هغوی ته چې: وروڼه او خویندې لري خو ارزښت یې نه پېژني!

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

یو کلي کې د اوبو یواځې یو کوهي ؤ چې خلکو به اوبه ترې وړلې ، یو وخت کلیوال له داسې پېښې سره مخ شول چې د اوبو راپورته کولو پر وخت به یې بوقه کوهي ته واچوله هلته به پاتې شوه ، یواځې رسۍ به راپورته شوه.

ورته کار ډېر واره تکرار شو ، خلک له دې کاره ترپوزې راغلل، ددې کار په سبب هیڅ نه پوهېدل ، چا به ویل چې کوهي کې پېریانان دي ، چا ویل چې دېوان دې ، بالآخره د یو نفر په ورکوزېدلو سلا شول، ترڅو حقیقت په ډاګه شي.

له ډېرې سختې وېرې چا دې کار ته زړه هم نه ښکاوه ، یو کلیوال دې کار ته امادګي وښوده ، ول مابه په رسۍ کې وتړۍ لاندې مې کوز کړئ، خو په یو شرط هغه داچې ستاسو سره به زما ورور هم درسره وي .

کلیوالو دده په شرط حیرانتیا وښوده ، ځکه چې هغوی ډېری وو ښه غښتلي وو ، خلکو ډېر وهڅاوه قناعت یې ورکاوه ، خو هغه د ورور په ګډون ټینګار وکړ ، کلیوالو ورسره ښه کړه ، دده ورور یې هم راوست ترڅو رسۍ ورسره ونیسي ، سړی د کوهي بیخ ته ورسیده ، ترڅو سبب معلوم کړي ، ګوري چې لاندې یو شادو (بیزو) ناست دی چې د خلکو بوقې به یې خلاصولې.

شادو یې په اوګه را واخیست خلکو ته یې له شادو څه نه وویل ، دومره یې وویل چې رسۍ کش کړئ درپورته مې کړئ ، د کوهي خولې ته په رسیدو چې خلکو دده په اوګو شادو ولیده ول هلئ دا خوشیطان دی ، خلک ووېرېدل رسۍ یې پرېښوده په شا وتښتېدل.

دده له ورور څخه ماسوا بل څوک د رسۍ نېولو لپاره پاته نشول ، یواځې ورور یې رسۍ کلکه نېولي ترڅو ورور کوهي ته له پرېوتلو وژغوري ، هغه و چې له کوهي یې راپورته کړ.

خلک په دې پوهه شول چې دده د نجات لپاره الله تعالی دده ورور سبب وګرځول ، که چېرې دده ورور نوای ، ده به خپل ژوند په کوهي کې له لاسه ورکړی وای .

د سړي لاس چې پرې قوي کيږي هغه ورور دی ، د سړي ملا چې پرې ماتیږي هغه ورور دی ،

هغه وخت چې موسی علیه السلام د فرعون مقابلې ته ورتللو ، الله تعالی وحی ورته وکړه

( سنشد عضدك بأخیك- الایة) مونږ به ستا لاس (مټ) ستا په ورور در قوي او مضبوط کړو ، د انسان د لاس مضبوتیا لپاره الله تعالی یواځې ورور غوره کړی ، نه تره ځوی او نه هم بل کوم خپل خپلوان ، وجه داده چې په دنیا کې به بل داسې څوک پیدا نکړې چې هغه دې ستا لاس در قوي کړي ، په کار ده چې د هغو مشکلاتو مخنېوی وشي چې د وروڼو تر مېنځ أړیکه پرېکوي.

همدارنګه خوېندې هم وروڼو پسې دوهم ځای لري ، هغه وخت چې موسی علیه السلام خپلې مور اوبو ته واچولو ، دده خور ته یې د هغه د څارلو وویل ( وقالت لأخته قصيه – الاية)

خور به دې هر وخت څارنه کوي ، ستا پوښتنه به کوي ، ترڅو ځان مطمئن کړي.

د خپلو وروڼو او خوېندو پاملرنه وکړئ ، ځکه چې د پلار او مور څخه وروسته د ورور او خور څخه ښکلي هیڅ څوک نشته ، ستاسو په شاوخوا د ملګرو دوستانو راڅرخېدل او ډېروالی مو خطاء نه باسي ، ځکه چې د سختی پر وخت به له ورور څخه بل هیڅ څوک پیدا نکړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button