې حال وي نو د لر او بر د زرګونو میندو زړونه به څنګه له درده کړیږي، څه به پرې تېرېږي، نه یوازې میندې پلرونه بلکې ټول خپلوان به یې څومره غمونه ګالي، اخر ولې ؟؟؟
دا دي کلونه او لسیزې تېرې شوې چې زموږ په سیمه کې اور بل دی، تندرونه لوېږي، ځوانۍ رژېږي او خونې ړنګېږي، خو دا اسماني تندرونه نه دي، دا د اشرف المخلوقات ظلمونه او نارواوې دي. چې د الله تعالی ورکړی ژوند له خلکو اخلي.